ژباړه اولنډیز: محبوب الله خان
د څېړنې او کره کتنې اړيکې:
څېړنه او کره کتنه دواړه له تخلیق یا پنځونې سره اړیکې لري. تخلیق اصل دی، څېړنه او کره کتنه له تخلیقه پرته نه رامنځته کیږي. که له یوې بلې زاويې ورته وګورو نو د کره کتنې چوکاټونه تر پنځونې مخکې له پنځونې سره یو ځای رامنځته کیږي. ایلیټ په یوه لیکنه کې (The function of criticism 1923) د پنځونې او کره کتنې د صلاحیت په اړه وايي:
(( په حقیقت کې د یوه لیکوال په خپله لیکنه کې د کوښښ ډېره برخه د کره کتنې سره تړاو لري. یانې د شننې جوړښت، غوره کونې، سمونې کوښښ چې څومره کره کتونکي وي هومره پنځونکې وي.)) ۱۸
کله چې یو څو پنځونې رامنځته شي؛ نو هغو ته په کتو سره ارزښتونه او اصول وضع کیږي. ترهغې وروسته چې پنځوونکې نورې پنځونې کوي نو د کره کتونکو وضعه شوي اصول په نظر کې نیسي او په خپلو پنځوونو کې نور پرمختګ او ښېکڼې رامنځته کوي، دلته ضروري نه ده چې هغه سل په سلو کې دکره کتونکو له خوا د وضعه شویو معیارونو او ارزښتونو پابند پاتې شي بلکې له هغو نه مخکې ځي او نوې تجربې ترسره کوي او نوي بریدونه او قوانین رامنځته کوي. په دې وخت کې یو پنځوونکی هم کره کتونکی جوړيږي، مګر دده او د کره کتونکی ترمنځ توپیر دادی چې د پنځوونکي کره کتنه د هغه په ذهن کې پټه پاتې کیږي او کره کتونکي هغه بیا د ټولو ترمخ راوځي او د راتلونکو پنځوونکو او لوستونکو لاروښوونه کوي. د پنځونې او کره کتنې اړیکې څرګندې دي خو ددې اړیکو په اړه ډول ډول نظرونه هم شته دي. زیاتره لیکوال وايي چې دا دواړه له یو بل سره لازم دي. میتهو ارنلډ یې د یووالي کوښښ په دې ډول کړی دی چې: اول باید علم او پوهه راشي او وروسته دې پرېکړه وشي. ۱۹
د بیټ سن (Bateson) نامتو کتاب (The scholar critic) له نومه هم د دوی امتزاج جوتیږي. د یادونې وړ ده چې په انګریزي کې د سکالر مانا څېړونکی او د سکالرشپ مانا د پوهې او فن څېړنه ده. بیټ سن وايي چې د ایلټن اصطلاح (ریسرچ) د ارنلډ پورتنی کلمه علم او د ایلیټ ریښتوني (Facts) درې واړه یوه مانا لري ځکه چې ریښتیا (Fact) یو تاریخي پېښه ده چې په سمه توګه را اخیستل شوی وي. ۲۰
ارنلډ چې علم ته مختوالی ورکړی او پرېکړې ته وروستوالی نو ددې مانا هم داده چې اول دې څېړنه وشي او وروسته کره کتونکې پرېکړه. د ارنلډ په څېر «بیټ سن» هم د څېړنې او کره کتنې د امتزاج پلوي دی، هغه په دوه بېلو ځایونوکې وايي:
(( ادبي کره کتنه او ادبي څېړنه یو د بل په ضد ګڼل غلطه ده. دا دواړه یو د بل نیمګړتیاوې پوره کوي)). که کوم کره کتونکی هسې په ژورنالیزم او تبصرو باندې قانع نه وي نو هغه ته له دې سره سره د څېړونکي جوړیدل هم پکار دي. له څېړونکي او کره کتونکي تېروتنی هم کیږي. یوازې څېړونکې جوړیدل او یوازې کره کتونکې جوړیدل دواړه په بېلابېلو ډولونو په حدودو کېځان ایسارول دی. په انګریزي کې د څېړنې په اړه نامتو کتاب د رچرډ ایلټک (( د ادبي څېړنې فن)) دی. هغه لیکي: ( څېړونکي او کره کتوونکي دواړه د ریښتونولی په موندلو پسې ګرځي، د کره کتونکي اړیکې زیاتره له پنځونې سره وي. د څېړونکي بیا د پنځونې له رامنځته کیدو او د هغی له تاریخ سره څېړونکي چې کوم مالومات راټولوي نوله ټولو نه زیاته ګټه یې کره کتونکي ته رسیږي. څېړونکي هغو مالوماتو ته زیاته پاملرنه کوي چې د ادب په پيژندنه کې ورسره مرسته کوي. څېړنه او کره کتنه سره بېله نه ده- دواړه د ادبي متن کتنه کوي، د پنځونې تر څنګ بیروني مالومات لټوي او دواړه د حقایقو او منطق قدر کوي.۲۱ د کاناډا نامتو څېړونکی او کرکتونکی جارج وهیلي وايي: (( هر یو ریښتونې څېړنکې له کره کتونکي مهارته پرته خپل کار مخکې نه شي بیولی. کره کتونکي ته له څېړنې پرته چاره نشته، که نه یو اغیزمن کره کتونکی به هسې په خپل ځای پاتې وي. له کره کتنې پرته د څېړنې علم یو ډول خیالي خبره پاتې کیږي.)) ۲۲ نامتو کره کتونکي «رینی ویلک» هم داسې وايي: (( ادبي تاریخ له کره کتنې نه معرانه دی- ادبي مورخ ته له کره کتنې سره اړیکې نه درلودل بالکل غلط دي- هره پنځونه که د پرون وي او که د زرکاله دمخه، د هغې تجزیه او پېژندنه د کره کتنې له ارزونو پرته ناممکنه ده. هر چاته د یوه ادبي تاریخ لیکونکي جوړېدو دمخه د کره کتونکي جوړېدل اړین او ضروري دی. که یو کره کتونکی له تاریخي ریښو نه ناخبر وي نو هغه ته به دا هم جوته نه شی چې؛ کومه پنځوونه ازاده ده او کومه اغېزمنه ده.۲۳ په دې موضوع باندې د هندي عالمانو څه نظر دی؟
«ډاکټر ناګیندر» یو کره کتونکی دی – هغه وايي چې ټول علوم په پای کې د فلسفې بڼه غوره کوي.هغه چې نه یې خپلوي د ټیټې درجې دي. د ادب موضوع د ساینس په څېر هسې بې ځانه شیان نه دي او نه د فلسفې په څېر یوازې اصول، په دې کې د پنځوونکي د روح پېژندل پکار دي.
له همدې امله هسې د حقایقو شمیرنه بې ځایه څېړنه ده. فکري او کره کتونکي څېړنه هم سمه نه ده. د ادب په اړه د غربي نظریي خاوندان د هنرمند د روح لټونې کوښښ ته لومړیتوب ورکوي. تردې وروسته هغه د کره کتنې او څېړنې د یووالي او بېلوالي جاج داسې اخلي.
يووالی:
۱ـ دواړه د ادب سره تړلي شکلونه دي.
۲ـ د دواړو کار یو ډول دی. یانې د حقایقو لټونه، پرېښودنه، اخیستنه، بېلونه او پایلې.
بېلوالی:
۱ـ د دواړو ریښه یو څه بېله ده د څېړنې ریښه دا نوسندهان ده چې مانا یې تړل، نښانه ویشتل ده. د کره کتنې ریښه ( لوچن) چې مانا یې کتنه ده، یانې څېړنه د یوې نښانې ترلاسه کول دي او دکره کتنې کار کتل دي.
۲ـ د څېړنې موخه په علم کې زیاتونه ده او د کره کتنې موخه علم پېژنده ده.
۳ـ څېړنه کې لټولو باندې زیات زور اچول کېږي او په کره کتنه کې په پېژندلو باندې.
۴ـ د څېړنې ډېر ډولونه په کره کتنه کې نه شمېرل کیږي او همدارنګه د کره کتنې ډېر ډولونه په څېړنه کې نه شمېرل کیږي.
۵ـ د روح لټول او هنر دکره کتنې ځانګړتیاده، په څېړنه کې هغو ته دومره ارزښت نه ورکول کیږي.
۶ـ د څېړنې کار د ساینس په څېر ترسره کيږي؛ چې په کره کتنه کې بیا داسې نه ده.
تردې وروسته ډاکټر ناګیندر وايي چې، زما په نظر ښه څېړنه له ښې کره کتنې نه بیله نه ده – خو په پای کې بېطرفي پریږدي او خپل نظر څرګندوي، دا هسې په حقایقو ولاړه څېړنه د څېړنې لومړنۍ بڼه او د ټیټې پوړۍ څېړنه ده.
ډاکټر چندر بهان راویت او ډاکټر رام کمار کمنډیلوال په خپل ګډ کتاب کې د څېړنې او کره کتنې توپیر داسې څرګندوي.
۱ـ کره کتونکي د خپلې خوښې پورې تړلې لیکنه کولی شي خو څېړونکي له خپلې خوښې پرته څه لیکي.
۲ـ کره کتونکي د یوې موضوع پورې تړلې لیکنه کولی شي، خو څېړونکي ته خپلواک اوسېده اړین دي.
۳ـ څېړونکي یوه ستونزه مخته کوي او د هغې ذهنې حل وړاندې کوي خو کره کتونکي بیا یوازې د حقیقت په موندلو قانع کیږي او هغه ته د حل وړاندې کول ضروري نه دي.
ـ څېړونکي ټول حقایق راټولوي او تجزیه یې کوي خو کره کتونکي ته ټول حقایق ترمخ کېښودل اړین نه دي.
۵ـ د کره کتونکي اصلي کار تشریح او تاویل دی خو څېړونکی حقایق په عملي توګه ډلبندي کوي.
۶ـ د کره کتونکي موخه د پنځونې پنځوونکي لاره او ښکلا پېژندنه ده خو د څېړونکي موخه تراوسه په علم کې زیاتونه ده.
ډاکټر بیج ناتهه سنګهل وايي چې د څېړنې او کره کتنې د اړیکو د څېړنې دپاره یو څو پوښتنې ځواب کړﺉ لکه: ادب څه دی؟ موږ ولی ادب لولو؟ ددې پوښتنو په ځواب کې د فکرونو او ارزښتونو راتلل ضروري دي. داسې څرګندیږي چې دی هم څېړنه د ادبي ارزښتونو سره یو شان ګڼي؛ مګر داسې نه ده. هغه له پلوي توب نه کار نه اخلي؛ وایي چې په څېړنه کې کره کتنه پټه ده مګر د څېړنې کړنلاره ساینسي ده. هغه د څېړنې او کره کتنې اشتراک او اختلاف داسې څرګندوي.
يووالی:
۱ـ دواړه د ادب څانګې دي.
۲ـ کره کتنه د پنځونې د ژوندانه پېژندنه کوي. څېړنه د وراخوا کارېدونکو حقایقو پېژندنه کوي.
۳ـ کره کتنه هغه عوامل هم لټوي چې پنځوونه ترې اغېزمنه ده او په همدې ډول څېړنې ته ورنژدې کیږي.
۴ـ دواړه حقایق په نظر کې نیسي.
۵ـ په دواړو کې تشریح، تعبیر، شننه، پېژندنه او نور سره یو ځای دي.
۶ـ د دواړو د پای موخه ادب د ټولنې لپاره ګټور ثابتول دي.
اختلاف یا بېلوالی:
۱ـ له کره کتنې دا غوښتنه کیږي چې هغه له ادب سره تړاو پیدا کړي. خو له څېړنې دا غوښتنه نه کیږي.
۲ـ د څېړنې څرګند کار د حقایقو پر بنسټ د نوې مورچې نیول دي.
۳ـ د څېړنې کړنلاره یا عملیه ساینسي ده.
۴ـ څېړنه په بنسټیزه توګه په حقایقو او ریښتونولی ولاړه ده.
۵ـ د څېړنې کار د ساینس په څېر له اشیاو سره دی خو د کره کتنې کار له اشخاصو سره دی ( دا یو څه ستونزمنه خبره ده).
۶ـ څېړنه د پنځونې تر شا رازونه لټوي خو کره کتنه د پنځونې ماهیت لټوي.
۷ـ د څېړنې موضوع یو څه پوښلې ده خو د کره کتنې موضوع څرګنده ده.
۸ـ څېړونکي د خپل کار تر پېل مخکې په هېڅ ډول مفروضاتو باور نه کوي خو په کره کتنه کې ددې ممانعت نشته.
۹ـ د څېړونکي تر مخ کوم ټاکلی معیار نه وي نو د کره کتونکي تر مخ بیا شته دی.
۱۰ـ د څېړنې ژبه ساینسي او له احساساتو نه خالي ده.
د بیج ناتهه سنګهل کتاب په ۱۹۸۰م کال کې خپور شو. دوه کاله وروسته د ډاکټر تلک سنګهـ کتاب راغی. هغه لیکي چې څېړنه او کره کتنه دواړه تشریح کوي او پایلی راباسي خو په دوی کې یو څه توپیر هم شته.
۱ـ تر ټولو لومړنی توپیر معنوي دی یانې د شودهـ ( څېړنې) مانا پاکول او د سمیکشا ( کره کتنې) مانا کتل ده.
۲ـ د دواړو کړنلاره سره بېله ده څېړنه ساینس دی او کره کتنه ژوندی هنر دی.
۳ـ کره کتونکی د پایلو په په راویستلو کې خپلواک دی خو څېړونکي خپلواک نه دی.
نور په بله برخه کې