په تېره يوه لسيزه کې افغاني رسنۍ ډېرې وغوړېدې، د چاپي رسنيو تر څنګ غږېزو، انځوريزو، برېښنايي او ټولنيزو رسنيو هم چټکه وده وکړه، دا لسيزه رسنيو ته د څومره والي له پلوه ډېره ښه وه؛ خو څرنګوالی پکې له پامه وغورځېد. لکه څومره چې اړينه وه؛ هومره ځوانو ژورناليستانو ته مسلکي روزنه ورنه کړای شوه، همدا لامل و چې په رسنيو کې ډول ډول ژورناليستيکې تېروتنې او ستونزې راوټوکېدې. د ژورناليزم اخلاق او آرونه تر پښو لاندې شول ! خندوونکي خبرونه، سرچوک اوازې، د خيالي مرکو، نقل قولونو، متنونو او رپورټونو خپرول، د انډول نه ساتل، لوری نيول، فساد او نورو ستونزو د ژورنالېزم پر سپېڅلي مسلک تور داغ پورې کړ. د نامسلکي رسنوالو دې کړنو د رسنيو ليدونکي،اورېدونکي او لوستونکي په خپلو رسنيو بې باوره کړل، ځينو رسنيو له نورو سره په سيالۍ کې د خبر د سرعت لپاره دقت له پامه وغورځاوه. زه په دې ليکنه کې د رسنيو له نوم يادونې پرته د هغوی ځينې تېروتنې او سرغړونې را اخلم.
شاوخوا پينځه کال وړاندې يوې پښتو وېبپاڼې ته له ننګرهاره يوه خبريال يو خبر استولی او هغوی خپور کړی و چې : (( وسله والو طالبانو په ننګرهار کې يوه بې پيلوټه الوتکه وېشتلې او پکې سپاره سرتيري يې ټول وژلي دي. )) په ننګرهار کې يوې FM راډيو دا خبر کټ مټ په همدې بڼه خپور کړ، يو خبريال ، د رسنۍ چلوونکی او وياند په دې نه پوهېږي، چې په بې پيلوټه الوتکه کې سرتيري وې او که نه؟ خو خلکو ته د ژر خبر رسونې لپاره دا ډول نادرې خپروي.
په ځينو راډيوګانو کې ويندويان ډېر تيار خواره اموخته شوي دي، د نورو رسنيو په جوړو شوو ټيکسونو او خبرونو شخوند وهي، دومره هم نه شي کولای چې يو خبر ايډيټ کړي او بيا يې ولولي، په ننګرهار کې يوې FM راډيو د بلې رسنۍ خبر خپور کړ چې په ليکنه يې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ( فلانۍ ) راډيو ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل (!)
ځينې خبريالان کله ناکله بيا خيالي راپورونه ليکي، دغه کار تر ډېره د ورځپاڼو، مجلو او وېبپاڼو لپاره تر سره کېږي، خبريال يوه اسانه سوژه پيدا کوي او په بېلابېلو نومونو د خلکو نقل قولونه په ټيکسونو کې ور اچوي.
يو مهال ځينو نوو ژورناليستانو د خپل خبر لپاره سرچينه نه پېژنده، د يوې سيمييزې راډيو خبريال د ترافيکي ستونزو په اړه د پوهنې رئيس د کارپوه په توګه غږوي او يا ترې پوښتي : (( که تاسې مهربانې وکړئ او د مرکې د دود له مخې ځان راوپېژنئ، نو خوشاله به شو ! )) د پوهنې رئيس د خبريال خبره پرې کوي او ورته وايي چې ريکاډر دې بند کړه، خبريال ستا غوندې وي ؟ ته بايد په خپله ژبه ما خلکو ته ور وپېژنې چې د ښوونيزو ستونزو په اړه د پوهنې له رئيس سره مرکه لرو.
ځينې خبريالان د خپل وخت د سپما او لټۍ له امله پرلپسې له تکراري سرچينو سره مرکې کوي، دوی ځان نه په عذابوي او يوازې همدومره کوي چې تر غږ اخيستو وروسته د خپلې سرچينې نوم ادل بدل کړي. د يوې دولتي ادارې يوه کارکوونکي راته وويل چې ده له يوې نړيوالې راډيو سره ډېرې مرکې کړي دي، کله به يې ورته له ځانه ملا جوړ کړ، کله مدني فعال او کله يو عادي سړی، دننګرهارد بېلابېلو سيمو د اوسېدونکو په لهجو يې راډيو ته ډېر نظرونه ورکړي دي. د يوه خبريال د خپلې خولې خبره ده چې خپل پلار سره يې پر بېلابېلو موضوعاتو تر دېرش ځلو ډېرې مرکې کړي دي. دا چې يو خبريال د خپل رپورټ لپاره سرچينه نه شي پيدا کولای، نو خپل مسلک سره تر دې بله ستره جفا نشته.
ځايي ژورنالستان يو له بل سره د غږ او متن په ورکړه کې مرسته کوي، دلته د ګوتو په شمېر څو معلوم تلويزيونونه دي، د يوه کيمره مين له يوې زاويې اخيستل شوې ويډيو په څو تلويزيونو کې خپرېږي، همغه يو ريکارډ شوی غږ به په ټولو راډيوګانو کې اورېدل کېږي، همغه يو ليکل شوی ټيکس به په څو رسنيو کې اوړي را اوړي، همغه يو انځور به په بېلابېلو رسنيو کې ليدل کېږي.
په افغانستان کې فساد اوس يو دود ګرځېدلی او ځينې رسنوال دغه دود په ښه ډول پالي، ځينې خبريالان د فساد په مړه تبه اخته شوي دي، ددې رنځ درملنې ته له چارواکو پيسې غواړي، له ځينو چارواکو غوښتنه شوې چې خبريال ته د واده لګښت ورکړي، يا د باج په ډول د خبريال جېب خرڅ او ورځنی لګښت ورکړي، که چارواکي دا کار ونه کړي، نو د بدنامۍ لپاره ورته يوه بله خبري کړکۍ پرانيزي.
افغاني رسنۍ د خپل پايښت لپاره د بازار موندنې کومه ځانګړې او دوامداره ستراتيژي نه لري، په کم وخت کې ډېرې رسنۍ راپيدا او بېرته پنا شوې، ځينو رسنوالو رسنۍ د خدمت نه ، بلکې د دولت ګټلو يوه ښه وسيله وګڼله، مګر په دې قمار وهلو ( رسنيو رامنځته کولو ) کې څوک رنګ شول او څوک زنګ ! د بازار موندنې په برخه کې د رسنوالو کمې تجربې ګڼ شمېر رسنۍ د ګړنګ پر غاړه ودورلې او ځينې چاپي رسنۍ بيخي وچې شوې. د رسنيو په تشکيل کې د بازار موندنې کارکوونکي نه لېدل کېږي، مسئولين يې د اعلان اخيستو او پروژې را ويستو په اړه نورو ته قناعت نه شي ورکولای او بالاخره چې ځينې سوال کولو ته کېناستل. په ننګرهار کې يوې FM راډيو هره ورځ د يوې کيلو غوښې په بدل کې څو مياشتې پرلپسې د چرګانو د يوه شرکت اعلانونه خپاره کړل. يوې بلې رسنۍ د نورو ډول ډول اعلانونو د خپراوي ترڅنګ د څو پيسو په بدل کې د ورکو شوو مېږو او غواګانو اعلانونه هم خپاره کړل (!)
ځينو خبريالانو د ډېر افلاس له امله چارواکو ته مېسکالونه ورکړل، يوه خبريال د خپلې مفلسۍ کيسه کوله چې يوه ورځ يې په موبايل کې پيسې نه وې، د لغمان والي ته يې څو پرلپسې مېسکالونه ورکړل، هغه ورپسې زنګ راووهه، پوښتنه يې ترې وکړه چې ولې مېسکالونه ورکوي؟ خبريال ځان ورپېژندلی او بيا يې ورته ويلي وو، والي صيب پوښتنه مې دا کوله چې په لغمان کې خو به کومه پېښه نه وي رامنځته شوې (!)
په ننګرهار کې ځينو راډيوګانو ټولنې ته د ګټې پر ځای ډېر کولتوري زيانونه واړول، په خپرونو کې د يارانو تر منځ د يارانې تارونه وغزېدل او په بېلابېلو عشقي نومونو بنډارونه جوړ شول، په درنه او پښتني مقيده ټولنه کې د راډيو د څپو له لارې ډېرو نجونو او هلکانو د نظم او نثر په ژبه نا ويلې خبرې وکړې، يو بل ته شعرونه او لنډۍ ډالۍ شوې :
- نجلۍ : خدای دې زما د منګول باغ که – چې د سپين مخ په خولو تا اوبه کومه
- هلک : خدای دې زما د کور مېرمن که – د شنو بنګړو نه به دې ډک کړم مړوندونه
او بالاخره ځينو راډيوګانو د خپلو خپرونو له لارې ځوانو نجونو او هلکانو ته داسې زمينه برابره کړه چې يو بل پسې وتښتي ! د سيمييزو راډيوګانو ځينو بې فکره مسئولينو هېڅ مادي او معنوي ګټه ونه کړه، خو پر خپل پښتني کولتور يې ملنډې ووهلې ! د خپلې ناپوهۍ په خم کې دومره غرق شول چې نا اهله او نالوستي اورېدونکي يې خپل کارکوونکي وګرځول، دلته کيفيت محکوم او بې کفايته حاکم شو، ننګرهار چې تل د علم ، ادب او فرهنګ زانګو يادېږي، اوس يې په ادب او فرهنګ څو بې ادبه او بې فرهنګه څېرې تورې کرښې راکاږي !