خبریال: میرویس جلالزی – د افغان ملي اردو یو سرتیری، چې د هیواد په کچه یي نږدې ۱۵۰۰ ماینونه او کور جوړي بمونه شنډ کړي، وايي غواړي په بدن کې یې له شته دردونو سره ژر تر ژره خپلې دندي ته ستون شي.

دا ځوان چې د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی اسلام ګل نومیږي.

اسلام ګل وايي چې څه موده دمخه يي د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د  یوه ماین د خنثی کولو پر مهال خیې دواړه پښې غوڅې شوې.

هغه اوس د اردو په تر ټولو ستر روغتون کې بستري دی.

اسلام ګل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې که څه هم دواړه پښې یې پرې شوي اوبدن يې نور ټپونه هم اخیستي خو دی دې ته شیبې شمیري چې کومه ورځ به بیرته دندې ته ستون شي.

اسلام ګل د ماینونو او ناچاودو توکو په شنډولو کې څو کاله کار کړی او تر څنګ یې د انجینیرۍ په برخه کې زدکړې کړي دي.

د نوموړي په خبره په اردو کې دنده د ده یوازینۍ هیله ده او تمه لري چې ژر به جبهې ته ستون شي.

د اسلام ګل معالجو ډاکټرانو ویلي چې نوموړی به څه موده وروسته له روغتون څخه رخصت شي خو دی څو میاشتي استراحت ته اړتیا لري.

دا په داسي حال کې ده چې اسلام ګل بیا دندې ته ستنیدل ډیر اړین بولي او وايي چې دندې ته به پر ستنیدو د ډیرو بوږنوونکو پېښو مخنیوی وکړي.

One thought on “د څه باندې زرو ماینونو شنډوونکی افغان سرتېری په پرې شویو پښو دندې ته ستنیږي”
  1. ستا مېړاني ته سلام دی!!! ددې خبر په لوستو مي بې اختیاره سترګي لندې سوې، الله دې مينه قبول کړه او الله دي توان درکړي چي موږ او زموږ هیواد وساتې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *