یکشنبه د ۱۳۹۷ لمریز کال د لیندۍ ۱۸ مه، کابل – افغانستان
د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې پکتیکا او کونړ ولایتونو ته د برښنا رسونې د دوو مهمو پروژو د تمویلولو هوکړه لیک د آسیا پرمختیايي بانک رئیس، د مالیې وزارت او د افغانستان برښنا شرکت سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک کړ.
په پورته یادو شویو دوو پروژو کې له غزني څخه پکتیکا ته لیږدونکی مزی، په پکتیکا ولایت کې د برښنا کوټ جوړول، له ننګرهار څخه کونړ ولایت ته لیږدونکی مزی او په کونړ ولایت کې د برښنا کوټ جوړول شامل دي چې ټولیز لګښت یې ۱۴۳.۴۲ ملیونه ډالره کیږي.
اوسمهال په کونړ ولایت کې د برښنا خدمتونه د برښنا د کوچني برښنا بند په وسیله چې ۷۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري او موقعیت یې د کونړ ولایت په مرکز اسعدآباد کې دی، وړاندې کیږي. همدا اوس په کونړ ولایت کې ۲۶۰۰ پيرودونکي شتون لري، چې ددې پروژې په پلې کیدو سره به ۳۰۰۰۰ نورو پيرودونکو ته په اسعدآباد، دم کلی، کیراله، یارګل، نوآباد، سرکاڼو او نرنګ سیمو کې د برښنا رسونې خدمتونه وړاندې شي.
د ویلو ده چې تر دې مهاله پورې په پکتیکا ولایت کې تولیدي برښنا او شبکه شتون نه لري، له نیکه مرغه، د لومړي ځل لپاره ددې پروژې په تطبیق سره به د پکتیکا ولایت د مرکز شرنه او ارګون ولسوالۍ اوسیدونکو ته د برښنا رسونې خدمتونه وړاندې شي.
د یادولو وړ ده چې یادې پروژې د آسیا پرمختیايي بانک (ADB) په مالي مرسته پلې کیږي او د جوړولو چارې به یې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.
ددې هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د کابینې ځینو غړیو، په ملي شورا کې د کونړ او پکیتکا ولایتونو استازیو، مخورو او مشرانو ګډون کړی وو.