ليکوال: ډاکتر ګيان چند
ژباړه اولنډیز: محبوب الله خان
څېړنیزه مقاله
څېړنیزه مقاله که د سند یا ترفیع لپاره وي او یا له هغه وراخوا، په دواړو ډولونو کې يې هېڅ توپیر نشته دی. څېړنیزه مقاله په دوه ډولونو وېشل کېږي.
۱- لنډه لیکنه : لکه د یوې رسالې، ټولګې او کتاب په اړه لېکل شوې وي.
۲-اوږده لیکنه : اوږده لیکنه یا مقاله بیا په دوه ډوله ده.
الف : د منځنۍ کچې لیکنه چې تر سلو مخونو کمه وي.
ب : اوږده مقاله چې تر سلو زیاته یا څو سوه مخونه وي.
د ماسټرۍ او ایم فل مقالو ته (Dissertation) ویل کېږي او د منځنۍ کچې یانې له سلو نه تر یو سل پنځوس مخونه لري.
د ډاکټرۍ مقالې ته تیزس (Thesis) ویل کېږي چې څوسوه مخونه لري. په عام ګړدود کې وړې مقالې ته مضمون، د منځنۍ کچې مقالې ته رساله او اوږدې ته کتاب ویل کېږی. هغه مقالې چې د کوم سند یا ترفیع له پاره نه لیکل کېږي، زیاتره د منځنۍ کچې رسالې وي. دا درې واړه ډولونه د لنډې کیسې، داستان او ناول په څېر دي. په لنډه کیسه کې یوه پېښه بیانېږي په اوږده داستان او ناول کې د ژوندانه بېلا بېل اړخونه راخیستل کېږي.
د اوږدې کیسې او ناول په تخنیک کې له حجمه پرته بل لوی توپیر نشته. د منځنۍ کچې په مقاله کې هم داسې څېړنه کېږي لکه په کتابي مقاله کې چې کېږي. مګر په دواړو کې یو ځانګړی توپیر شته دی لکه : په لنډه مقاله کې فصلونه او برخې په بنسټیزه توګه نه وېشل کېږي، د منځنۍ کچې په مقاله کې یوه موضوع له شالید او سریزې پرته پیل کېږي.
د لویو څېړونکو د منځنۍ کچې مقالې هم څېړنیزې وي مګر د ایم فل د سند متوسطو مقالو کې د څېړنې هغه نازکۍ او تفصیل نه وي کومې چې په کتابي مقاله کې وي. د انګریزي یا په ځانګړی توګه د امریکايي کتابونو په څېړنیزو مقالو کې بېلا بېل ډولونه دي چې عموماًپه دوه برخو وېشل شوي دي. یوې ته څېړنیز راپور او دویم ډول ته تیزس وايي. د انګریزۍ زیاتره څېړنیز کتابونه زیاتره په لومړنۍ بیلګه کې راځي او د تیزس بیلګې ډېرې کمې دي. دلته یوه پوښتنه داده چې لنډه مقاله او اوږده هغه کومه ده. «اې جي راتهـ» د لنډې مقالې تعریف داسې کوي چې د یوې موضوع په اړه د څېړونکي د موندونو اومالوماتو ټولګه ده چې لسو نه تر شلو مخونو پورې وي. مولانا کلب عابد د تیزس په اړه وايي « د یوې موضوع په اړه څېړنه چې د ټولو کوښښونو، پایلو او اړینو اسنادو او دلایلو سره وړاندې شي». د څېړنیزې مقالې ساده تعریف داسې دی « څېړنیزه مقاله هغې لیکنې ته وايي چې د یوې موضوع په اړه ټول مواد وړاندې شي، او له څېړنې وروسته ترې مناسبې پایلې را وویستل شي». دا تعریف له واړه مضمون نه نیولې تر څېړنیزو کتابونو پورې یو شان دی. د یادونې وړ ده چې د انګریزۍ اصطلاح تیزس مانا څېړنیزه مقاله یا کتاب نه دی بلکې د دعوا په څېر ده. تر هغې دمخه مفروضه راځي چې له تیزسه هم کمه وي تر څېړنې دمخه ځینې مفروضې په پام کې نیول کېږي، وروسته چې بیا همدا د څېړونکي په دلایلو او موندنو سره ثابتې شي نو تیزس ترې جوړ شي. لنډه دا چې د ځینو څېړنیزو کتابونو په اړه تشریح، تایید او تجزیه هم تیزس دی لکه د پخوانیو داستانونو په اړه داسې څېړنه ترسره شي چې هغه اخلاقي حکایتونه دي او که روماني خو بیا هم د تیزس په اړه بېلا بېل تعریفونه اصطلاحات شته دي .
د مقالې کچه او حجم :
د انګریزي ژبې ځینې لیکوالان وايي چې د څېړنیزې مقالې یا لومړنۍ څېړنې حجم له پنځلس سوونه تر دوزره کلیمو پورې دی. دلته که په منځني ډول په یو مخ کې درې سوه کلیمې راشي نو پنځه یا اوه مخونه به شي چې په هندوستان کې دا ډېره وړه مقاله ده.
دلته هم له بېلا بېلو نظرونو سره مخ کېږو. پارسنس وايي چې یوه لنډه مقاله باید شل زره توري وي او اوږده باید تر سل زرو تورو پورې وي دغه نظریات ټول د سندي څېړنو له پاره دي. په خپلواکو څېړنو کې په لیکوال باندې کوم فشار نشته دی هر هېواد او هر پوهنتون د سندي مقالو لپاره خپل خپل معیارونه او نصابونه لري. مثلاً د لیسانس، ماسټرۍ، ایم فل او پي ایچ ډي د مقالو لپاره څومره توري او مخونه په نظر کې نیسي.
د څېړنې پړاوونه اومرحلې :
دلته د اوږدې څېړنیزې مقالې د لیکلو پر بېلا بېلو مرحلو او پړاوونو باندې غور کوو. البته دا د سندي او غیر سندي مقالو لپاره یو ډول دي، نامتو لیکوالو په ډېر کم توپیر لاندې مرحلې یادې کړې دي.
انګریز لیکوال :
«واټسن» : درې پړاوونه یادوي
۱ـ د یادښت اخیستل.
۲ـ د یادښتونو لیکل.
۳ـ په دوهم ځل کتل او غور کول.
«لینډا» څلور مرحلې یادوي .
۱ـ د موضوع انتخابول .
۲ـ مطالعه کول.
۳ـ متن لیکل .
۴ـ په لیکنه غور کول.
«راجنن» هم څلور پړاوونه وړاندې کوي.
۱ـ د غوره موضوع ټاکل.
۲ـ د موادو موندل .
۳ـ د موادو ترتیب .
۴ـ د مالوماتو وړاندې کول .
«راته» پنځه مرحلې را پېژنې .
۱ـ د موضوع ټاکل .
۲ـ څېړنه کول.
۳ـ د موادو کتنه .
۴ـ د موادو ترتیب .
۵ـ لیکل او غور کول.
«پارسنس» یوولس مرحلو ته اشاره کوي.
۱ـ د موضوع ټاکل .
۲ـ لومړنۍ مطالعه .
۳ـ د یادښتونو اخیستل .
۴ـ د یادښتونو ترتیبول .
۵ـ لومړنۍ لیکنه .
۶ـ لارښود استاد ته ښودل .
۷ـ د مقالې ایډیټ .
۸ـ دوهم ځل لیکل .
۹ـ یو ځل بیا لوستل .
۱۰ـ جلد بندي کول .
۱۱ ـ ژبنۍ کتنه .
نور په بله برخه کې….