حتماً به مو ډاروونکي خوبونه لیدلي وي د مثال یو قاتل درپسې منډې وهي اوچې هرڅومره منډې وهې ځان ترې نه شې خلاصولی او وژونکی ورو ورو درنیژدې کیږي او په دغسې بیروونکي حالت کې له خوبه وارخطا پورته کیږې خو ایا د څملاستو وضیعت ددغسې خوبونو پر لیدو اغیز لري؟ څیړنکي وايي هو ممکن د څملاستو وضیعت د خوب پر لید اغیز ولري.
نارویژي ویب پاڼې forskning.no په دې هکله له خپلو لوستونکو پوښتنې کړي وي ډیرو ویلي دي چې کله مو په خوب کې خپسه ونیسې اوبیا خپل وضیعت بدل کړو نو بیروونکي خوبونه نه ګورو یو کس ویلي دي لومړی په کیڼ اړخ څملاستم خو خپسکه ونیولم او یا بیرونکی خوب مې لید، کله چې ستوني ستغ شوم نو ښه شوم او عادي خوبونه مې کتل
خو ولې داسې کیږي؟
دغې ویب پاڼې دغه پوښتنه د برګن د پوهنتون له پروفیسور او د خوب لیدلو له محقق «ستوله پالسن » څخه کړي هغه وايي
که څه هم په دې هکله لږ څیړنې شوي دي خو په زړه پورې دي د مثال په توګه که څوک پړ مخي څملي نو دا چانس زیات وي چې سکسي خوب وګوري البته دا امکان هم شته چې په دغه وضیعت کې په خوب کې خپسه ونیسي یا یو چیرته فشا لاندې راشي او یا په ځاي کې د ښخیدا خوبونه وګوري
ښايي ډیرو دا تجربه کړي وي چې کله ساعت یا موباییل مو کوک کړی وي نو د زنګ وهلو حالت په خوب کې احساسوئ او داسې خوب ګورئ چې ممکن دغه زنګ هلته پکې توجیه شوي وي او د خوب په حالت کې دغه زنګ اورئ په همدې ډول د څملاستو وضیعت هم موږ خپلو خوبونو ته لیږدو او زموږ پر خوبونو اغیز لري.
کله چې سړی پړ مخې څملي نو تناسلي غړي په توشکه تماس لري او دغه تحریک په خوب کې احساسیږي او ممکن سکسی خوب وګورئ.د دې تر څنګ کله چې پړمخې څملئ نو پر سږو هم فشار وي او سړی ښه ساه نه شي اخیستلی نو په دغسې حالت کې ممکن په خوب کې د ساه د بندیا خوبونه وګورئ یا مو خپسه ونیسي.
پروفیسور پالسن وايي دغه راز که تاسو پړ مخې څملې ممکن د بیلابیلو شیانو د بویولو او څکلو خوبونه هم وګورئ علت ېې دا دی چې ستاسو پوزه او خوله مستقیماً په توشکه لګیږي او د توشکې بویونه او ذایقه احساسوئ او دغه بوي او ذایقه ستاسو خوبونو ته درځي.
څیړنو دا هم ثابته کړې چې که تاسو په کیڼ اړخ څملئ ممکن بیرونکي خوبونه وګورئ او خپسه مو ونیسي خو برعکس هغه کسان چې په ښي اړخ څملي ممکن ښه او مثبت احساس ولري او خواږه خوبونه وګوري دا چې ولې داسې کیږي ښاغلي پالسن وايي تر اوسه ېې علت نه دی روښانه شوی. خو ممکن یو علت ېې دا وي په ښي اړخ سړی ښه ساه اخیستلی شي که په کیڼ اړخ څملوو د موقتي ساه بندیدا « اپنې »چانس پکې ډیر وي.
اپنې یا د ساه موقتي بندیدا هغه حالت دی چې په خوب کې د کابو لسو ثانیو په مخه ساه بندیږي دغه حالت عادی دی او کوم خطر هم نه لري خو که اپنې یا د ساه موقتي بندیدا په ساعت کې تر پنځو ځلو واوښته بیا دا ناروغي ګڼل کیږي او د خوب اپني په نامه یادیږي.
منبع: forskning.no
د حضرت رسول اکرم ص ارشادات داسي دي چي سړي باید پر رسته اړخ ویده شي، او د راسته لاس (خپړ)تر خپل سر لاندي کړي.
ښاغلي پالیسن وایي چي پر راسته اړخ ویدیدل ممکن سړي ښه خوبونه وویني، خو دي یې په علت نه پوهیږي.
علت يې په حدیث شریف کښي راغلي چي د انسان معده په چپه اړخ کښي نو وایي چي تاسو پر راسته اړخ باندي ویدیږی.
مننه
Salamoonah,
Pa kienn arrx aw ya perrmaxy videkidil zma pa nazar per ZRRH aw ragonu bande fishaar raveli aw d apneu lamil kiday si.
Pa dranisht.