تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره ټېلفوني خبرې وکړې.
د ارګ له یوې لنې خبرپاڼې سره سم په دې ټېلفوني خبرو کې دواړو خواوو د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو غونډو او دغه راز د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د درې اړخیزو ناستو د دوام په اړه خبرې وکړې.
ښاغليو کرزي او نوازشریف وروسته له دې په خپل منځ کې ټېلفوني خبرې وکړې چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر وکړ او د دغه هیواد له مشرانو سره یې په سعودي کې طالبانو ته د دفتر د پرانستلو او د افغانستان د سولې د بهیر په باب خبرې وکړې.
راپورونه وايي چې ممکن په لنډو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم پاکستان ته په همدې مقصد سفر وکړي.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم د افغانستان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم په ټېلفوني خبرو کې موافقه وکړه چې دوه اړخیزې او درې اړخیزې غونډې دې په لنډ وخت کې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې جوړې شي.