ليکوال: ډاکتر ګيان چند
ژباړه اولنډیز: محبوب الله خان
د څېړونکي صفتونه
په یوه بریالي څېړونکي کې د ډېرو صفتونو شتون اړین دی، که هغه نوی پوهیالی یا زوړڅېړونکی وي، دلته به د څېړونکي د څو صفتونو یادونه وکړو.
الف : اخلاقي يا کرداري صفت :
د قاضي عبدالودود وینا ده چې که د یوه هېواد د اوسېدونکو د اخلاقی معیار کچه ټېټه وي او له کاره سترګې پټوي نو هلته به عموماً د څېړنې معیار کښته وي.
۱ـ حق ويل:
څېړنه یوازې ادبي بوختیا نه ده بلکې یو مسلک او ذهني رویه او د ژوند لاره ده. دا یو ریښتونی کار دی، څېړونکی باید په لیکنې او ورځني ژوندانه کې ریښتونولي خپل شعار وګرځوي، فریب، ریا او تصنع د څېړنې له مزاج سره برابر نه دي، لکه د یو بل چا موندنه پرته له حوالې خپلول او یا په خپل نامه خپرول.
۲ـ بې تعصبي او بې طرفي :
د خپل مذهب، قوم،ژبې، سیمې، او ادبي ډلې پلوي توب باید ونه شي. که کوم هندو د یوه لیکوال په اړه څېړنه کوي چې دی مخکې هندو که مسلمان دلته که هر ډول اسناد را منخته کېږی باید ښکاره یې کړي، که هغه شیعه وي نو نه ښايي چې د هر شیعه وکالت وکړي لنډ دا چې د څېړونکي لپاره د څېړنې پر وخت هر ډول امتیازات بې مانا دي، څېړنه باید له احساساتو نه خالي وي، له ډلې وراخوا د خپلې خوښې او ناخوښې ادیبانو په اړه هم باید له بې طرفۍ نه کار واخلي. یانې که څوک له کوم لیکوال نه اغېزمن وي، که د څېړنې پر مهال د هغه کومه نیمګړتیا او د هغه په خلاف څه مالومات په لاس ورشي نو هغه باید په هېڅ ډول پټ پاتې نه شي. په همدې ډول د استاد، شاګرد او دوست نیمګړتیاوې پټې ونه ساتي.
۳ـ ضد نه کول:
د څېړنې په پیل کې که په کومه نظریه یا مفروضه قایم شي، که وروسته د هغې په خلاف دلایل وموندلی شي نو د نظریې په بدلېدو کې بایدضد ونه شي مثلاً که څوک په دې نظر وي چې دا شعر د پلانکي شاعر دی خو بل څېړونکې دا شعر د هغه نه دی، که چیرته د هغه نظر ولوستل شي، نوره مطالعه وشي او په پایله کې دا څرګنده شي چې دا شعر د هغه نه دی نو د خبرې په منلو کې باید له ځنډ یا ضد نه کار وانه خیستل شي. په څېړنه او مناظرو کې توپیر دی. په څېړنه کې د موادو او دلایلو تر مطالعې وروسته پایله ترلاسه کېږي او د تایید لپاره یې نور دلایل لټول کېږي.
۴ـ د دنياوي ګټې نه ترلاسه کول:
دولت، انعام، ترفیع او نور باید د څېړنې موخه نه وي. څېړنه باید د علم لپاره وشي. دا نه چې د پي ایچ ډي (PHD) د سند په ترلاسه کولو سره به کار پیدا شي، یا به په کوم پوهنتون کې استاد شي. یا په کوم لیکوال باندې د کتاب لیکلو یا د کوم شاعر د دیوان په ترتیبولو سره ورته له اکاډمۍ له طرفه ورته انعام ورکړ شي، دا ډول غوښتنې فطري دي، څو د داسې غوښتنو تر اغېز لاندې شوې څېړنه به دومره قوي او خوندوره نه وي، څېړنه چې څومره بې غرضه وي هومره قوي او پخه وي.
۵ـ د څېړنې سره بې پايه مينه :
څېړونکی باید له خپل کار سره له زړه نه مینه ولري. او دغه مینه باید هېڅکله کمه نه شي.
۶ـ د کوښښ او د هڅې ماده :
دا له څېړنې سره د زیاتې مینې له امله پیدا کېږي، د یوې وړې پایلې د ترلاسه کولو لپاره د ډېرو اثارو کتنه پکار ده، عبدالرزاق قریشي د څېړونکو د کوښښ دوه مثالونه داسې رانقل کوي « کیونډش په څېړنه کې دومره کوښښ کاوه چې د هغه د غرمۍ ډوډۍ به له یوه سوري نه د هغه د کار په خونه کې کېښودل کېده چې د هغه په کار کې ځنډ را نه شي» زه د دومره زیات کوښښ سپارښتنه نه کوم دا یو ډول څېړنیز رهبانیت دی، د خپلې کورنۍ او ملګرو غوښتنې له پامه غورځولو هېڅ اړتیا نشته. دوهمه بېلګه تر هغه بل یو څه ښه ده شیڅ عبدالقادر د محمود شیراني د کوښښ او له هوساینې د بې نیازې انځور داسې وړاندې کوي « د ګرمۍ موسم و، په سره غرمه کې هغه نری بنیان اغوستی و، نه برېښنا يي پکې ونه لاسي، خو له هغه سره د ګرمۍ هېڅ فکر نه و، شاوخوا یې کتابونه او نسخې پرتې او دی یې په منځ کې ناست په څېړنه بوخت و».
۷ـ په مزاج کې بايد بې صبري نه وي:
په چوپتیا سره باید کار وشي، کېدای شي په صبرۍ سره ډېر کوښښ او هڅه وشي خو کومه ټاکلي پایله ترلاسه نه کړي.
۸ـ اعتدال خوښونکی اوسېدل:
که د چا مبالغه خوښېږي خو دا په څېړنه کې نیمګړتیا ده، داسې نه شي چې څوک دې خوښېږي هغه اسمان ته پورته کړې او څوک چې دې نه خوښېږي هغه کمزوری وښيي، د یوې خبرې لویول پکار نه دي بلکې له احساساتو پرته یې کول او لیکل پکار دی.
۹ـ په پوهه يا علم باندې غرور نه کول:
که چا ته د یو چا په لیکنه کې ګټور مالومات په لاس ورشی او هغه ونه مني او یا د هغو په یادولو کې له ځنډ نه کار واخلي، ځکه چې هېڅوک عالم کل نه دی که څوک د یو چا تېروتنه پیدا کړی نو په یادولو یې باید د برترۍ احساس ونه کړي او په هغه باندې ملنډې ونه وهي.
۱۰ـ اخلاقي جرات:
د چا له و یرې نه باید له ریښتونولی لاس په سر نه شي چې پلانکی څېړونکی پوهاند دی نو؛ د هغه د تېروتنې په یادولو خدای خبر چې د هغه رطبی ته کومه ستونزه پېښه نه شي. یا پلانکی د اکاډمۍ مشر دی، د هغه په تېروتنه پټه خوله پاتې شي، ځکه چې هغه به ورته په کتاب باندې انعام ورنکړي یا د پلانکې رتبه لوړه ده نو د هغه سره اختلاف به خلک په ماپسې څه وايي. که په کومه موضوع او کس دا ډول اندېښنه وي نو له سره پرې کار کول نه دي پکار، په عام ډول اندیښنه، وېره او نور د څېړونکي له شان سره نه ښايي.
ب : ذهني صفتونه :
۱۱ـ غير تقليدي مزاج :
په مذهب کې په غیب باندې ایمان او بیعت جایز دی مګر په څېړنه کې نه، د امام غزالي په رایه د سرسید تایید په لاندې ډول دی.
«هر څېړونکي ته څېړنه لازمه او تقلید حرام دی نو څنګه څېړنه له تقلید سره یوځای کېږي، دا خو داسې ده لکه څوک چې ووايي چې ستا لیدل ضرور دي مګر څه چې ویل شوی هغې ته مه ګوره او د څېړنې له نظره ورته وګوره ». د داسې څېړنو کونکو ته پکار دي چې ټولې هغه خبرې چې له خلکو یې اورېدلي یا دده په زړه کې ګرځېدلي تر مخې کېږدي او له هر څه پرته پرې څېړنه وکړي چې خپله ورته څرګنده شي چې ریښتیا څه دي او درواغ څه دي.
۱۲ـ د ضعيفې عقيدې خاوند نه وي:
د اساطیرو، توهمتونو، خرافاتو او تصوراتو له دایرې نه د وتلو همت ولري.
۱۳ـ هر مهال شکاک اوسېدل:
د هرې لیکنې یا وینا تر منلو د مخه د هغې تجزیه وکړي د هغې په خلاف ممکن دلایل پیدا کړي او هغه دعوا یا وینا سمه یا غلطه ثابېته کړي.
۱۴ـ د ساينسپوه په څېر قاطيعت:
دوه او دوه څلور ویل څه چې وايي دهغې جزیات هماغسې بیان کړي.
۱۵ـ ترتيب :
مواد باید سره سم منظم شي او په منطقي توګه پرې پایلې راوباسي یانې فکري وضاحت په کې څرګندوي.
۱۶ـ سالمه حافظه:
د یوه څېړونکي حافظه باید تر بل هر چا ښه وي.
۱۷ـ په ارام ذهن کار کول:
که ذهن ارام نه وی نو څېړنه به هم سمه ونه شي.
ج : علمي صفتونه:
۱۸ـ د نامالومو موادو مالومول:
په څېړونکي کې دا صفت وي چې نامالوم شیان په علمی ډول څرګند او مالوم کړي.
۱۹ـ له نورو ژبو سره اشنايي:
له خپلې ژبې نه پرته په نورو ژبو هم پوه وي، او له تاریخ، پخوانیو لغاتو داستانونو، قلمي نسخو او ډېر شیانو نه خبروي او په انګلسي ژبه پوهېدل هم ضرور دي، ځکه چې د څېړنې ډېر کتابونه په انګریزي دي یا په بله ژبه کې دي. لنډا دا چې یو څېړونکي په څومره ډېرو ژبو وپوهېږي هومره به یې څېړنه پخه او ګټوره وي.
۲۰ـ تاريخي شعور:
څېړونکی باید له ماضی سره نږدې اړیکې ولري او له تاریخه ښه خبر وی.
۲۱ـ له نور پوهنو سره اشنايي:
که یو څېړونکی له ټولنپوهنې او ارواپوهنې نه خبروي نو ډېر ګټوره ده.
د : ادبي صفتونه:
۲۲ـ د ادبی علومو او پوهنو نه خبرتيا:
په دې کې عروض، تاریخ، د بدیع او بیان علم اونور راځي، که د یو شاعر د کلام یا وینا څېړل وي نو دلته د عرضو او قافیي په علم پوهېدل اړین دي. که څوک له تاریخ لیکنې سره اشنا نه وي نو کېدای شي تاریخو نه غلط راوباسي.
۲۳ـ د کره کتنې سره لېوالتيا:
څېړونکی باید تر یوه بریده له کره کتنې سره هم اشنا وي. ددې دا مانا نه ده چې څېړونکې د څېړنیزې مقالې د لیکلو پر مهال روماني اسلوب اخیتار کړي. ډاکټر تلک سنګهـ ویلي چې له احساساتي اسلوب نه اغیزمنه څېړنه په کره کتنه بدلېږي. زما نظر دا دی چې څېړنه د ادب څانګه ده، له ښکلا ییز حس او کره کتونکی نظر پرته څېړنه له خپلې نېغې کرښې وتلی شي. که په شخص کې پورتنۍ ښېګڼې هر څومره زیاتې وي هغه بریالی څېړونکی دی. په پوهنتونونو کې دننه د څېړنکو لپاره ددی صفتونو د پیدا کولو اړتیا ده تر ټولو ښه خبره داده چې د هغه په مزاج کې د څېړنې ماده وي له یوه شاګردد نه باید وپوښتل شي چې د هغه د څېړنې شعور څه دی. تر اوسه چې کوم کار شوی له هغه خبر دی او څه زیاتول غواړي داسې لیدل کېږی چې په پوهنتون کې د څېړونکو زیات شمېر د بې کارۍ نه د تښتېدو لپاره څېړنه کوي او د ښه سند په ترلاسه کولو سره ورته ښه کار او دنده پیدا شی. که اقتصادي ستونزې له پامه وغورځوو نو له دې نه خو هېڅکله هم دڅيړنې حق نه اداء کېږي.
نور په بله برخه کې….