عجیبه صحنه
(لنډه کيسه)
لیکوال: نورالله غازيد مازديګر اذان وشو، غرڅه ګل خپل لاسي ساعت ته وکتل، لمانځه ته نيم ساعت پاتې و، وزې يې په زړه شوې. ده پينځه پسه وزې درلودې، چې سهار به يې له کښتونو نه لرې بېوې او غره ته به يې شړلې، مازديګر به مخې ته ورتلو او بېرته به يې کور ته راوستې. له کوره ووتو، له کښتونو او پټيو چې لږ ورتېر شو، پر وړې غونډکۍ وروخوت، چې بلې خوا ته اوښتو، لاندې په هواره لمنه کې يې يوې ډلګۍ ته پام شو، عجيبه صحنه وه، ټيټ ټيټ لاړو د يوه لوی ازغي تر شا کرار کيناست، سترګې يې وازې پاتې شوې، سر يې وخوځاوه:
ــ  توبه خدايه توبه! نور به څه حال شي….؟
دوه کسه اوږده پراته وو، له پاسه پرې خړ څادرونه خواره شوي وو، د دوو کسانو لاسونه تر شا تړلي وو، نورو چې وربوزونه يې وهلي وو، همغسې ټوپکونه مخامخ کسانو ته نيولي وو:
ــ  ډوو، ډوو، ډووووو . . . .
عجیب شی يې خولې نيولی و، لکه وړه راډيو، پشا يې پورته کيده، يو کس په بيړه بيړه غږيدو:
ــ  اورې!… اورې! راکيټي سيب…! توپان، توپان!، دوه کسه مو شيدان شوي، دوه کسه مو جاسوسان نيولي، چې ووس به خپله سزا وګوري . . . .
غرڅه ګل بيا ساعت ته وکتل، لس دقيقي وتلې وې، د غره پر لور يې  وکتل، وزې يې ورو ورو پر نرۍ لاره راروانې وې، زړه يې يو څه ډاډه شو، بېرته د مخامخ ټولي پر ليدلو بوخت شو:  يو کس چې لاسونه يې پرې تړلي وو، راچپه يې کړ، څو کسو يې پښې ورته ونيوې، د کس پښې ښکارېدې چې خورېږي، نور يې اواز نه اوريدل کيدو، نورو ټولو په يوه خوله ويل:
ــ  الله اکبر! الله اکبر . . . .
د غرڅه ګل چې پام شو، وزې يې ده ته راورسېدې، ډکې ګيډې د کور پر لور روانې وې، ده چې ساعت ته وکتل جمعې ته څه کم لس دقيقي پاتې وې، يو ځل خو يې زړه کې وويل، چې ځان پرې وګوري؛ خو وروسته يې وويل، چې له دوی سره بند شوې جمعه درنه تېرېږي.
***
ډله کليوال د زاړه جومات په خوا کې پر اوږده چارپره تير ناست وو، غرڅه ګل ورته د نن ورځې د ليدلې پيښي کيسه راخيستې وه، ټول له خندا نه ورته شنه وو، دوی پر همدې کېسو بوخت وو، چې وربوز وهلې ډله د جومات له څنګه تېره شوه، د جومات نه لاندې په يوه پټي کې سپين ږيري کار کاوه، چې ناڅاپه ټوله ډله پر پوله ورته ودريده، ټوپکونه يې پرې د پاسه ونيول:
ــ  شور ونه خورې!!
سپين ږيری ناڅاپه له ځايه راپورته شو، ويريدلې بڼه يې خپله کړه، خو چې د ماشومانو په لاسونو کې يې لرګين ټوپکونه وکتل، لوټې يې پسې ټولې کړې، د ماشومانو په خوا کې ګردونه پورته شول، دوی په خندا ترې وتښتيدل. د جومات په خوا کې کليوال له خندا نه کاږه واږه کيدل.

مین سړی

لنډه کيسه
ـ
لیکوال: نورالله غازيد باندې ښه په شړک باران ورېدو، دوکاندار به کله له دوکان څخه د تېز باران ننداره کوله او کله به يې د ټپو ( لنډيو) پر کتابګوټې شونډې وخوځېدې. د دوکان مخې سره پولادي رنګه کرولا ودريده، چې د تيز باران څاڅکې پرې پورته پورته الوتل، موټروان چې ښيښې يې په ځان پسې پورته کړې وې، چوکۍ شاته کږه کړه، ځان يې پرې تکيه کړ، خدای زده چې سوچونه به يې کول او که به يې ټيپ و راډيو ته غوږ نيولی و. دوکاندار وپيژاندو، چې عبدل دی، عبدل د پاخه عمر سړی و، د ږيري او سر ويښتان يې تر نيمايي زيات سپين شوي وو، په ملا کې يې څه ستونزه درلوده، چې په لاره به تلو، ځينو به ورسره ټوکې کولې او ورته ويل به يې:
ــ  اودله! څو مرغۍ دې وويشتې؟
ده به ورته په موسکا ويل:
ــ  مرغۍ نه ولم، ځواني لټوم، ځواني!
له ده سره هغه د چا خبره کاپره خوله ورسره وه، ده به هم ويل:
ــ  امدا خوله ده، چې زما اسيت(حيثيت) يې ساتلی، کنې ولاکه چا په خنک يا ځان سره پريښولی وای….
دوکاندار چې ځوان هلک و او د عبدل کېسو او خبرو ډېر خوند ورکاوه، له ټپو نه يې د ده سره غورې غوره وبللې، څوځلې يې ورته چيشت چيشت وکړل؛ خو هغه نه اوريدل، ورسته يې په خپله د دوکاندار پر لور مخ راواوښت، دوکاندار لاس ورته وښوراوه، هغه په موسکا د تايېد سر وخوځاوه، څه وخت وروسته له موټره راښکته شو، لاسي ساعت ته يې وکتل، کړوپ کړوپ د دوکان پر لور راوران شو، پر وچه ګيډه يې لاس وواهه:
ــ  نن سخت وږی يم!
دوکاندار ورته وويل:
ــ  ارڅه، کولچې مولچې بو دني(درباندې) وخورم، موړ بو شې…
عبدل په  خورا احتياط د دوکاندار لرګين تخت ته وروخوت، پر غوړ توررنګه زوړ فرش کيناستو، په ستړې ساه يې وويل:
ــ  نه، د عجب ګل دوکان کې مو ديګ په يښی، کولچې مولچې يې مو دا پلاستيکي ميدې(معدې) کله ميدوی شي، ټوله وریځ مې بيا په کولمو کې جنګ ښخ وي. . .
دوکاندار د ټپو کتاب، په لاس کې و، ګوته يې د نښې پر ځای پکې نيولې وه.
عبدل ورته وويل:
ــ  د څه شي کتاب دي پيدا کړی، تاويزونه خو به دې نه وي شورو کړي؟
دوکاندار وخندل او کتاب ته يې وکتل:
ــ  د ټکيو (ټپو) کتاب دی، خدای خبر کله مې خستی و، پرون مې کتابچې لټولې، پکې ارووتو.
عبدل په ځير دوکاندار ته وکتل، لکه د کومي ناروغۍ متخصص چې وي:
ــ  وا وړکيه! مين خو به نه وې، ټکۍ خو مين وړکي يايي. . .
دوکاندار موسکی شو:
ــ  نه مو(موږ) نه مينتوب چې(څه) غوړي. . .
عبدل په ځير دوکاندار ته وکتل:
ــ  زه په مين سړي پيېږم، رنګ يې تک زيړ وي اشوقۍ خوړلی وينه.
دوکاندار موسکی شو، په شرميدونکې لهجه يې مړه غوندې وويل:
ــ  تا يا رنګ زېړ ده کنه، بيا بو ته يا مين وې!
عبدل سوړ اسويلی وکړ:
ــ  هاآی، هی، دا په ځوانه ځوانۍ مې چې مليا(ملا)ماته ده، همدغې اشوقۍ ماته کړې، نوره نو څه په غره کې خرټي ويلی يم. . .
دوکاندار له زړه نه د شرم احساس يو څه سپک غوندې شو او زياته يې کړه:
ــ  نو په چا مين وې؟؟
عبدل چې په ژورو سوچونو کې ډوب و، لکه د دوکاندار خبره يې چې نه وي اوريدلي، دوکاندار ته سر وښواره وه:
ــ  هه؟
ــ  وې مې چې په چا مين وې، چې داسې يې کړې؟؟
عبدل شاته وکتل، د بورې نيمه بوجۍ ايښي وه، کړوپه ملا يې ورته ولګوله، له غمه په ډکه لهجه يې وويل:
ــ  مټر نه دې اسې(هسې) ارکوز کړم، يما(زما) په زړه کې دې غلې مچۍ اروبڼولې. . .
دوکاندار داسې ورته کتل، لکه څوک چې له يوه ډېر ضروري رازه خبرېږي.
عبدل د دوکاندار پوښتونکو سترګو ته وکتل او ورته وی ويل:
ــ  ګوره وړکيه! جمه درته کم، خو چا ته يې وَنکې، يې مو خلک بيا يوه خبره دومره نه پرېګدي، چې تر څو يې غول نه وي ورنه باسلي. . .
دوکاندار په ډاډ ورته وويل:
ــ  نه څنګه يې يايم، ايڅ غم ونه کې…
عبدل د دوکان د چت ورستو او چينجو خوړلو سپيداري  لرګيو ته داسې په ځير وکتل، لکه کوم ورته والی چې ورسره لري او په داسې حال کې چې دوکاندار ته يې هيڅ ورونه کتل، شورو شو:
ــ  يې مو(زموږ) په کلي کې يوه جلکۍ وه، دې لرې خپلوانو نه مو وه، خدای شته ښکلې يا دومره ښکلې وه، چې چې چې څه درته ويايم نو، يا بو ما ته ښکلې بريښده، ډېره مې خوښه وه، هغې يا خوښ وم، الته داسې نه وم لکه ووس سوی پلاستيک، چې په چينې بو تيريدم، ډېرو جينکيو بو زړه کې ګوړې ارته ماتولې. مور ته مې يوه وريځ ووې، خو اغې داسې ځواب راکو، چې زړه مې بيخې تنه خاترجامه(خاطرجمعه) شو، ارته و يې وې، چې مازغه دي خراپ دي که چرس دې څکولي، چا چې په کور کې پیغلې جنکۍ وي، نورې کوي، مور مې دي ښځې نوم ارته واخستو، چې يې دغې نه يې چې زیات دي،(له دې نه یې څه زیات دي)بيا يې ارته ووي، چې اغه کوه چې پلار نيکه دي کړي وي، که بيا دي داسې ووې، پلار دي دنې خبروم…څه سر بدې خوګوم، ما ته يې په کور کې دي تره لور په نامه کړه، يې ما نه ډېره کشره وه، که ريښتا درته ويايم، چې په يوه کور کې درسه ستره شي، سړي ته داسې بريښي، لکه خپله شیرینه خور. اغه جلکۍ چې خبره شوه، کسم يې وکو، چې نوره مې په دربين کې يا ونه کسې،  بيخې سوچي غونته(غوندې) شوم، په مازغو مې بوج شو، ځان سه بو(سره به)ژوړيدم، په ډيرو ملايانو يې وګرځولم، ډکټرانو ته يې بوتلم، چا بو وې چې ميده يې خراپه ده، چا بو وې چې اسابي تکليپ لري، کله روغ کله رنځور. په دغ(دې) کې يو کال ووتو، يې مو په کور کې واده شو، يې مو دي تره زوي، دي اليف خان، دغ واده ته يو څه خشال شوم، چې لږه خو به يې وکسم، دي واده په اوله شپه بام ته وختم، زه پيېدم، چې شپه بې موکره(موږ کره) وي، يې مو ښځو سه(سره) يې کار کولو. چې ګورې، ښه دي پينځلسم سپنږی(سپوږمی)ارختلی، درې کسه يو ځای الماستي دي، چې ورنږدې شوم، يوه مې دي تره لور وه، منځ کې مې ښځه وه، بلې ته چې ښه ځير شوم، چې ګورې اماغه ده، زړه مې ډوبيو واخستو، زړه کې مې ووې چې ووس چیشی وکم، ورو يې سر ته کينستم، په ځير مې ورته وليدل، په سترګو کې يې د مياشتې رڼا وبريښيده، پوی شوم چې ويښه ده، ورو مې په مخ لاس په تېر کو، دي څنګ لاس ګوتې يې ارته وښورولې، زه دي برجګي(بامبوټي) ترپ(طرف) ته لاړم، دا يا ورو ارسي ارجګه شوه، دي تره لوڼه مې واده کې ستړې وې، خپله خرا يې خته. دواړه په برجيګي کې څنګ په څنګ ودريدو، دي سترګو نه مو داسې ووښې(اوښکې) اروانې وې، چې پښتنه مه کوه، اخېر مو ټينګې غويږې ارسه وير کړې، تر ډېره مو يو بل په غويږو کې نيولی و، يې ما په ګريوانه کې يې اغې سړې سړې ووښې ارتليدې، خدای خبر څومره بو مو يو بل په غويږ کې نيولي و، چې چرګانو ازانونه وکړل. پاکه مينه وه…
دوکاندار ته يې لاس وراوږد کړ:
ــ  واخله کول(قول)، که نور مې په زړه کې ايچې يا(هیڅ هم) ورته راغلي وي. . .
دوکاندار کوښښ کاوه چې ځان عادي وښيي، ترې وی پوښتل:
ووس يا کله کله کسې(ګورې)؟؟
ــ  چې واده شوې، بيا مې په سترګو يا(هم) نه ده ليدلې، نه ما څوک دي خپلې مينې نه خبر کړي، ما وې چې اسې نه څوک خبر شي، مو خو پښتانه يو، اغې غريبي نې مې زړه بديدو، ما وۍ اغې غريبې ته بو څه لانجه جوړه شي. . . ووس په کابل کې ووسېږي، دي تا غونته زامن يې ژڼي دي… ووس يا(اوس هم) چې کله د پينځلسم مياشته اروخيجي، اغه وخت مې کلک سترګو ته ودرېږي، بيخي ژړا نشم دروی…
په دې وخت کې يو هلک راننوت، عبدل ته يې وويل:
ــ  عجب ګل يايې(وایي) چې مړۍ تياره ده، ارڅه(راځه)!
عبدل دوکاندار ته وروکتل، په وچو شونډو يې وويل:
ــ  نن مې ولاکه بيخې ايشتیا وي.
پای
ـــــــــــــــــــ
د لهحې مانا
#یا: هم.
#امدا: همدا.
#ارڅه: راځه.
#بو: به.
#یښی: ایښی.
#یې_مو: زموږ.
#وریځ: ورځ.
#یایي: وایي.
#پیېږم: پوهېږم.
#خرټی: د هل شوې ونې بیخ.
#ویلی: وهلی.
#وې_مې:ویل مې.
#جمه_درته_کم: خبره درته کوم.
#ارته_ویې_وۍ: راته ویې ویل.
#دنې: درباندې.
#ارته_ووې: راته وویل.


دغلۀ مور

ليکوال: نورالله غازي

دغرمې ډوډۍ ته ناست وو، مور مې غوږونه څک کړل:
ـ تاسې غلي شئ دڅه شي شور دی!
کړکۍته پورته شوم، اول ګل مې ولید، چې يو څو ښځو نېولی او هغه ترې دخلاصيدو هڅه کوي، له خولې يې کنځلې او سپکې سپورې بادېږي. يوڅو قدمه لرې مې دوچو پاڼو خرسا واوريده، چې ومې کتل داول ګل کشری ورور زمرک، چې موږ چرسک باله، د غوزانو په وچو پاڼو کې پښې توری ولاړ دی، په لمنه باندې دپوزې راڅڅيدونکې وينه پاکوي، لمنه او ګريوان يې ځای ځای په وينه سره دي.
ما اول ګل ته ورغږ کړ:
ـ څه خبره ده داسې شور مو جوړ کړی، لوی سړی يې شرميګې نه؟
خو ده همغسې زور کاوه، پسې ورووتم، چې ښځو ماته پام شو اول ګل يې راپريښود او دوی يوه څنګ ته شوې، ما په مټو کې ونيوه، ومې رټه او دکور پر لور مې ډيکه ورکړه. ددوی له کوره مي ښځينه ټيټ غږ تر غوږو شو، چې ګړکۍ ته مې وروکتل، داول ګل مور وه:
ـ … پرې يې نږدې وړکی مړکوي…
اول ګل همغسې زور کاوه، دکور پر لور مې ټېل واهه او په غوسه مې ترې وپوښتل:
ـ څه يې کړي چې دومره ورته په غوسه يې، وژنې خو به يې نه؟
هغه په نيولې ساه زياته ګړه:
ـ دا ناولی دمرګ لايق دی، دمرګ! مور غريبي مو يو څو روپۍ ټولي کړې وې، پرون دی د نر بچی پسې ورغلی، د صندوق قوضه يې ايستلې، ټولې پيسې يې ترې وړي. دايې څوم وار دی، چې دچرسو پيسې ورسره خلاسې شي؛ نو په کور کې په يوه شي ورغوټه کړي، مخکې خو نه وم خبر، اوس مې مور خبر کړم، چې دغه وړکې خو ټول کور يووړ….
* * *
سهار چې له کوره ووتم، يوه ښځه مې وليده، چې له جومات نه راووته، چې رانږدې شوه د اول ګل مور وه،  ورته ومې ويل:
ـ ترورې په جومات کې دې څه کول ؟
کوزه راته ونيوه :
ـ زمرک بيګا داول ګل له ډاره په جومات کې شپه وه، وختي مې د اوداسه لپاره تودې اوبه وروړې، هغه ډېر سړيچن دی، ما وې که په سړو اوبو اودس وکړي رنځور به شي.
پای


درد

(لنډه کیسه) لیکوال/محمد خالص ادیب

کله  چې د پرستارې په نازکو سپینو جامو کې سینو او غوښنو اندامونو  یې د په قدم اخیستلو سره حرکت کولو، د افتخار درد مرد هېر شو، همداسې یې سترګې په کې ګنډلې پاتې وې، دې یې لوستوڼی ور پورته کړ، په تور تیکه یې مټه ور وتړله، پېچکاري یې را واخیسته، نازک لاس یې د افتخار په مړوند کېښود، سپینه پخته یې ورباندې څو ځله کش کړه،شنه رګونه ښکاره شول ، د پېکارۍ ستن یې ور نږدې کړه، افتخار  خوله کږه ونیوله، پرستاره خندنۍ شوه، دې ده په زړه کې را تېر شول:

  • وکاږه وکاږه مارې وژلي دې یو…

افتخار په کټ کې پروت و، پرستاره ورڅخه ولاړه، څه کم نیم ساعت وروسته یې معاینات ورکړل زیاته یې کړه:

  • ولاړه شه د ملا عکسونه دې بل منزل کې واخله

دی په کټ  کې ځان راټول کړ، ورمېږ یې یو او بلې خواته قات کړو، ارګمی یې ویست، د چپ لاس په څټ یې سترګې وموښلې،   یوه شېبه غلی و، پرستارې ورڅخه وپوښتل:

  • څنګه زړه دې سستیا کوي؟!

افتخار د  سر په خوځولو سره د “نه” اشاره ورته وکړه، څپلۍ یې پښو کړې، له دروازې راووتلو،  بیا یې نرسې ته ور وکتل ، دې ټکری سم کړ، د بوټونو ټک ټک یې په دهلیز کې چوپتیا ماته کړه، په رېسفشن  کې یې کمپیوټر ته په ناست ځوان غږ وکړ:

  • له دغه ناروغ سره کمک شه فکر کوم نشي تللی

افتخار کله چې له پرستارې څخه پنا شو، ځوان ته یې ورو وویل:

  • مننه ورځه زه خپله ځم

په ذهن کې یې د هغې پرستارې ښکلا تاوېده را تاوېده او مهربانۍ ته یې حیران و.(پای)


د شګې ګوزار

(لنډه کیسه)لیکوال: نورالله غازي

دواړه پر پالنګ پراته وو، میړه مې خوږې او مینه ناکې خبرې راته کولې، د عطرو خوږ وږم ترې پورته کیدو، دا لومړی ځل و چې له یو سړي سره دومره نږدې څملاستم، هغه مې په وجود ورو ورو لاسونه وهل، زه سخته شرمیدم، کله کله به مې په خندا د هغه د شوخو لاسونه مخه نیوله، خو د هغه لاسونه ډېر ځواکمن وو. کله کله به مې زړه وغوښتل، چې زه هم لاس ورواچوم،
خو بیا به وویریدم، زړه کې به راوکرځیدل، چې میړه به مې وایي، دا څومره بې شرمه ده!
ما بس یوازې د ده د ځواکمنو لاسونو ناکامه دفاع کوله، خو نور مې زړه له مینې او جذبې نه ویلی کېدو، زړه کې به راولویدل، هسې نه کوم غیر ارادي خبره او یا کار رانه وشي…. خو بیا له ځانه سره ووايم:
ـ واووی! څومره شرم!!
رښتیا چې کله مې میړه کوټې ته راننوت، زه غلې په کونجه کې ناسته وم، ملګرو زرلښتې او غومچې راته ويلي وو، چې میړه دې راننوزي، ته ټوخی پرې وړاندې کړه، بیا به دې په ده باندې سېر لپاسه وي، خو چې هغه راننوت، ټوخی خو یووارې رانه هېر شو، چې ټول وجود مې لړزې واخیستو. هغه راغی، ټیکری یې زما له سره کش کړ، ما ځان ټول سره ونیو او دواړه لاسونه مې مخ ته ونیول.
هغه راته وویل:
ـ پورته شه، لمونځ دې زده دی؟
ماته خندا راغله، زړه کې مې وویل، داسې کاپیره یې راوستلې یم…
ده څو وارې راته وویل:
ـ پورته شه لمونځ تېر کړه، ثواب دی…. لنډه یې دا چې اول یې کلمه راباندې تیره کړه، وروسته مې لمونځ ورو ورو ورته ووایه، کیدای شي، زما لمونځ به ډېر ځايه غلطي لرله، خو ده یوه غلطي هم راته ونښوده، یا کیدای شي، د ده به هم ښه نه و زده، خو خپل بول یې سر ته رساوه.
له دې وروسته یې له لاسه ونيولم او دواړه د خوب تخت کې پرېوتو.
په تخت کې د لاس اچولو تر څنګ یې راته دا هم رازده کول، چې په کور کې یې له مور، پلار او وروڼو سره څه رقم چلند وکړم، د هغوی ځینې خویونه یې هم راته ښودل…
اخېر مې میړه راته کیسه شورو کړه، راته ویې ویل:
ـ زه چې لومړی ځوان شوم، د حاجي ملا ګل لور مې خوښه وه، یوه ورځ له نورو جینکیو سره پټيو ته روانه وه، کشري یې په سر وو، هغې چې زه وليدم، ځان یې له نورو جینکیو شاته کړ، زه چې ورنږدې شوم، ګورم چې د ټیکري دواړه پلوونه یې په لاس کې نیولي او بیا یې کشری نیولی دی، ټټر یې نه و پټ کړی، ما چې یې ټټر ولید، پيريانو ورته ونیوم، ناڅاپه مې لاس ورواچوه، نږدې و، چې کشری ترې غورځېدلی وای، په ورو غږ یې سختې کنځا راته وکړې:
ـ د سپي بچییه…! اوس به مې ټولې جینکۍ په سیل وې…يوه کیسه هغه ده چې کله پاکستان کې مهاجر وو، هلته مې یوې جلکۍ سره د یارۍ تار و، چې کله دوبۍ ته لاړم، خدای دې مافي راته وکړي، هلته رانه دوه وارې زنا شوې، هغه هم نورو وړکو له ځان سره بوتلم، نور د شیطان غوږونه کاڼه لرې او چې کله مې له تا سره کوژده وکړه، له دې کارونو نه مې توبه وویسته. له دې کیسو وروسته یې زما له شونډو کلکه مچه واخيسته او بیا یې راته وویل:
ـ دا کيسې مې ځکه درته وکړې، چې نور به دا کارونه نه کوم، نور به مې ټوله مینه له تا سره وي…
بیا یې ما ته په خوږه ژبه وویل:
ـ ښه په ما خو دې ټول رازونه وویل، اوس ته ووایه، ګوره زړه کې به خبرې نه پټوو، دواړه باید یو بل ته سپین زړه وو، هیڅ خبره باید له یو بل نه پټه نه کړو….
ما ورته وويل:
ـ ما به نو څه کړي وي، زما مور خو دومره ترخه ښځه وه، چې لږه کږه یې لیدلې وای، پښې یې راباندې ماتولې…
میړه مې چې ډېره غټه باډي یې لرله، په غېږه کې ټينګه کړم، دومره سخته یې ټینګه کړم، چې پښتیو مې درد وکړ.
زړه کې مې وویل، زرينې! ښه له پيل سره خو واوښتې، په خدای د اتياوو کالو عمر دې څلوېښتو ته راولي…
بیا یې په خوږه راته وویل:
ـ  نو دا خو هیڅ امکان نه لري، چې په دومره وخت کې دې هیڅوک هم په زړه کې نه وي راغلی….
زه غلې شوم، زموږ پاکستانی ګاونډی یعقوب مې راپه زړه شو، د سپي زوی ښکلی هلک و، په بل ځای کې یې مکتب ویلو، خو چې را به غی، ويښته به یې ښکلي جوړ کړي وو، د مخې پیچکه اوږده، شا او څنګونو ته کم، زېړرنګه کالیو کې ډېر ښکلی ښکاریدو، خو دومره مغرور هلک و، چې لس واره به مې له کړکۍ نه په شګه ویشتی وي، دی یې په کیسه کې هم نه و شوی، شپې به هم د ده له خیالونو سره لوبیدم او ویدیدم…چې کله به یې مور له موږ کره راغله او د یعقوب کیسې به یې کولې، نیمه به ورسره ستریدمم، خو اخیر مې دی هم تر خپل ښایست لاندې راوست، چې له کوره به وتو، یو ځل به یې ضرور ټوخل، زه به په کومه پلمه کړکۍ کې ورښکاره شوم، یو بل ته به مو په سترګو کې غېږې سره ورکړې، یوه خوږه موسکا به مو سره وکړه. بس زما په ټول عمر کې همدا مینه وه، وروسته مو کډه له کوهاټ نه خپل کلي ته راوړه، د یعقوب یاد تر ډېره راسره مل و، په ډېرو هلکانو پسې مې ولیدل، خو یو هم د یعقوب غوندې نه و، اخېر مې پلار همدې سړي ته ورکړم، چې اوس مې په وجود لاس وهي، چې ورته ګورم، له ما نه غټ ښکاري ورمېږ یې په سر پورې نښتی دی، پلن مخ او غټه پوزه لري، خو چې سم ورته ځېر نه شې بد نه ښکاري ….
د میړه دروند لاس مې پر وجود حس کړ، سړې پلیشې مې په وجود کې تیرې شوې، بیا یې راته وويل:
ـ که راته ودې نه ویل ته پوه شه او خدای قران! زما نه نږدې رازداره خو دې هیڅوک هم نشته…..
د ښځو زړه له ډېرو رازونو ډک وي، چې پر ډېرو یې یوازې خدای پوی دی… خو دا عجيبه شپه وه، مینه مې په زړه کې داسې په څپو وه، چې ټول رازونه مې لکه خلي او خس د زړه په سر ولاړ وو، که هر څومره پټ راز هم وای په دغه شپه به مې ورته ویلی و، نو ورو مې ورته وویل:
ـ له تا نه به یې ولې پټوم، موږ چې په کوهاټ کې پراته وو، هلته یو پاکستانی هلک و، نرۍ ځواني یې وه، هغه مې خوښ شوی و….
میړه مې زر راته وویل:
ـ یوازې خوښ شوی دې و او که….
ـ نه نور به مې څه کړي وي، یو ځل زموږ د ورسۍ لاندې روان و، په وړه شګه مې ویشتی و…
میړه مې بیا راته وویل:
ـ په څه دې خوښ و؟
ورته ومې ويل:
ـ ښکلی و او ويښته به یې ډېر ښکلي جوړول…
په دې وخت کې مې د ده ټنډې ته پام شو چې تر نیمایي لغړه شوې ده.
د میړه مې د لاسونو حرکتونو ورو شول او اخیر یې راته وویل:
ـ زه هم ستړی یم، ته به هم ستړې وې، خوب به وګړو …

زړه مې یو ډول انديښنې لاندې کړ، لکه یوه ستره تیروتنه چې رانه شوي وي، د نه بښلو تیروتنه…
خپل سپین زړه توب ته مې غوسه راتله. وروسته زه ورو پسې ورنږدې شوم، ځان مې پسې سوغړاوه، خو هغه به له دې سره اوږده اسویلي کاږل، ناڅاپه مې د بختې ترور خبره رایاده شوه، هغې نورو ښځو ته کیسه کوله، چې په اوله شپه میړه ځان راته په ټګۍ کړی و، زه یې مالومولم، چې روږدې شوې او یا یې نور سړي ليدلي که نه؟ نو دستي مې ځان غلی ونیو، ما ویل اوس به فکر وکړي، چې ښځې مې  سړي خوند لیدلی دی، اوس یې صبر نه کېږي.
په دوهمه شپه بیا ناوخته راغی، ځان یې ناروغ واچاوه، شله تیکه پروت و، د اولې شپې په شان یې لاسونو شوخي نه کوله، سهار وختي یې سر ووینځه او له کوټې ووت.
دریمه شپه چې بیا ناوخته راغی، په خندا مې یې هرکلی وکړ،  د شیدو چايو ترموز چې له مخکې راته ایښودل شوی و، راواخیست، پیاله مې ورته ډکه کړه، میوه او کیک مې ورته راواخيستل،  زر زر یې وخوړل، نور تر کټه لاړ، ماته هغه لنډۍ راپه زړه شوه چې وایي: مړۍ دې وخوړه څملې
په زړه دې نیشته د شیرین جانان غمونه.
زه هم پالنګ ته وروختم، ده مخ بلې خواته اړولی و، شاته لکه مچۍ پسې ښخه شوم، سرې شونډې مې غټ ورمېږ ته وروړې، پر ورمېږ یې د شونډو سور چاپ سهار هم ښکاریدو. اخیر رانه په عذاب شو، پاڅیدو، په غوسه یې راته وکتل:
ـ لکه چې ښه اور درکې بل دی….؟
له دې خبرې سره مې په وجود کې له سره تر پښو د اور لمبه تیره شوه، ژړا مې نوره راتم نکړای شوه، سلګۍ مې پورته شوې، ورو مې وویل:
ـ ولې داسې راسره کوې؟ څه مې کړي، ګونا مې څه ده….؟
ده نور ځان ویده واچاوه تیزې خرا به یې کله کله وویرولم….، ما تر سهاره خوب ونه کړ، سهار وختي چې دی ووتو، مخ مې ایېنې کې ولید، سترګې مې پړسیدلې ښکاریدې… میړه مې شپږ اوه ورځې په همدې ډول راسره تېرې کړې، په اومه ورځ لاړو پاکستان ته، چا ته یې ویلي وو، چې ناروغ یم، د ځان علاج کوم، خو څه وخت وروسته خبره شوم چې سړی دوبۍ ته رسیدلی، نور مې نو د ناوېتوب خوندونه لاړل، ښایسته جامې سینګار دا مې هر څه شاته وغورځول، بس د زړه د غوښو خوړل مې په برخه شول…خبرو لکه تور ماران سرونه راپورته کړل، چا ویل: سړي به مریضي لرله، چا به ویل، ښځه کې به یې کوم مشکل و….، له چا سره مې ناستی او خبرې نشوای کولی، سخته شرمیدم، پر یعقوب مې د شګې ګوزار پر میړه لکه د توپ ګوزار لګيدلی و.

که به په کلي کې واده او یا کومې ښې او بدې ته لاړم،  ښځو به ماته لیدل، د ښځو سترګې داسې راته ښکاریدې لکه په ځنګله کې چې یوازې وم او ګڼو لیوانو خولې راته وازې کړي وي. که به څوک په خپلو منځونو کې سره وپسیدل، زما به اندیښنه وه، چې له ما نه به کومه خبره کوي، دې کارونو مې له وجود نه غوښې او ښایست ورو ورو خوړل، له ورځې نه بلې ته ډنګریدم او بدرنګیدم….
په دې کې پينځه کاله ووتل، د میړه په راز مې هیڅوک هم نه پوهیدل، چې ولې داسې ناڅاپه لاړو؟ د پینځو کالونو وروسته یې یو ملګري ته ویلي وو، چې په دې شرط کور ته ځم چې بل واده راته وکړي!
له دې خبرې سره ټولو بد حال وکړ، پلار او وروڼه یې غوسه وو، چې ځوانه ښځه یې په کور کې ناسته ده، بله ولې ورته وکړو، دا چې پر کور یې پیسې هم بندې کړې او غږیدا هم، نو پلار یې مجبور شو، د ده په خوښه یې واده ورته وکړ. میړه مې په یو کال کې د واده ټولې پیسې ورته راولېږلې، یو کال وروسته چې واده تیار شو، میړه مې کور ته راغی، نه مې ستړې مشې ورکړه، نه زما کوټې ته راغی، یوه ورځ مې راونيو، په زور مې کوټې ته راننویست، په پښو کې ورته وغورځیدم، په ژړا او سلکیو مې ورته وویل:
ـ نور خو دې هر څه راباندې وکړل، خو خدای قران ته وکسه، چې ما بدنامه نه کړې، زه به ستا په ژوند کې هیڅ خلل جوړ نه کړم، د یوې مزدورې غوندې به دې کور کې ووسېږم، خو ته به ما نه تورنوې، زما هغه د اولې شپې راز به چا ته نه وایې…. میړه مې لکه بُت غلی راته ولاړ و، هیڅ یې هم نه ویل او اخېر له کوټې ووت.
میړه مې چې له نوې ښځې سره لومړۍ شپه وه، زړه مې درزدو، چې هسې نه له دې نه کومه خبره راوباسي، خو بیا مې زړه کې وویل، يوازې زه سپینزړې وم، نورې ښځې زما غوندې خرې او بې عقلې نه دي.
د ټولو اړیکې راسره خړې شوې، چې مور مې ژوندۍ وه، وروڼه مې یو څه ښه وو، خو د مور له مړینې وروسته هغوی هم لاس رانه واخيست. د بنې مې لومړی سر په سر دوه زامن پیدا شول، له زامنو وروسته یوه لور. د لور له پيدا کیدو وروسته مې د بنې پر زړه رحم ننوت، اړیکې یې راسره ښې شوې، زړه یې راباندې بدیدو، اخیر یې راسره کلکه وعده وکړه:
ـ که دا وار خدای زوی راکړ، تاته به یې درکوم!
د خدای کارونه وو، د بنې مې اولاد په نس شو او د خدای کارو ته کسه، خدای زوی ورکړ، دستي یې راته وویل، چې دا زوی تاته مبارک شه! او راته ویې ويل،  چې نوم هم ته پرې کېږده!
ماشوم ډېر ښکلی و، ومې ویل:
ـ دا ښکلی زوی مې یعقوب بولئ!
د یعقوب پالنې ته مې ډېره په مینه او ناز مټې رابډوهلې.
اوس دادی یعقوب مې د پینځو کلونو دی، میاشت کې یې یو ځلې سلیمانۍ ته لیږم، چې ښکلي ويښته پرې جوړ کړي، له مخې پیچکه یې اوږده، شا او څنګونو ته کم، درې جوړې مې زېړرنګه کالي ورته کړي دي، یوه جوړه یې سمه نه وي خیرنه کړي، بیا مې بله ترې بدله کړي وي.
اوس خوشاله یم، لکه خدای چې د خوبونو یعقوب راکړی وي، اوس په کوټه کې یوازې نه یم، یعقوب لکه ټوله دنیاګۍ راسره ویده وي.


زوی ته د زنداني ډالۍ

(لنډه کيسه)
ـ ـ ـ ـ ـ
ليکوال:نورالله غازي
ــــــــ
له څه باندې یو کال وروسته لومړی ځل و، چې خالد د پلار لیدو لپاره زندان ته راتلو. چې پلار یې ونيول شو، تر یو کاله پورې یې د ده څيره څه چې خبرې هم وانوریدلې، درې میاشتې وړاندې یې چې پلار د امنیت له توقیف ځایه پلچرخي زندان ته راوړل شو، څو ځلې په ټليفون ورسره غږیدلی و.
نو اوس یې د پلار لیدو ته سخته تلوسه وه او بل یې پلار په ټلیفون ورته ویلي وو، چې ستا لپاره مې ډېر ښایسته شی جوړ کړی دی، ده که هر څومره ورته ویلي وو، چې څه رقم شی دې راته جوړ کړی دی؟
خو پلار یې ورته ویلي وو، چې کله راغلې بیا به یې پخپله وګورې!
نو د پلار د لیدو تر څنګ یې دې شي ته هم سخته تلوسه وه. خالد د خپل نيکه سره راغلی و، دی په نوبت کې د ګڼو خلکو په مینځ کې د خپل نیکه شاته ولاړ و، ده چې خلکو ته لیدل، ډېری یې پښتانه مالومیدل، چا لونګۍ وهلې وې، چا سپینې خولې پر سر وې او چا هم خړ پکولونه… ځینو د ده په څېر قندهارۍ خولۍ هم پر سر وې، د ځان په څېر لس کلن هلکان یې هم ولیدل، چې له خپلو مشرانو سره په انتظار ولاړ وو. خالد به پر قندهارۍ خولۍ له پاسه سپين دسمال اچاوه، دا یې د مدرسې لباس و، خو اوس یې په عام لباس هم بدل شوی و، نو ځکه خو به خلکو قاري صيب باله. ده شپږ سیپاري حفظ کړی و، تر دریم صنفه یې مکتب هم ویلی و، خو وروسته مولوي صيب ورته ویلي وو، چې مکتب پریږدي، چې بیا حفظ سم نشي کولی.
دوه ساعته وشول، چې خالد او نیکه یې په دې بیرو بار کې ولاړ وو، لږ لږ به د ګڼو خلکو د کتار په منځ کې مخکې تلل، له نیکه سره یې د مڼو یوه منۍ خلته وه او له ده سره په خلته کې یوه وریته شوې چرګه او څو د نانوایۍ ډوډۍ وې، کله کله به د وریتې شوې چرګې د مسلې خوږ بوی د ده خوار زړه سره وسوریه.
نيکه یې څو ځلې مخکې هم د پلار لیدو ته راغلی و، خو پلچرخي زندان ته د دواړو د راتګ لومړی ځل و.
خالد د خپل پلار په اړه سوچ کاوه، ده خپل پلار داسې په ياد و، چې اوږده ويښتان یې درلودل، سره پرې(کندهارۍ) خولې به یې پرسروله، ډېر وخت به په کور کې نه و، وخت ناوخته به کور ته راتلو، کله کله به یې ژمی په پاکستان کې تیراوه. چې کور ته به راغی، د خالد مور به ډېره خوشاله مالومیده، چې په کور کې به نه و، مور به یې له هر لمانځه وروسته ژړل او لپه لاسونه به یې مخ ته نیولي وو.
د ده ذهن کې هغه صحنه اوس هم ژوندۍ وه او هیڅ یې نه هیریده، چې له یو لوی غړمب سره د سړک له پولچک سره يوه تیزه ځغلیدونکې رینجره په تورو لوخړو کې پټه شوه، ماشومان ویریدلي له ده سره د کورونو پر لور منډې کړې، دی چې کور ته ننوت، پر مور یې سترګې ولګیدې، چې خواشیني ښکاريده، د کور نورو غړو له کړکۍ نه سړک ته ورلیدل… څو ساعته وروسته ټول موټر او امنیتي ځواکونه له سیمې واپس شول، خو په کلي کې اوازه شوه، چې حکومتي ځواکونو څو کسان نیولي او له ځانه سره یې بوولي دي. ماښام مالومه شوه، چې په نیول شوو کسانو کې یې پلار هم دی او له ځینو کلیوالو یې اوريدلي وو، چې د ده له پلار سره یې ریموټ هم نیولی دی. شپې یې مور ژړل او بد حال یې کاوه، دی په ویاړ ورته ووایي، چې خلکو ویل په رینجره کې درې کسه پولیس سخت زخمیان شوي وو…
مور یې په ژړا کې ځواب ورکړ:
ـ هغوی به هم ښځې لري، ماشومان او مور و پلار به لري، په موږ څه حال دی، خو په دوی به هم همدا حال وي….
خالد د نیکه په غوسه ناک غږ له سوچونو راووت:
ـ ښځه یې له دې اوکمته سره … خو څو کسان ورته ودروئ، چې زر زر تلاشي وکړي….
په خوا کې یو ځوان مخ ورته راواړوه:
ـ ماما! پولیس هم ګرم نه دي، هر کله له څو کسانو نه چرس و پوډر راباسي …
نیکه یې له څو کسانو نه پوښتنې وکړې، چې پر بندي یې څو کاله قید ختلی دی، چا ورته شپاړس… کاله ښودل او چا هم شل… کاله، د ده په زوی چې هر څومره قید ختلی و، چا ته یې حال نه وایه، په کور کې به یې ویل چې راخلاصېږي، خو نور سخت خواشینی ښکاریدو.
له دوه دوه نیم ساعته وروسته خالد او نيکه یې له تلاشۍ خلاص شول او له بیروباره راووتل. د خالد د زړه درزا په زیاتېدو شوه، چې له یو نیم کال وروسته به له خپل پلار سره ګورم او پلار به راته هغه ښایسته شی راکوي. دوی چې د بلاک پر دروازه ورننوتل، د جال تر شا یې ګڼ بنديان ولیدل، چې د خپلو خپلوانو په انتظار ولاړ دي، د جال له دروازې چې ورننوتل، یو کس یې نیکه ته کلکه غېږه ورکړه، تر ډیره یې یو بل په غېږو کې سره نیولي وو، خالد ته دواړه له شا ښکاریدل، چې کله سره جلا شول، نيکه یې سترګې په څادر پاکوالې. خالد ژړانده سړي ته په ځیر  او حیرانتیا وکتل، د پلار یې ږیره نوره هم اوږده شوې وه، خو د پخوا غوندې تورې او اوږدې څڼې یې نه درلودې، لویې څڼې یې په وړو ويښتو بدلې شوې وې، چې سپینه خولۍ یې پرې په سر وه، له پخوا نه ډېر ډنګر او عاجز ورښکاره شو، د پخوا په شان غرور یې په څیره کې نه بریښیده.  ژر ورغی ټینګه غېږه یې ورکړه…
وروسته درې واړه همداسې لاس په لاس تر خپل منزل او رینګه روان شول. خالد د زندان تورو دیوالونو ته لیدل، یو نیم ليکل به یې هم لوستل: (زنده باد امارت اسلامي، عملیات خندق….) د پلار سره د هغه د اوسیدو رينګ (دهلېز) ته ورننوتل، ټولو بندیانو ګرمه ستړې مشې ورسره کوله…
له لږې ناستې وروسته د خالد زړه صبر ونه کړ او پلار ته یې وویل:
ـ تا تلیپون کې راته ویلي وو، چې شی مې درته جوړ کړی دی،  هغه کوم دی؟
پلار یې یوې کوټنۍ غوندې ځای ته ننوت، چې ګڼې کڅوړې پکې راځړیدې، چې راووت، په دواړو لاسونو کې یې خورا په ویاړ هغه شی نیولی و، خالد پرې ورمنډه کړه:
ـ واه! څومره ښکلې رینجره!
پلار یې لاندې بټن ووهله په رینجره کې ګروپونه پړک و پړوک شورو کړ، بیا یې وويل:
ـ په دې مې بسته یوه نیمه میاشت خواري کړې….
خالد چې له شنو مریو جوړ موټر ته یې په خوښۍ کتل، وویل:
ـ دا خو دې هماغسې رینجره راته جوړه کړې ده، لکه زموږ د کلي له پولچک سره چې په بم والوته.


مال

لیکوال: عمر اندېش

زما لاس يې لاس کې وو، لږ يې زما لاس پورته کړ او لږه هغه راټټه شوه د سترګو په رپ کې يې زما لاس ښکل کړ، ما یوې او بلې خواته وکتل چې د چا به راپام نه وي، خو زموږ د دفتر مخې ته څوک نه ښکارېدل، الیا زما ټوله نړۍ وه غوښتل مو یو بل سره واده وکړو، ويې ویل:

ـ ګرانه نن شپه به بیا هم د تېر په څېر ستا مېسج ځواب نشم کړای، د عمه کره ځم، د عمه لور کلیزه ده، لاړه شم؟

ـ هو ګرانې لاړه شه، انجوای که

ـ ته خو به خفه کېږې؟

ـ زه خفه کېږم نه، خوشاله وم ځکه چې ته خوشاله وې

ـ سمه ده تر سبا ښه وخت

ـ ښه وخت، پام کوه

نن شپه به بیا د  تلویزون چینلې اړوم راړوم ځکه هغه بیا نشته، ناست وم، سترګې مې تلویزون کې وې، خو د تلویزون پرځای راته الیا ښکارېده، د خپل واده پلانونه مې جوړول، نن مې له مور سره وعده چې د الیا انځور ورلېږم، زه د مور یواځنی زوی یم، هغه زما واده ته له کلونو انتظار وه، ما تل منع کوله خو اوس مې ورته ویلی و چې جلۍ مې خوښه شوي وه، کوټه کې د تل په څېر تنها وم، ور وټکېدو او زه يې له هغې ښکلې نړۍ راوویستم، خلاص مې کړ، اخ حیران یې کړم نوید په دې نوخته څنګه راغلو.

ـ هلکه څنګه راغلې!؟

ـ بچېش ته مې یادېدې

ـ ځه لوده، یادېدم دې، ډوډۍ دې خوړلي!

ـ هو، ډوډۍ مې دفتر کې وخوړه

ـ ښه څه خبره دي؟

ـ هېڅ نشته، ځه او ته چرته ځو!

ـ چرته؟

ـ بس ته راځه، خپله به پوه شې

ـ نه ووایه، هسې نه ځم درمالوم یم

موبائل ته يې لاس کړ، د یوه کس عکس يې راښکاره کړ، توره ږیره يې وه، څو سپين ويښتان هم ورکې ښکارېدل، ورته ومې کتل، سترګې يې یروونکي وې، مخ يې بې نوره و.

ـ څوک دی؟

ـ مال ولا دی بچېش

ـ د څه مال؟

ـ هاها

ـ ولې خاندې؟

موبائل يې راوړاندې کړ، نن شپه دا مال لري، د موبائل پر ګیلرۍ يې کلیک وکړ، یو عکس يې د جلۍ را ښکاره کړ، په غوسه مې نوید ته وکتل، فکر يې وکړ، دا مې خوښ نشو، دوهم او دریم عکس هم ښکار کړ.

ـ نویده دا څه رېشخند وهې؟

ـ ها واخله دا بل وګوره؟

نوید ته مې وکتل، له ده مې داسې توقع نه وه لاسونه مې له غوسې لړزېدل، ما داغسې کتل نوید مې موبائل سترګو ته ونیو

ـ دا نو سم مال دی

موبائل مې د سترګو په وړاندې شو، غوښتل مې موبائل پر دیوال وولم، خو لاس او پښې مې کار پرېښود، موبائل ته بیا زیر شوم، سترګې مې پټې کړې ما وېل که د مینې زور دومره شو چې د بل چا پرځای خپله الیا وینم، بیا مې وکتل د نوید پر موبائل د الیا انځور و. اخخ خدایه دا څه وینم زما سپيڅلي الیا!

نوید وخندل

ـ څنګه يې ګورې لکه خوند يې درکړ؟

 خو په ما کې د څه ویلو توان نه وو…


ورکه
لنډه کیسه
عابدلویال

له دفتره چې را وتلو جمال  مخ را واړاوه نن باید زر اطاق ته ځان ورسوو
کوم ځواب مي ورنه کړ
راته ویې کتل
تا ته مي وویل
سمه ده درځه
ښه خو یې
هو،
څه راباندې شوې
خو زه درته مخاطب یم او ته راګورې هم نه
مخامخ یې هغه چاته وکتل چې زه یې له څو شېبو په ننداره وم
ښه نو دا کیسه ده
هو ته یې نه وینې له کومه وخته یې سترګې را په کې ګنډلې
کېدای شي څوک خپل دي وي
نه زه په کابل کې خپلوان نه لرم
ښه نو اوس
درځه پسې
چېرته
چې چېرته دا ځي
نو څه یې کوې د ښار نجونه دي هسې نه ټوکو ته یې زړه شوی وي
که هر څه دي ځو پسې
سړک ته را وختو موږ د سړک کیڼ اړخ او هغه په ښي اړخ روانه وه
په وار وار به یې راکتل شین کمیس ډوله شټ یې اغوستی و چې تر ځنګنو پوري په کې پټه وه تنګ پتلون یې اغوستی و
تور ټيکری يې په تورو اوږدو زلفو پروت و او توري غټي سترګي یې له ورا مالومېدې
جمال که څه هم ډېر ستړی و خو تر شا راپسې روان و کور یې ودان هرڅه یې زما له پاره زغمل هغه د ټیکسي تم خای ته ور وګرځېده او د ټیکسي له ډرېور سره په خبرو بوخته وه خو سترګې یې په ما کې ښخې وې د دروازې په لاستي پسې یې لاس یوې او بلي خواته واهه ټیکسي ولا ورته وویل
خواهرک!
دستګير دروازه پايان است مګر شما خو د اينه يي موتر دست مېزني چي ګف است خيرت خو است ؟
هغې ډرېور ته وکتل او په عاجزه خوله يې وويل
ببخش بيادر
وروسته ټیکسي ته ور وخته په سایډ شیشه کې یې راته وکتل  سر یې د مثبت په علامه وښوراوه
موږ هم  یوې ټیکسي ته وختو او ډرېور ته مي وویل په دا مخامخ ټیکسي پسې درځه تر نیم ساعت مزل وروسته په کومه ټیکسي پسې چې موږ روان و هغه ودرېده ما هم ډرېور ته د درېدلو وویل او راکوز شوو ترې
ملګري مي را ته وویل په بلا به واوړو راځه چې بیرته وګرځو اوس لا  پیل  دی
ورته ومي ویل
ته که ځې ولاړ شه
ماپرېږده
زما فکر او حواس ټول دهغې پخوا و ما لیدله او هغې هم لیدلم چې بس راغی  هغه ور وخته موږ هم زر ور منډه کړه او بس ته ورختو په بس کې يوا ځي یوه چوکۍ خالي وه ملګری مي په چوکۍ کښېناست او زه ودرېدم څو څو ځله مي ور وکتل خو هغې لا هغسې را ته کتل  ټس شو پر اوږه مي چا لاس کېښود سخت ټکان مي وخوړو لکه کومه لویه حادثه چې وشي شاته مي ور وکتل کلېنر ولاړ و
په دري ژبه یې راته وویل
وروره چېرته ځې
ب ب بس بس چېرته ځي
په غریونیولي ژغ مي ورته وویل
ما د پنجشېر مریم
وبخښه
غلط بس ته را ختلی یم بس ودروه د بس له څنګه چې راتېرېدو هغې د خداپاماني په توګه لاس وښوراوه ما هم ورته وخندل او مخ مي ترې را تېر شوم
ډېره زر دي ماتي وخوړه
جمال راته وویل
هو په خدای
ولي نه ورسره ولاړې
نه پوهېږم
خپل اطاق ته راغلو
اوږد وغځېدم تر ډېره په سوچونو کې غرق وم
جمال په خواږه خوب ویده و زه بیرته هغه ځای ته راغلم له کوم سینګارتون نه چې هغه را وتلې وه
په وره کې یې ودرېدم
زړه نا زړه وم له ځان سره مي فکر وکړ څنګه ترې پوښتنه وکړم
خو هغې وار د مخه کړ
وروره کوم څه دي غوښتل
نه نه یوه پوښتنه مي کوله
هغه په دوه بجې چې ستا له سینګارتون نه کومه جینۍ ووته هغه
هغه شین شټ او تور ټیکري والا هغه د کوم ځای ده؟
ولې؟
ته یې څه کوې
په غصه یې را وکتل
خو هغې ماته …….
ښه ښه داسي ووایه
نوم یې پروین دی
دلته کله کله راځي کور یې په  پنجشېر کې دی خو که بیا راغله زه څه ورته ووایم چې څوک درپسې راغلی و
د یوې شېبې له پاره حیران شوم
او بیا مي ورته وویل
زما نوم میوند دی
ورته ووایه هغه د تورو کالو نری جګ هلک توري عینکې چې یې په سترګو وې
ښه سمه ده
دا یې راته وویل او زه هم ترې روان شوم
له هغې ورځې وروسته به د ورځې دوه درې واره خامخا د پروین پوښتنې ته ورتلم
خو جواب به تل منفي و
کله کله خو به خپلې دغي هیلې ته د زیندۍ ورکولو هوډ وکړ خو نه کېده څه مي کړې وای
له ما ورکه شوې وه او هم داسي څه مي ورک کړي و چې باید مه وای شوي
یوه ورځ له د فتره په کوم کار پسې بهر را ووتم که څه هم ډېر ګړندی روان وم خو شپږم حس مي را ته وویل چې څوک راپسې دی او څاري مي
په یوه بهانه مي شاته ور وکتل همغه څوک و چې زه یې په لټه کې وم او شاید هغه به هم را پسې ګرځېده
ګامونه مي لږ سوکه کړل زړه او بدن مي سره ولړزېدل خو بیا مي هم ځان لږ په واک کې کړ او دومره ورو شوم چې پروین را نه مخکې شوه او زه ورپسې شوم هغه جلا ټیکسي ته وخته او زه جلا د بسونو اډې ته ور ننوتو ټکټ مي واخیست هغې شاید مخکې اخیستی و تر نیم ساعت اینتظار وروسته بس د پڼجشېر په لور روان شو
موبایل مي را ویست ملګري ته مي بیغام واستاوه چې پنجشېر ته روان شوم او موبایل مي پاور اف کړ
بس ډېر نوی نه و خو ګذاره یې کوله  زما یې له بس سره څه اخیست خو می نه یوازي تر پنجشېره په کې تلم هغه هم د پروین له پاره
په بس کې نوري ښځې هم وې پروین هم له هغوی سره ناسته وه زه دوه سیټه شاته ناست وم
د توکل پر خره سپور وم بې ارادې او بې تصمیمه پنجشېر ته روان وم
کله کله به مي پر څنګ مخ واړاوه او تر ښیښې به مي نظر ویست د کاینتانو ننداره به مي کوله خو ډېر فکر مي د پروین خواته و هغه هم ډېره ناارامه مالومېده کوشش یې کاوه چې په یو رقم ځان راباندې وویني خو بس له خلګو ډک و
دا چې زه تر اوسه پنجشېر ته نه وم تللی ناولده وم له ځان سره مي فکر کاوه څه وخت به رسېږو
دا نو اوس  کوم ځای دی
ډېر ناکراره وم صبر مي ونه کړ اخر می د څنګ له سپین ږیري د پنجشېر پوښتنه وکړه چې څه څومره لار لا پاته ده هغه غاړی تازه کړې ویل یې زیاته رسېدلي یو خو یو نا څاپه بس پر کیڼ لور کوږ سو د ښۍ خوا کسان ټول پر کیڼ لور ور ولوېدل بس پر یوه او بل خوا کېده استغفار کلیمې او د ژړا اوازونه و او بیا یو درب شو چې بیا به ځان نه وم خبر
ستر ګې مي نیمي خلاصي کړې سر مي سخت درد کاوه پښه مي ډېره درنه وه هیڅ مي خو ځولای نه شوه لاس مي په یو څه تکیه کړ او د پورته کېدو هڅه مي کوله د تېزه قدمونو اواز مي واور ېد لکه څوک چې منډه وهي اواز هم زما خواته ته راته کوم څوک راغی او بیرته یې څملولم  مخ مي ور واړاوه
نا ولده کس و ډاکټر به و یا به کمبوډر و
په ډېر ټیټ ژغ مي ورته وویل
زه چېري یم
په هسپتال کې
ولې
پښه دي لږ ږوبله ده هغه مي درته پلسټر کړه
جمال تر اوسه درته ناست و خوار ډېر سخت پرېشانه و
جمال زما ملګری جمال
هو
کوم دی
یو وار مي بیا د پورته کېدو هڅه وکړه
خو هغه بیرته څملولم  ته لږ په ارام شه رابه شي
ډاکټر لا نه و تللی چې جمال راغی مخ یې زما له مخ سره ولګاوه له سترګو یې اوښکې را ووتې
ترې ومي پوښتل
زه لکه چې ډېر ږوبل یم
نه نه دا د خوشالۍ اوښکې دي
د خوشالۍ هغه څنګه؟
ما ترې وپوښتل
جمال راته وویل کله چې له پېښي خبر شوم په یوه منډه مي ځان را ورساوه  کالي دي ټول په وینو سره و ما وېل خدا مکړه له لاسه مي ورکړې خو ډاکټر راته وویل چې ډېر نه دی ږوبل یواځي د سر پوستکی یې لږ پرې دی او ښۍ پښه یې ماته ده ما دي پلار ته هم ټیلفون کړی هغه به هم راشي
نرسه راغله ستن یې په مټ کې را ووهله جمال ته یې څه وویل خو ما سم نه واورېدو
سترګې مي سره ورغلې
جمال راغلی و زه یې هم را ویښ کړم په لاس کې یې د شودو ډک ګیلاس و زه یې را پورته کړم ملا ته یې بالشت را ته کېښود په واډ کې ډېر زوږ و نور هم ډېر زخمیان و له جمال سره په څنګ کې یو بل ځوان هم ناست و هغه د حادثې په اړه ورته  ږغېده بس تېز روان دی کله چې د مخ ټیر وځي نو دغه ځای کې موړ راځي ښي اړخ ته غر دی او کیڼ اړخ ته وړه خوړه د غره له لمنې سره سړک بیرته ګرځېدلی په همدغه ځای کې بس خوړې ته لوېدلی
مړه څومره دي
جمال ترې پوښتنه وکړه
تر اوسه نه دي مالوم خو ویل کېږي چې څلور ښځي او
د ښځو له نامه سره زما غوړپ په ستوني کې ونښت سا مي بنده غوندې شوه ډې مي وټوخل تېرې کړې شیدې مي هم قی کړې
دجمال زر را ولاړ شو کپړه یې را واخیسته خوله او کالي یې را پاک کړل دلاسه یې راکړه ته ځان په واک کې کړه هر څه به خدای خیر کړي
مخامخ پر دېوال ګړۍ را ټال وه
یوولس بجې وې په کې جمال ته زنګ راغی د موبایل سکرین ته یې وکتل او بیا یې ماته وکتل  له واډه ووت یو پاو ورسته مي پلار او کشر ورور د واډ په دروازه راننوتل پلار مي پښو ته ولاړ و چې زه یې ولیدم  پښه مي په غټ سپین پلسټر کې پټه وه په سر مي سپینه پټۍ تاو وه له سترګو یې غټې غټې اوښکې روانې وې هیڅ ږغ یې له خولې نه را وت لکه بې روحه جسم چې را ته ولاړ وي
خو ورور مي ټول واډ په نعرو اخیستی و هر چا موږ ته کتل ما د پلار پر مخ مي په لومړي ځل اوښکې ولیدې هغه هم زما له وجې دا حال مي نه شو زغملی او خپله ژړا مي هم ورسره شریکه کړه یو تریخ ساعت و تېر شو لږ زړا هم کراره شوه او اوښکې هم ودرېدې پلار مي جمال ته مخ ور واړاوه
جمال ورته وویل
هر څه به درته ووایم خو اوس نه
څو ورځې مو په هسپتال کې تېري کړې او بیا د خپل کور په خوا روان شو د مازیګر لمر په لوېدو و چې د کور پر دروازه له لکړو سره ورننوتم هلته هم یو وار بیا د واډ ساعت تکرار سو خو شکرونه یې په دې هم ایستل چې زه ورته ژوندی یم که څه هم پلار ته مي جمال درواغ ویلې و چې د دفتر په کار پسې تللی وم خو زه خپل وجدان ته ډېر ملامت وم  خپله کورنۍ راسره  ډېره غمجنه شوې وه د دفتر مشر هم له کاره ایستلی وم حق یې هم و  د کار په وخت کې بې اجازې ځیني تللی وم او باور مي بایللی و  میاشت وروسته د ولایت روغتون ته ورغلو  پلسټر یې خلاص کړ له لکړو سره به مي کله کله پر مځکه هم پښه لګوله څه موده په لکړو وګرځېدم او بیا مي هیسته وغورځولې او په تګ کې مي کوم تکلیف نه محسوساوه دری میاشتي می په کور پوره شوې ډېر سخت دېغ شوی وم یوه ورځ د جمال ټیلفون راغی له جوړ په خیر وروسته یې راته وویل سبا باید کابل ته ځان را ورسوې او خپله دنده دي پیل کړه
ډېر خوشاله شوم او مننه مي ترې وکړه ماسخوتن چې مو ډوډۍ وخوړه پلار ته مي د ټيلفون وویل پلار مي هم چې زما حالت یې لید نو رضامندي یې وښوده له خوشالۍ د شپې تر ډېره ویښ  وم سهار به خپل معشوق ښار کابل ته تلم  هغه کابل ته چې ماته یې د ژوند خواږه راکړي و مینه یې راکړې وه او ورتلم چې د خپلې ورکې میني په لټون یو ځل بیا یې به سړکونو سرګردانه وګرځم
خو خدای خبر ولي هر ځل د پروین له یادولو سره به مي به زړه بوج شو پر سر به مي چکر راته او سترګو ته به مي ناببره اوښکې راغلې خو د دې هرڅه باوجود به هم په زړه کې یوه ناکراره هیله ژوندۍ وه یوه لېوني امید به تل دا ډاډ راکاوه چې یو وخت به یې ومومم هم د دغه امید په زور مي له کورنۍ رخصت را واخیست تر شپږ ساعت مزله وروسته په اډه کې له بسه کوز شوم ټیکسي مي کرایه کړه او نېغ د دفتر مخې ته کوز شوم د دفتر دروازې ته لوی قلف لګېدلی و جمال ته مي ټیلفون وکړ هغه راته وویل د امنیتي ستونزو له کبله مو دفتر بدل کړی زه درځم تر څه ځتډ وروسته جمال د دفتر په موټر کې راغی او نوي دفتر ته یې یوړم  د دفتر مشر او نور ملګري ټول روغبړ ته را ووتو او د دووم ژوند مبارکي یې راکړه به یو څو ورځو کې بیرته خبل ژوند ته را وګرځېدم خو یوه شېبه مي هم پروین له زړه وته تل به توري غټي سترګې رایادېدلې یوه ورځ له جماله پټ هغه سینګارتون ته ورغلم چې پروین به ورته راتله ډېر یې تر مخ وګرځېدم خو پروین نه وه په کې په مات زړه بیرته راغلم په لاره کې مي له ځان سره فکر کاوه په هغو څلورو ښځو کې خو به پروین نه وي ممم……..
نه نه خو په بس کې تر څلورو ډېري ښځي وې خو که پروین مړه یا ژوندۍ وي څنګه به یې مالوموم
کله چې مي د اطاق خواته مخ را وګرځاوه یو چا تر لاس ونیولم مخ مي ور واړاوه جمال و ویې خندل ما ورته وویل ته
ویل هو ټوله لار درپسې وم خو ته دومره مدهوشه وې چې هیڅ دي لیدم نه خیر راځه هوټل ته چای به وڅښو او یوه اړینه خبر ده چې تاته یې باید وکړم
هوټل ته ولاړو چای مو څشلې جمال راته وویل
ګوره میونده مرګ حق دی د دنیا هر انسان مرګ منلی او ورته پړ دی زه دي وینم چې راغلی یې تر اوسه  په پروین پسې ګرځې خو ته نه خبر چې  پروین په هغه حادثه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ نور باید ته خپل ژوند ته پام وکړې او دا خبري نو د تل له پاره له زړه وباسه هرڅه چې و تیېر شو جمال راته نصیحت کاوه خو مایې خبرې نه شوای صحیح کولای زړه مي دروند شو پر سر مي چکر راغی نږدې و له چوکۍ لوېدلی وم خو څه خپله او څه جمال تکیه کړم دا اوبو څاڅکی یې مخ ته را وشیندل تر ډېره خاموشه ناست و د زړه دروند والی او د سر چکر می ختم شو له هوټله را ووتو.
پای


د زمانې لور

لنډه کیسه

کفیل نیازی

ګلرخ یې له څلورو زامنو وروسته پنځم اولاد وه مور او پلار یې خوښ وه چې خدای ورته لور ورکړه. څلور واړه وروڼه یې هم په د خوښ وه چې د یوې نیازبینې خور وروټه شول او د خور له نعمته خدای برخمن کړل. ګلرخ د ټول کور ښاپیرۍ وه ځکه چې د دوی کورنۍ کې بله انجلۍ نه وه نو د ټولو به ورسره ساعت تیر وه. ګلرخ په ډیره ناز ناز د وروڼو مور او پلار لخوا را لویېدله.

وروڼو او پلار به یې کله کله د ټوکې په ډول ګلرخ ته ویل چې تا نه ودوو که تا واده کړو موږ به د خور له نوم بې برخې شو، خو ګلرخ چې ماشومه وه په ناز به ټولو ته وویلې، چې نه نه نه ما ته به خامخا واده کوۍ.

پلار به یې ورته وویل نه لورې په تا باندې سر سپینوم، ګلرخ به بیا ضد وکړ او په ناز به یې پلار ته وویل، نه نه ما ته به واده کې ښکلې جامې جوړوې ګوتمۍ به راته اخلې.

کلونه تیر شول ګلرخ هم پیغله شوه وروڼو یې درسونه ولوستل خو ګلرخ لکه د کلي نورې نجونې د کلي په جومات کې له لومړۍ سپارې پرته هیڅ زده کړې ونه کړې ځکه چې مکتبۍ کېدل یو شرم ګڼل کیده.

یو وخت یې مهربانه پلار د زمانې په رواجونو پسې ولاړ د ګلرخ له خبرولو او هوکړې پرته پلار یې مشر زوی ته په بدل ورکړه. د ګلرخ ورور چې زده کړې یې کړې وې او پوهیده چې ځان ته د ژوند ملګرې باید په خپله خوښه کړي خو د زمانې د پیغور له امله یې هر څه ته غاړه کیښوده او له خپل پلار سره یې ټول رواجونه قبول کړل.

د ګلرخ ورور له ډیرو ستونزو سره خپل ژوند مخ ته بیولو خو چاره یې نه درلوده له خپلې میرمنې سره یې هر څه منل خو ګلرخ بیا داسې نه وه هغه له یو معتاد میړه سره مخ شوې وه.

هغه ګلرخ چې یو وخت د مور او پلار او د څلورو وروڼو شهزادګۍ وه د ټولې کورنۍ رڼا وه ټولو به ورته د کور مالګه اوبه ویلې هره شپه په اوښکو تیروله.

میړه به یې په نیمو شپو ورک وه چې کور ته به راغی نو د ګلرخ په وهلو او ټکولو به یې ارام اخیستلو. ګلرخ  د میړه له ویرې خوله پټه نیولې وه وروڼو مور او پلار ته به یې ویلې چې خوشاله یم او ارامه ژوند لرمه مهربانه خواښې او خسر مې میړه مې مې هم ښه دی.

کال وروسته یې وروڼه او مور پلار د ګلرخ په خپګان خبر شول. پلار به یې خپلې نازولې لور ته ویلې لورې: خیر دی ګزاره کوه څه وکړم اوس خو د په کور نه شم کینولی دا بیا بل شرم دی چې خلک به راپسې خبرې کوي چې د پلاني لور یې بیرته ورته راولیږله خلک به ترې شل خبرې جوړې کړي نو دا ښه ده چې میړه د قبول کړې که هر رقم وي درته ژوندی خو دی همدا به ستا قسمت وي ستا قلم به همداسې وهل شوی وي خدای ته صبر کوه.ګلرخ به چې د مور او پلار کیسې چې واوریدلې ټول غمونه به یې زړه ته وغورځول او ژوند یې تیرولو.

یو وخت یې میړه او کورنۍ له ډیرو اقتصادي ستونزو سره مخ شول د ګلرخ میړه مجبور شو چې له هیواده بهر ولاړ شي او ګلرخ په کور کې له خواښې او خسر سره یوازې پاتې شوه. د واده د یو کال له تیرېدو وروسته یې هم د اولاد کوم امید پیدا نه شو چې د زړه سکون یې پرې شوی وای.

میړه یې له پنځه کلونو زیات وخت له هیواده بهر تیر کړو او د راتګ په اړه به یې ګلرخ او کورنۍ ته هیڅ مالومات نه ورکول. ګلرخ له ډیرو کړاونو او ستونزو ډک ژوند تیرولو چې یو وخت سخته ناروغه شوه.

مور او پلار یې پرې خپل ټول وس وکړلو  خو د ګلرخ سره قسمت نوره یاري نه کوله ډاکټرانو ورته وویل چې کینسر یې دی چې موږ یې له اندېښنو او سوچونو پرته بله هیڅ علت نه بولو ښه به وي چې د ژوند وروستۍ شیبې یې په کورنۍ کې ورسره تیرې کړۍ. د ډاکټر خبره پر ځای وه چې د یوې لنډې مودې وروسته د څلورو ورڼو شهزادګۍ د کور رڼا یې په ځوانه ځواني کې د ګور میلمنه شوه.


ته دلته

لنډه کیسه

لیکنه: محمد نسیم مومند

د لیرې نه مې سترګې ورباندې ولګیدې د بیک نه یې اینه را ویسته خپل اوربل یې جوړ کړ  نا څاپه یې ماته را پام شو په بیړه یې د دهلیز منځ ته ځات را ورسوی ښه راته نژدې ودریدل نن یې د دنګې ونې سره سرې جوړې، نریو سرو شونډو بل ډول خوند کوی، زما تور پتلون، سپین یخن قاق او سرې نیکتایې ته یې پام شو، موسکه شوه د سلام نه وروسته یې په تنده لهجه  راته وویل:

ـ په لومړي سات کې چیرې وې؟

ـ ویده پاتې وم.

ـ راځه اوس تفریح ده. د استاد تر راتګه به بیرون ووځو

بهر را ووتو خدای شته چې نن یې ګلانو هم د سرو شونډو او سرو جامو نه حیا کوله.

داسې حالت ته په کتو سره مې دا بیت ورته ضمضه کړه

هغه پخوانۍ د ځوانۍ کیسې را یادې شوې

زه بـــه زوم ولاړ ومه ته به راتـــه ناوې شــوې

کټ، کټ یې وخندل سروشونډو او سپینو غاښونو یې زما نه د هر څه جراّت واخیست. د ګلبوټې نه یې دوه ګلان را وشکول یو یې خپل په تور بیک کې واچوی بل یې ځما د کورتۍ په جیب کې  و ټومبی. د ټولګي په لور مو حرکت وکړ استاد درس پیل کړی وو صنف ته مو د ننوتو اجازه واخیسته استاد راته په تنده لهجه وویل:

ـ بې صلیقوو شرم او حیا بیخې درنه کډه کړې دا تر اوسه چیرې وې؟

ـ بیرون

ـ  څه مو کول؟

ټولګي ته د ننوتو اجازه یې رانکړه بیرون را ووتو دا مو سره وویل اوس به څه کوو؟ او چیرته به ځو؟ سپین غوښن لاسونه یې ځما پر اوږو غبرګ کیښودل ویې ویل:

ـ انترنټ کلپ  ته ځو زما سیمینار به هم ولټوو سات به مو  هم تیر شي.

ـ هغه خو لیرې دی.

ـ خیر په ټکسې کې ځو.

بیرون راووتو ټکسې ته مو لاس ورکړ .

ـ استاد تا چوکه چند میبري؟

ـ پنجا افغاني.

کله کلپ تر څنګ کښته شوو،  زما نه مخکې موسکا بیک ته لاس کړ د ډرېور روپۍ یې ورکړې، نا څاپه مو دموټر د ټیرو غږ تر غوږ شو د موټر دروازې خلاصې شوې په بیړه مې شاته وکتل یو چاغ  جګ سړی د موټر نه راښکته شو سم ورته ځیر شوم کشر تره مې وو مخ یې را واړوی په غوصه یې راته وویل:

ـ سلیمانه! ته دلته د پردیو انجونو سره

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *