لنډيز
په دغه څېړنېزه مقاله کې عامو او خاصو لیکوالو ته د خاکې جوړولو لارې چارې ښودل شوې دي، په لیکنه کې د خاکې ارزښت ښودل شوی، دا چې د هرې لیکنې لوی سرلیک د منځپانګې سره، هر څپرکی د بل څپرکي سره، هر لوی سرلیک د بل لوی سرلیک سره، هر کوچنی سرلیک د بل کوچني سرلیک سره او په همدې ډول د ځنځير په شکل باید لیکنه له پیله تر پایه پورې یو د بل سره معنوي اړیکه ولري، په دغه مقاله کې ښودل شوې. په خاکه کې د څپرکیو ویشنه، د څپرکیو تنظیم او همدارنګه د ټولې موضوع په منځپانګیزې اړیکې خبرې شوې دي. هغه کسان چې غواړي علمي کارونه وکړي کولای شي له دې مقالې ګټه واخلي او د خاکې جوړولو لارو چارو معلومات تر لاسه کړي.
سریزه
د دغې لیکنې هدف لیکوالو ته په عملي ډول د خاکې د لارو چارو ښودل دي، د لیکنې ارزښت په دې کې دی چې ټول عام جوړښتونه(مقاله، رساله او کتاب) او خاص جوړښتونه(مونوګراف، تیزس او ډيزرټيشن) لیکنو لپاره د یوې علمي خاکې جوړول بنسټيزه مسله ده نو د لیکنې ارزښت له همدې څخه څرګندیږي.
د لیکنې مبرمیت(نویوالی) په دې کې دی چې د څېړنې په اړه مقالې کمې لیکل شوې دي او په همدې ډول په خاکې جوړولو باندې هم مقالې کمې لیکل شوې دي او ما کوښښ کړی دی چې په نوي فکر او نظر خپله لیکنه په داسې ډول وړاندې کړم چې لیکوال ته یو عملي بېلګه وي.
په دغه مقاله کې د لیکوالو نظریات او افکار د خاکې په اړه اخیستل شوې دي او د هر یوه په نظر خبرې شوې دي نو د کتابتوني څېړنېز ډول او تشریحي مېتوده ګټه اخیستل شوې ده.
محقق ته د تحقيق پر نورو مهموکارونو سربېره د څېړنيزې موضوع لپاره خاکه جوړل ضروري دي.
خاکه د اردو ژبې لغت دی، په عربي کې(خطة) او په انګريزې کې(Synopsis) ورته وايي، يعنې د کار هغه پلان، لنډيز،کړنلاره يا اومه نقشه چې د کتاب، رسالې، مونوګراف، تېزس او ډيزرټيشن د مخه جوړېږي، د خاکې څخه عبارت دى.
عبدالحميد عباسي وايي:(د څېړنې لپاره چې کومه ټاکلې موضوع پر څپرکيو، سرليکونو او بحثونو ويشل کېږي، د خاکې (Outline) په نوم يادېږي.
يو بل عالم وايي: (تحقيقي خاکه په عامه توګه د آر تحقيقي يوه لنډه پېژندنه ده.) په ځينو ځايونو کې د خاکې معنا د پلان سره برابره ده، يو بل نظر دى: (خاکه د بېلا بېلو تصوراتو، وېشلو، اوډلو او يو له بله سره تړلو نوم دى، پر څېړنيزو کالبونو سربېره، د ژوند په هره څانګه کې ترکار د مخه چې کوم پلان جوړېږي هغې ته خاکه وايي.(۱)
خاکه د څېړونکي د څېړنې لپاره ډېره مهمه ده او محقق کولى شي چې دخاکې په مرسته په مستقيم ډول د خپل کار پلان رهبري کړي، دا يوه اساسي او بنيادي پړاو دی، دې مرحلې ته د بحث او پلټنې ساختماني جوړښت هم ويل کېږي.
د خاکې په باب د اردو ژبې مفهوم داسې دی:(خاکہ، دراصل کسی عمارت، منصوبے،کتاب یا مقالے کا ابتدائی تصوراتی ہیولا یا نقشہ ہے جس پر ساری عمارت تعمیر کی جاتی ہے یا تحقیق و تفتیش کی جاتی ہے)
ژباړه(مفهوم): په حقیقت کې خاکه د تعمیر، کتاب، مقالې(د څېړنې عام او خاص جوړښتونه) لومړنی یا ابتدايي جوړه شوې نقشه ده چې د عمارت په جوړولو او د څېړنې په ښه پرمخ وړلو کې مرسته کوي.
ای جي رات د خاکې د مفهوم په هکله داسې وايي:
“An outline is simply an orderly plan in writing, division and arrangement of ideas. Its principal function is to indicate the relationship of ideas to each other.”
ژباړه(مفهوم): خاکه د لیکلو یو ساده او منظم پلان دی، چې د نظریاتو د وېش او منظمولو کولو لپاره پکارېږي.د خاکې اساسي دنده د نظریاتو ترمنځ د روابطو ښودل دي.(۲)
انجينر د بېلا بېلو تعميرونو د ابادولو لپاره مختلفې نقشې جوړوي، د مسجد لپاره يو ډول نقشه، د کور لپاره جدا نقشه او د بېلا بېلو اهدافو لپاره ډول ډول نقشې تياروي، دا نقشې د تعميراتو د ابادۍ نه مخکې ضروري او د آبادۍ اساس او بنياد ګڼل کېږي، دغه ډول د بېلابېلو څېړنو او بېلا بېلو تخصصاتو لپاره مختلفې خاکې جوړېږي.لکه څنګه چې د تعمير دجوړولو لپاره نقشه ضروري ده، په همدې ډول د څېړنې او پلټنې لپاره د خاکې جوړول يو اساسي کار دى.
د خاکې په جوړولو کې څېړونکى د ډېر قوت، مهارت، فکر، سوچ او دقت سره د کاغذ پر مخ جوړوي، په خاص ډول په اړونده موضوع او په عام ډول د نورو ليکوالو او محققینو خاکې بايد مطالعه او د نظر نه تېرې کړي، ځکه چې د نورو ليکوالو د خاکو په مطالعې سره د محقق خاکه نوې او د نورو محققینو له خاکو جوړولو، طرز او طريقې نه یې مثبته استفاده کړې وي.(۳)
تحقیق کا فن کې راغلي دي:(د کور د جوړولو مخکې د نقشې جوړول مهم اصل دی، کله چې د اینجینر له خوا نقشه جوړه او پرنټ شي، د تحقیق خاکه همدا معنا لري.)، یعنې د لیکلو مخکې د کاغذ پر مخ خاکه څېړنه په مستقیمه لاره برابروي او له بې لارۍ یې ساتي.
مجسمه جوړونکی د مجسمې په جوړولو کې ذهني او فکري طرحه ورسره وي او امکان د دې هم شته چې په کاغذ یې رسم کړي چې دې ته د بت خاکه ویلای شو. که چېرې یوه کورنۍ له یوه کوره بل کور ته کډه وکړي نو مجبور دی چې د کور سامان له سره خپل خپل ځای کې کېږدي، کوچونه، تلویزیون، الماری، میزونه او داسې نور سامان په داسې مناسب ځایونو کې ږدي چې ښه ښکاره شي، دکور د خاوند سره د سامان په ایښودلو کې چې کومه طرحه وي دا د کور د تنظیم خاکه ده. (۴)
يوه ډېره ښه خاکه هغه ده چې د ژورې مطالعې او له فکر کولو وروسته رامنځته شي. په خاکه کې د سرلیکونو ځای د ضرورت پر اساس بدلولی شو او یا ورته تغیر ورکولای شو، د خاکې ګټه دا ده، که چېرې محقق ته کوم نوی عنوان ذهن ته راشي نو کولای شي چې پکې ځای پرځای کړي.
اکثره علمي رتبو او تحصیلي اسنادو د لاس ته راوړلو لپاره اثار لیکل کېږي چې خاکې ورته مخکې له مخکې جوړېږي او مربوطه ادارو ته ورکول کېږي چې د دې کار یوه نیمګړتیا دا ده چې خاکې په ډېره عجله جوړې شوې وي او محقق د خاکې په هکله زیاته مطالعه کړې نه وي. د خاکې جوړولو لپاره له ټولو مهمه مسله د موضوع اړوند زیاته مطالعه ده.
د روزمره ښه او کامیاب ژوند تیرولو لپاره یو کامیاب پلان ته ضرورت وي. باید د ژوند لپاره یوه طرحه ولرو او د خوشحاله ژوند لپاره د اینده په فکر کې اوسو او د خپل تیر ژوند نه عبرت واخلو او د حال په قدر پوه اوسو.
الله تعالی فرمايلي دي:(وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ) سورۃ الحشر:۱۸
ژباړه:هر څوک دې دا وګوري چې د سبا لپاره یې څه کړي دي.
د قرآن کریم د پورته ایات مفهوم ثابتوي چې انسانان باید د دنیا او عقبا د ژوند ښه تېرولو لپاره له ځانه سره پلان ولري.
په خاکه کې د څپرکیو وېشنه
اکثره علمي او تحقیقاتي لیکنې د دې لپاره په برخو او څپرکیو ویشل کېږي چې د کار ساحه او برخې یې څرګندې وي. که چېرې لیکوال ته کوم نوی سرلیک مخې ته راشي نو کولای شي چې په خپل ځای کې ذکر کړي او همدارنګه کولای شي چې که کوم سرلیک یې خوښ نه وي ختم یې کړي.
د موضوع انتخاب او همدغې موضوع ته خاکه جوړول او په برخو برخو ویشل یې د نیم کار پوره کول دي. د خاکې څپرکي بايد معلوم وي، دا چې اول څپرکى، دویم څپرکی او په همدې ترتيب د څپرکيو راوړل په خپل ځاى د څېړنې خاصه تجربه غواړي. د څېړنې د اصلي موضوع، د څپرکیو سره معنوي رابطه او د سر لیک د اصلي متن سره رابطه ضروري ده، چې د موضوع د عنوان په لوستلو د څېړنې اصلي روح سره لوستونکى بلد شي، دغه شان د څپرکيو تر منځ معنوي رابطه هم مهمه ده، د هر څپرکي لوی سر ليک د عنوانونو سره د معنا له مخې رابطه ولري.
د خاکې ترتيب او جوړول، د څپرکيو په خپل ځاى راوړل او د عنوانونو ترتيب او تنظيم په څېړنه کې مهم دى.
د يوې څېړنې د موضوع څپرکي، لوى او واړه سرليکونه، ترتيب او تنظيم او اشارې له دې امله اړين دي، چې څېړونکى د هغې له مخې د منابعو په لټه کې کېږي، عبارتونه لټوي او اقتباسونه نقل کوي، له دغسې ترتيب او تنظيم پرته د اړوندو عباراتو تلاش زښت زيات ستونزمن دى.
په خاکه کې د ځاى د موقيعت له مخې هر فصل(څپرکى) پرخپل ځاى راغلی وي او په هرڅپرکي کې هر لوى او وړوکى سرليک پرخپلو ځايونو کې راغلي وي.
د څپرکیو اوډون او تنظیم
د خاکې له مهمو ځانګړنو یوه برخه د څپرکیو ترتیب دی. محقق باید په دې پوه شي چې لومړی څپرکی کوم او همدارنګه په ترتیب سره تر پایه پورې څپرکي یو د بل پسې څنګه راوړي.دی باید دا علمي صلاحیت ولري چې په هر څپرکي کې کوم سرلیکونه راوړي. هرڅپرکی له بل څپرکي سره معناییزه رابطه ولري او د څپرکیو تر پایه پورې دغه رابطه موجوده وي.
د لویو سرلیکونو علمي اړیکه
که خاکه څپرکي ولري او هر څپرکی بېلا بېل لوی معنا لرونکي سرلیکونه ولري نوباید د څپرکیو پر معنوي اړیکو سربیره هر لوی سرلیک د بل لوی سرلیک سره معناییزه رابطه ولري.که چېرې محقق(د حمزه بابا په شعرونوکې د معنا له مخې عرفاني شعرونو شننه) ترسرلیک لاندې موضوع تحقیق ته غوره کړي نودی دې د حمزه په شعرونو کې یوازې او یوازې پر همدغې برخې کار وکړي او همدارنګه د دې په موضوع کې د حمزه بابا د شعرونو د ټاکل شوې موضوع اړوند سرلیکونه وي او د دې موضوع پر خوا او شا وګرځي او د موضوع نه باید خارج نه شي. هر سرلیک د عنوان سره علمي رابطه ولري.
د کوچنیو سرلیکونو اړیکه
په خاکه کې د څپرکیو سربیره د لویو سرلیکونو تر منځ محتواییزه رابطه هم اړینه ده او همدارنګه د کوچنیو سرلیکنو اړیکه له لویو سرلیکونو سره او همدارنګه له کوچنیو سرلیکونو رابطه هم اړینه ده.
د لوی سرلیک له موضوع سره اړیکه
د څېړنې عنوان بايد د ټولې څېړنې نماينده ګي وکړي او د منځپانګې له مخې له ټول متن سره معنوي تړاو ولري.
د سرليک الفاظ بايدکم وي او که د عنوان د الفاظو په کمولو د عنوان معنا ته زيان پيدا کېږي، نو ښه داده چې الفاظ کم نه شي د عنوان له الفاظوڅخه د موضوع محتوا څرګندیداى شي. د څېړنيزو موضوعاتو سرليکونه د تخليقي موضوعاتو له سرليکوو سره بشپړ توپېر لري. ځېنې داسې شعري ټولګې او يا منثوري مجموعې شته دي چې د سرليک په لوستلو يې نشو څرګندولى، چې شعري ټولګه ده او که نثري ټولګه. په نثري ټولګو کې داسې نمونې هم شته، چې له سرليکونو يې دا نه شو ثابتولى چې ناول، رومان او که لنډه کيسه ده، خو د تخليقاتو برعکس د تحقيقاتو سرليکونو ښکاره، واضح، څرګند او د اصلي متن سره يې معنوي اړیکه وي. د څومره والي په لحاظ د څېړنې کالبونو ته بايد بېلا بېل سرليکونه ورکړل شي.
د (مقالې، رسالې، کتاب، مونوګراف، تيزس او ډيزرټيشن) لويوالى او پراخوالى ځينې وخت سره توپېر لري نو له همدې امله د سرليکونو په انتخاب کې دقيقت پکار ده.
د تحقيقې مقالې لپاره محدود سرليک انتخابول سم کار دی، خو د ډيزرټيشن لپاره لوى او پراخ سرليک غوره کول مهمه خبره ده.
د ښه څېړونکي د څېړنې سر ليک باید د اصلي متن نماينده ګي وکړي او د سرليک په لوستلو کې د اثر تصوير مخې ته راشي.
ډېر داسې کتابونه شته چې لوی سرلیک د منځپانګې سره معنوي تړاو نه لري، د شير افضل خان بريکوټى(د پښتو شعر و ادب تاريخ) تر سرليک لاندې اثر ليکلى، د دې اثر سرليک د منځپانګې سره علمي رابطه نه لري. سرليک یې پراخ او لوى دى او د کميت په لحاظ د پښتو ادبياتو(لرغونې، دويمه او درېيمه) دورې د شعر او ادب پر تاريخ بحث ولري، چې د لرغونې دورې او دويمې دورې ادبياتو بحث پکې په نشت حساب دى، څېړونکى بايد هېڅ کله د اثر لپاره داسې موضوع سرلیک ونه ټاکو، چې عنوان دې نيمګړتياوې ولري.څېړنه د خپل عنوان سره مطابق او عنوان د څېړنې سره موافق وي، هسې نه چې د موضوع عنوان يو شى او څېړنه د بل شي نه حکايت وکړي.
منهج البحث کې د عنوان په هکله داسې راغلي دي:
د څېړنيزې موضوع سرلیک د هر بل ډول اثر سرلیک په څېر په دقت وټاکل شي، یو ښه سرلیک د کار ارزښت لوړوي، ډېر لوستونکي او علاقمندان مطالعې ته جلبوي، شاید تر اوسه پورې ډېر په زړه پورې عنوانونه مو لیدلي وي، که څه هم د ټول کتاب د مطالعې لپاره مو وخت نه درلوده نو شاید چې د کتاب سرلیک ستاسې په ذهن کې ژوندی پاتی شي او د هغې د مطالعې ذوق مو ژوندی پاتې شي.کله چې عنوانونه په مسلکي مهارت سره وټاکل شي، نو هغه څوک چې د کتاب د لوستلو سره ډېره کمه علاقه لري، هغه هم دې ته متوجې کوي چې کتاب ولولي نو په څېړنه کې د لوی سرلیک اړیکې د خاکې سره اړینه ده او همدارنګه موضوع د خاکې سره علمي تړاو ولري.(۵)
په پای کې د دې خبرې یادونه اړینه بولم:د موضوع خاکه باید د لوی سرلیک سره، له څپرکیو سره، له لویو سرلیکونو سره، له کوچنیو سرلیکونو سره، هر څپرکی د بل څپرکي سره، لوی سرلیک له ټولو لویو سرلیکونو سره، هر لوی سرلیک له ټولو کوچنیو سرلیکونو سره، کوچني سرلیکونه یو د بل سره ټول زنځیري معنوي رابطه ولري.
د تحقیق فزیکي او معنوي جوړښت پلي کول په څېړنه کې خپل ارزښت لري، ځېنې لیکوال په شکلي خوا او ځېنې بیا په محتوا تاکید کوي.
خاکه د څېړنې په پيل کې د دې لپاره جوړيږي چې په تحقیق کې د لیکوال سره په عملي کار کې مرسته کوي او دې ته د څراغ حیثیت لري.
د څېړنې په کارونو کې خاکه زیات ارزښت لري، د څېړنې څپرکي، لویي او وړې برخې او همدارنګه اصلي او فرعي سرلیکونه پکې موجود وي.
په تحقیق کې مخکې له مخکې مواد او مراجع پیدا کول، د هغو لیکلړنو کتل او د نویو عنوانونو د پیدا کولو په هکله کوښښ کول د دې لامل کېږي چې محقق د تحقیق لپاره نوې او په زړه پورې خاکه جوړه کړي.
ښې خاکې لپاره نوي سرلیکونه مهم دي او نوې فرضيي پکې اثبات ته رسېدلي وي، محقق مجبور دی د ځانګړې موضوع په هکله اثار مطالعه او موادو ته په انتقادي نظر او د شک په نظر وګوري چې دی د نويو سرلیکونو د پيدا کېدو په کار کې کامیاب شي.
د ښې خاکې په جوړولو کې د انتخاب شوې موضوع په هکله لیکل شوو اثارو خاکو مطالعه ضروري کار دی.
۱. د لیکلړ د څپرکیو، لویو او وړو سرلیکونو تر منځ منطقي تسلسل مهمه ده، د هر فصل لویو او وړو سرلیکونو لپاره دې په زړه پورې او جذاب عنوانونه غوره شي. ښه به دا وي چې هرڅپرکی او یا د موضوع هره لویه برخه په ځانګړي مخ کې پیل شي.
۲. په لیکلړ کې د اصلي موضوع لوی عنوان د فصلونو له عنوانونو سره معنایي اړیکه ولري، د ټولو لویو او وړو سرلیکونو سره هم معنوي تړاو ولري.
د هر څپرکي منځپانګه د بل څپرکي منځپانګې سره، د هرڅپرکي لوی عنوان د خپلو لویو او وړو سرلیکونو سره، ټول څپرکي له ټولو سرلیکونو سره او ټول سرلیکونه له ټولو څپرکیو سره د زنځیر په شکل په معناکې سره رابطه ولري.
۳. د هر څپرکي لوی عنوان د محتوا سره او هر لوی او وړوکی سرلیک د موضوع د منځپانګې سره متناسبه او علمي اړیکه ولري.
۴. د لیکلړ په لیدلو او لوستلو سره لوستونکی د اصلي موضوع محتوا انځورکړي او په دې پوه شي، چې موضوع د څه شي په اړه لیکل شوې ده.
د خپلې ماسټرۍ دورې تيزس(پوهنليک) خاکه د بېلګې په ډول راوړم، چې لوستونکيو ته په ښه ډول څرګند شي.لکه:
د ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګېزه او جولیزه څېړنه
ليکلړ
پيلېزه
سريزه
د څېړنې طرحه
د څېړنې هدف
د څېړنې ارزښت
د څېړنې پوښتنې
د څېړنې شالید
د څېړنې مېتود
د ګل پاچا الفت پېژندنه
کورنۍ، زوکړه او ټاټوبی
زده کړه، ژبې او دندې
نمانځنې او سفرونه
او نور….
اثار
الف: تحقيقي اثار
ب: تخليقي اثار
الف: منظوم اثار
ژباړې
او نور….
د ګل پاچا الفت شاعري
الف: پښتو شاعري
ب: فارسي شاعري
ت: منظومې ژباړې
او نور….
د استاد الفت د شعرونو ځانګړنې
ګل پاچا الفت ادبي، سياسي او ټولنيز شخصيت
الف: ادبي شخصيت
ب: سياسي شخصيت
ت: ټولنيز شخصيت
ګل پاچا الفت د پوهانو له نظره
الف: د داخلي پوهانو له نظره
ب: د بهرني پوهانو له نظره
مړينه
د ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګه
ستاينه
مرثيه
فلسفي شعرونه
الف: اضدادو فلسفه
ب: عدم تشدد فلسفه
او نور….
ټولنيز نظرونه
الف: انسان دوستي (هيومانېزم)
ب: مساوات
او نور….
د ګل پاچا الفت په شعرونو کې غندنې
د خانانو او ملکانو غندنه
غلامۍ غندنه
د منفي ديموکراسۍ غندنه
او نور…..
د ګل پاچا الفت په شعرونو کې پيداګوژيکي نظرونه
الف: ښوونيز او روزنيز نظرونه
ب: فردي تفاوتونه
ت: د محيط تاثيرات
ث: والدينو پالنه او مينه د اولاد لپاره
او نور…
د ګل پاچا الفت په شعرونو کې د هېواد د پرمختګ لپاره اړين توکي
زيار او زحمت
اتفاق
او نور…
د ګل پاچا الفت په شعرونو کې د هېواد د وروسته پاتې کېدو لاملونه
ظلم او زياتی
رياکاري
ناپوهي
او نور…
د ګل پاچا الفت د شعرونو جوليز جوړښت
غزل
الف: بې رديفه غزلې
ب: رديف لرونکي غزلې
قصيده (بوللـه
څلوريزه (رباعي)
الف: بې رديفې څلوريزې
ب: رديف لرونکې څلوريزې
دوه ييزه (مثنوي)
مستزاد
ازاد شعر
منظوم داستان
پايله
مناقشه
وروستۍ نتيجه ګيري
وړانديزونه
ماخذونه (۶)
پورته راغلې خاکه اووه څپرکي لري او هرڅپرکى يې لوى او واړه سرليکونه لري.
د تېزس عنوان (د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګېزه اوجولېزه څېړنه) د محتوا سره معنوي تړاو لري، هر څپرکى د بل څپرکي سره او د هر څپرکي سرليکونه د لوى او واړه سرليکونو سره د معنا له مخې رابطه لري. په خاکه کې د ځاى د موقيعت له مخې هر فصل (څپرکى) پرخپل خپل ځاى راغلي دي او په هرڅپرکي کې هر لوى او وړوکى سرليک هم پر خپلو ځايونو راغلي دي.
د شکل او فورم له مخې د يو څېړنيز اثر لپاره چې کوم سرليکونه اړین دي، په تيزس کې راغلي دي.
پايله
خاکه د څېړنې هغه نقشه ده چې د تحقیق علمي ماڼۍ پرې له پیله تر پایه ابادېږي. هره څېړنيزه موضوع خاکې ته ضرورت لري او خاکه علمي کار ته لارښوونه کوي.
خاکه باید د څېړنې د کار له پیله مخکې جوړه شي او قدم په قدم عملي شي. ښه خاکه د ښې لیکنې نمایندګي کولای شي، ځکه چې د خاکې هر څپرکی، لوی او کوچنی سرلیک په اصلې موضوع کې موجود وي او د هر عنوان تحلیل او تفسیر څېړنې لاری او لوری ورکوي.
په دې مقاله کې د خاکې پر اهمیت بحث شوی او لیکوالو ته لارښوونه شوې چې د څېړنې لپاره علمي خاکه جوړه کړي چې علمي کار سم پر مخ ولاړ شي.
ماخذونه
۱.قران کریم
۲.عبدالمالک همت: د مقالې لیکلو اصول او د مطالعې او څېړنې لارښود (دویم چاپ) ، صحاف نشراتي موسسه، ۱۳۸۸ ل کال، ۴۴ـ ۴۵ مخونه
۳.پروفیسرعبدالحمید خان عباسی:اصول تحقیق(دویم چاپ) نیشنل بوک فاونډيشن، اسلام اباد، ۲۰۱۵ م کال، ۹۹ مخ.
۴. دوکتور فخرالدین قانت: د علمي څېړنو او پلټنوتګ لاره، پيښور، ۱۳۸۵ ل کال، ۳۱ مخ.
۵.پروفیسـرعبدالحمید خان عباسی:اصول تحقیق(دویم چاپ) نیشنل بوک فاونډيشن، اسلام اباد، ۲۰۱۵ م کال، ۱۰۰ مخ.
۶.پوهنیار سیداصغر هاشمي: د څېړنې بنسټونه، یار خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۴ ل کال، ۱۵۲مخ.
۷.پوهنیار سیداصغر هاشمي:د ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګېزه او جولیزه څېړنه، دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۹۴ ل کال، د ـ ط مخونه.
۸.پوهنیار سیداصغر هاشمي:د شعر تیوري، هاشمي خپرندویه ټولنه، پيښور، ۱۳۹۵ ل کال، الف ـ ب مخونه.