څېړنوال بسم الله حقمل

څېړنوال بسم الله حقمل د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی او په خوست کې د ولس غږ روزنیز او ښونیز مرکز لوی ریس په ۱۳۳۳ه ش کال کې د خوست ولایت د اسمعیل خیل مندوزی ولسوالۍ د حیدرخیلو په سوني سرخ کلي کې دې ارمانجنې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي. د ښونځي دورې زده کړې یې په څړبن او غرغښت لیسو کې چې په افغانستان کې دوه لویې لیسې دي، کومو چې تر ننه ډیر د کار سړي د حقمل صیب په ګډون د ګران هېواد د ابادۍ لپاره وړاندې کړي او وړاندې کوي یې.د ماشومتوب پر مهال حقمل شوخ وو، خو پلار نه دی وهلی په دې دلیل چې پلار یې ډیر حلیم انسان وو او بل دا چې د ده څخه مخکې وروڼه به یې چې پیدا کېدل هغه به مړه کېدل.

 د ده پلار ملا وو او کورنۍ زده کړې یې له خپل پلار څخه کړي کوم چې د ده د پرمختګ سبب شوي. حقمل صیب د ښونځي په دوره کې اول نمره و او په پوره شوق او علاقې سره یې لوستی دی. په ۱۳۵۲ه ش کال کې د کابل پوهنتون ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي ته شامل او په ۱۳۵۵ه ش کال کې یې خپلې لوړې زده کړې په ښه ډول پای ته ورسولې او په همدې کال کې د پښتو څېړنو نړیوال مرکز کې چې د یونسکو په چوکاټ کې په هغه وخت کې تازه تاسیس شوی وو د ریسرچ د مدیر په حیث مقرر شو. ښاغلی حقمل په ۱۳۵۷ کال کې د پښتو څېړنو نړیوال مرکز څخه پښتو ټولنې ته بدل شو چې هلته د زیري انیزې مسول مدیر او د علومو اکاډمۍ د علمي غړي په توګه یې تر دریو کالونو پورې دنده ترسره کړه. د ۱۳۵۹ کال په وروستیو کې د عسکري مقدس خدمت د ترسره کولو لپاره یې د مکلفیت اتلس میاشتې دوره تېره کړه چې وروسته د افسر په توګه په داخله وزارت کې تغیر رتبه شوی او هلته د څارندوی مجلې چې اوس د پولیس مجله ده د مسول مدیر په توګه او په همدغه وزارت کې یې تر ډګروالی رتبې پورې دنده ترسره کړې چې وروسته بیا په جبري توګه تقاعد شو.

مهاجر کېدل، د ژوند د سختې ورځې او لوی لوی کارونه:

ښاغلی حقمل په هېواد کې د داخلي جنګونو د پیل سره د نورو هېوادوالو په شان پاکستان ته مهاجر شو چې وروسته د یو څو میاشتو له تېرولو بېرته خپل وطن ته راغلی په خپل پلارني ټاټوبي خوست مندوزیو ولسوالۍ کې یې واړول. د حقمل صیب د ژوند سختې ورځې له دې ځایه پیلیږي. یوه ورځ کله چې هغه غوښتلد خپلوانو په واده کې ګډون وکړي، موټر یې په لاره کې پر یوه خښ شوي ماین وربرابر شو چې په پایله کې یې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې او هم په یوه لاس سخت ژوبل شو. دا د هغه په ژوند کې د داسې څه له لاسه ورکول وو چې په دنیا کې یې هېڅ شي هم قېمت نه شوه ورکولای. تداوي یې ډېر وخت ونیوه او د یوه څه روغتیا له حاصلو وروسته زړهارام کښناستل ونه غوښتل په خپل کلي کې یې پر ماشومانو او ځوانانو زړه درد وکړ او دوی ته یې د ښه تعلیم او ښې روزنې د ورکړې لپاره په ډېره سخته ورځ کې ملا وتړله اود پاملرنې موسسې په مرسته یې په خپل کلي کې یو لومړنی ښونځی جوړ کړ چې ډیر زیات شمېر ماشومان او ځوانان یې د تعلیم په ګاڼه سمبال او د هېواد د خدمت لپاره یې وروزل.

څېړنوال بسم الله حقمل د حامد کرزي په مشری د نوې ادارې په رامنځته کېدو سره د خپلو ملګرو په غوښتنه خپله تقاعدي لغوه کړه او ځان یې ملکي برخې ته بدل کړ او د افغانستان د معارف وزارت د نشراتو د لوی مدیر په توګه یې دنده پیل کړه. په دغه وزارت کې یې د نشراتو په برخه تر دوو کالونو پورې زیاتې رغوونکې هڅې وکړې او زیاتې برخې چې غیرې فعاله وې بېرته فعاله کړې چې اوس یې هم په پوهنې وزارت کې درناوی کیږي. حقمل صیب په خپلې خوښې سره دغه دنده پریښې او بېرته یې د ولسمشر حامد کرزي د یوه فرمان له مخې د افغانستان د علومو اکاډمۍ ته لاړ او هلته بېرته د زیري مجلې د مسول مدیر او علمي غړي په توګه مقرر شو. یو څه وخت وروسته هغه د خوست پخواني والي معراج الدین پټان په غوښتنه او د حامد کرزي په حکم په خدمتي ډول د والي د فرهنګي مشاور په توګه دنده پیل کړه، نېږدې دوه کاله یې په یاده برخه کې کار وکړ او په دغه موده کې یې په خوست کې په فرهنګي برخه کې زیاتې هلې ځلې وکړې فرهنګیان یې سرهرټول او د لا منظم کېدو او غوړېدا لپاره یې دفرهنګيانو ټولنه جوړه کړه چې تر ۲۶ عنوانه پورې بېلا بېل کتابونه یې راټول، اصلاح او چاپ کړل.

۲۵۴ پورې مشاعرې یې ترسره کړې او همدارنګ یې ځوانو لیکوالو او شاعرانو ته د لیکوالي، شعر او نقد په اړه زیات سیمنارونو جوړ کړي او روزنه یې ورکړې ده. د سباوون زیري په نوم جریده تر ۲۰ ګڼو پورې چاپ او وروسته همدغه د سباوون زیري جریده یې په ولس هیلې جریدې بدله او تر ۱۵۶ ګڼو پورې چاپ کړه چې د هېواد ګڼو ولایتونو ته به لیږل کېده او د لوستونکو د زیات هرکلي سره هم مخ شوه. د مالي ستونځو له وجې چې ټولنه ورسره مخ شوه، نو اړ شول چې د یو څه وخت لپاره جریده له چاپه پاتې شي، چې وروسته بیا همدغه ولس هیله جریده د ولس هیلې مهالنۍ مجلې باندې واړوله چې اوس هم چاپ کیږي.

بسم الله حقمل د ځوانانو د ښونې او روزنې او همدارنګه د دوی د هڅونې لپاره یې په خوست ولایت کېپه خپل شخصي لګښت په ۱۳۸۳ کال کې د ولس غږ په نوم یوه راډیو فعاله کړه چې تر اوسه یې زیات شمېر ځوانانو ژوزنالېستانو او لیکوالو ته د ژورنالېزم او لیکوالۍ په برخو کې د زده کړې او د عملي کار زمینې برابرې کړې دي او تر اوسه یې په زرګونه بېلابېل راډیویي پروګرامونه جوړ او د وخت او خلکو د غوښتنو سره سم یې خپاره کړي دي، چې لا هم دوام لري.

د بسم الله حقمل تر اوسه ۱۳ کتابونه چاپ شوي لکه لنډې کیسې کال ۱۳۵۷، په خوست کې د واده د مراسمو تحلیل او فلکلوریک عقاید کال ۱۳۸۳، څارندوی غږ د کورنیو چارو وزارت کال ۱۳۶۱، حماسه هستوونکي د کورنیو چارو وزارت کال ۱۳۶۳، د ننګ شملې شعري ټولګه د کورنیو چارو وزارت کال ۱۳۶۶، که دا اور که دا لمبې وي شعري ټولګه د کورنیو چارو وزارت کال ۱۳۶۵، د تڼیو کلتور او فلکلور د خوست د فرهنګیانو خپلواکه ټولنه کال ۱۳۸۳ او  په پښتو کې داستاني ادبیات د افغانستان د علومو اکاډمۍ کال ۱۳۹۰. پر دې سربېره یې تر ۵۰۰ پورې علمي او مسلکي مقالې اوشعرونه لیکلي چې د هېواد په بېلا بېلو نشریو کې خپاره شوي دي. اوس هم خپلو فرهنګي کارونو ته دوام ورکوي او یو څو ګټور اثار یې تر کار لاندې دي.

د ده د ژوند شعار دا دی چې هېڅکله د ژوند ستونځو ته نه تسلم دی او نه تسلیمږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *