د تحقیق کار ستونزمن کار دی او هغه کس نه ښه محقق جوړیدای شي چې د ځانګړي استعداد او ذکاوت څښتن نه وي او همدارنګه د څېړنې سره خاصه مینه او رغبت ونه لري. محقق باید زیاته مطالعه ولري او په غوره شوې موضوع چې څېړنه کوي باید زیاته مطالعه ولري او همدارنګه د نورو علومو مطالعه هم اړینه خبره ده، یعنې که یوکس د اجتماعي علومو په برخه کې د ادبیاتو په څانګه کې څېړنې ته اراده یې وي نو ددې لپاره چې د ده علمي کارونه سم پرمخ ولاړ شي او مثبتې نتیجې ته ورسېږي، باید د ارواپوهنې، فلسفې، ټولنپوهنې او داسې نورو علومو مطالعه هم ورته اړینه موضوع ده.
د تحقیقي کار سم پر مخ وړلو لپاره اړینه ده چې یو لړ لارښوونې په نظر کې ونیول شي چې د ځینو یادنه کوم:
اختصار
په تحقیقاتي کارونو کې د موضوع طوالت سم کار نه دی. یو وخت په تخلیقي داستاني ادبیاتو کې رومانونو ډېر لوستونکي درلودل، د وخت او زمان په محدودیتونو سره داسې وخت راغی چې چې د رومان ځان ناول ونیوه او اوس لنډې کیسې ډېر لوستونکي لري. د دې خبرې یادونه مې ځکه وکړه چې اوس خلک وخت کم لري او اوږو موضوعاتو لوستلو ته وخت نه لري نو ځکه باید په تحقیقاتي کارونو کې هم له اوږدو بیاناتو نه ډډه وشي. ډېر لیکوال او محقیقین کله کله په ارادي ډول اوږده اوږده بیانيي او موضوعات راوړي چې موضوع یې لویه شي او خلک ووایي چې فلاني ډېر غټ کتاب لیکلی دی. د غټ کتاب لیکل او یا په یوې لویي موضوع علمي کار کول ناسم کار نه دی، بلکې سم کار دی خو په لویو موضوعاتو کې هم باید له اختصاره کار واخیستل شي.
موضوع باید داسې اختصار شي چې د موضوع محتوا ته تاوان ونه رسېږي. که چېرې موضوع په داسې شان لنډه شي چې د موضوع معنا ته تاوان ورسوي نو په داسې مواردو کې لنډوالی د ګټې پر ځان تاوان رسوي.
مقدمه
د څېړنېزو جوړښتونو لپاره مقدمه لیکل یو اساسي اصل دی. د تحقيقي اثر لپاره مقدمه اړينه موضوع ده او لوستونکى د څېړنېزې موضوع له ټولو ځانګړنو نه ترې معلومات تر لاسه کولای شي.
ځينې ليکوال د سرخبرې او مقدمې ترمنځ توپېر کې سهوه کېږي، چې د سر خبرې او مقدمه يوله بله توپېر لري.
د پيل خبرو کې اکثره شخصي موضوعات راځي، چې ډېر يې پوهنیزه خوا نه لري، خو د څېړنې له صفاتو څخه دي، چې بايد راوړل شي، په مقدمه کې علمي مطالب راځي او راوړل يې د څېړنې لپاره حتمي دي، سريزه په څېړنې کې د داخلېدو د دروازې حيثيت لري او د څېړنې د موضوع يا محتوا سره بايد مستقيماً رابطه ولري، يعنې د سريزې د لوستلو سره بايد د اصلي متن انځور مو مخې ته راشي او د سريزې د لوستلوسره بايد د ټول متن نه باخبره شو.
ختيځو او لويديځو څېړنپوهانو د مقدمې په ليکلو کې د فکر او نظر اختلاف لري، ځينې وايي چې مقدمه دې، د تحقيقي موضوع په پيل کې وليکل شي او ځينې بيا وايي چې سريزه دې په پاى کې وليکل شي، خو زما په پوهه د مقدمې ليکل د څېړنې د کار په پاى کې وليکل شي سمه به وي، ځکه اکثره نوې خبرې او موضوعات د موضوع د ليکلو په پاى کې ذهن ته راځي او د دې خبرو يادول په سريزې کې ضروري دي.
مقدمه د تحقيق لپاره کليدي حيثت لري او اهميت يې د موضوع لپاره زيات دى، د اصلي موضوع سره باید معنوي رابطه ولري او لوستونکى د مقدمې په لوستلو اصلي متن لوستلو ته وهڅوي. (۲۹: ۶۹مخ)
منهج البحث العلمي کې راځي: سریزه د تحقیقي موضوع د مهمو برخو څخه ګڼل کېږي. په سریزه کې باید تحقیق پورې اړوند مختصر او لنډ معلومات ورکړل شي او یادونه وشي چې کومو نورو مخکښانو چې له ده څخه مخکې یې په دې برخه یا موضوع کې کار کړی دی، یادونه یې اړینه ده.
په سریزه کې باید هغه ستونزې او مشکلات هم مشخص شي کوم چې په یوه ځانګړې ساحه کې شتون لري او همدا راز څېړونکي ته چې کومې ستونزې راپيښې شوي او د څېړنې په انجامولو کې یې له منځه وړي دي مشخص کړي، په سریزه کې به مواد او د څېړنې کړنلاره هم روښانه کېږي او همدا راز دا باید هم په ډاکه کړي چې څېړونکی دا ډول کړنلاره د نورو کړنلارو له منځه ولې غوره کړې او مناسبه یې وګڼله، ډېر څېړونکي دا هم غوره ګڼي چې د خپل کار لاسته راوړنه او نتایج هم په سریزه کې ذکړ کړي او لوستونکي دې ته وهڅوي چې د نویو نتایجو او لاسته راوړنو د څرنګوالي په اړوند خبر شي. (منهج البحث، ۲۶ مخ)
په عمومي ډول مقدمه کې لاندې خبرې راوړل ضروري دي:
ـ څېړونکى ټول هغو پوښتنو ته چې د څېړنې د اهميت په هکله د نورو څېړونکيو په ذهن کې پيدا کېږي، ځواب وايي.
ـ نويو موضوعاتو ته اشاره کوي، چې په موضوع کې ورباندې بحث شوى وي.
ـ د څېړنې د غټو غټو عنوانونو بيانول، د څپرکيو ښوول او د موضوع د غوره افکارو يادونه په مقدمې کې ضروري ده.
څېړونکى به په سريزه کې د اول لاس او دویم لاس ماخذونو يادونه کوي او د ځينو ماخذونو اهميت به بيانوي او دا به څرګندوي، چې ماخذونه يې د کوم ځاى لاس ته راوړي دي.
ـ د څېړنې مقدمه د عنوان، خاکې، څپرکيو، لويو او وړو سرليکونو او اصلي متن سره يې علمي، اساسي او معنايي رابطې ضروري ده، مقدمه د اصلي متن د لارښوونو حيثت لري.
ـ په مقدمه کې د موضوع هدف، ارزښت، پوښتنې، شالید او مېتود یادونه اړینه موضوع ده.
د څېړنې لنډیز
د تحقیقي پروژو لپاره د څېړنې لنډیز راوړل مهم دی. د لنډیز محتوا کې هغه مطالب شاملیږي، چې د موضوع لیکوال پرې ټینګار کړی وي. د لنډیز اندازه تر ډېره د موضوع په ډول او اوږدوالي پورې اړه لري. ځينې تحقیقاتي لیکنې په لنډیز باندې زیات تاکید کوي او که چېرې په څینو تحقیقاتي لیکنو کې دغه برخه نه وي باک یې نشته.
د متکلم له افعالو نه باید زیاته استفاده ونه شي
هره علمي او اکاډمیکه لیکنه کې باید نور ماخذونه ولوستل شي. د نورو لیکوالو او محقیقینو نظریات لوستل او همدارنګه کله کله ردول او هم کله کله یې تاییدول اړینه موضوع ده.
په تحقیق کې د نورو لیکوالو د نظریاتو راوړلو سربیره د خپل نظر راوړل په دلایلو سره هم مهمه مسله ده. که چېرې په یوه څېړنه کې د محقق خپل نظریات او افکار هم نه وي نو سمه څېړنه به نه وي خو په ځینو اثارو کې راغلي دي چې محقق باید د خپل نظر په راوړلو کې له احتیاطه کار واخلي او په داسې شان د خپل نظر یادونه وکړي چې د تواضع او خاکسارۍ په څېر وي. محقق دې د غرور او تکبر په شان د خپل د نظر له راوړلو خوداري وکړي.
د نورو مشرانو نظریاتو رد باید په احترامانه ډول وي او همدارنګه تایید یې د چاپلوسۍ او تملق په ډول نه وي.
د فخر او غرور نه ځان ساتنه
محقق باید له غرور او تکبر نه ځان وساتي.د مشرانو لیکوال احترام او همدارنګه د خپل نظر راوړل هم باید په خاکسارۍ ډول وي.
فني اصطلاحاتو کارونه
د څېړنې او تخلیق ژبه سره توپير لري او هره لیکنه د کارونې خپل اصطلاحات لري، ادبي لیکنه خپله او اصطلاحات لري او همدارنګه فلسفي لیکنه خپل اصطلاحات لري.
د علمي اصطلاحاتو کارونه د علمي لیکنو له ځانګړنو څخه ده او په هره لیکنه کې خپل فني اصطلاحاتو نه کار اخیستل کېږي. د مثال په ډول څېړنېزو لیکنو لپاره فني اصطلاحات( څېړنه، میتود، د څېړنې معنا، د څېړنې جوړښت، د څېړنې ارزښت، اهمیت، هدف، شالید او میتود، د څېړنې موضوع، د څېړنې عنوان او داسې نور) دي.
د خپل نظر قوت
محقق د خپل نظر راوړلو صلاحیت لري. دی کولای شي چې د دلایلو پر مبنا خپلې نظر او فکر راوړي خو دی باید د نظر په راوړلو کې له زړه نه تصمیم ولري او په کامل قوت سره خپل نظر راوړي او په دې فکر کې نه وي چې زما نظر به څوک او څومره کسان خوښ او تایید کړي. که چېرې یو لیکوال یا محقق د نورو د خوښې لپاره خپل نظر راوړي او په دې فکر کې وي چې زما نظراو فکر په څومره کسان خوښوي او د چا په خوښه به وي نو دی نه شي کولای چې د خپل نظر څښتن شي.
محقق باید د نظر په راوړلو کې مذبذب نه وي او نه دې په دې فکر کې وي چې په ټولنه کې به له ښه او یا بد عکس العمل سره مخامخ شم. دلته اکثره خبرې په پټو سترګو منل کېږي، که چېرې یو ځوان لیکوال د عمر او پوهې په لحاظ د مشر لیکوال نظر ردوي او خپل نظر راوړي نو کله کله د ډېرو لیکوالو له خوا ورته په ښه سترګو نه کتل کېږي چې په داسې مواردو کې باید د جرات نه کار واخیستل شي.
له اوږده بیاناتو ډډه کول
په تحقیقاتي لیکنه کې باید له طوالت نه ډډه وشي او خپل پیغام او هدف په لنډو الفاظو کې ټولنې ته وړاندې کړي.
په عباراتو کې برابر او کافي الفاظ راوړل د فصاحت او بلاغت روح دی. که چېرې په یوه موضوع کې یو هدف راوړل د زیاتو کلماتو پر ځای په کمو کلماتو کې وشي نو سمه به وي.
د دلایلو قوت
هر محقق حق لري چې خپل نظر سره له دلایلو راوړي خو د لیکوال دلایل باید مستند، قوي او محکم وي او د ده ټول نظریات راوړل باید پر دلایلو برابر وي.
که د بل لیکوال نظر ردېږي نو هغه هم باید په ځانګړي قوت سره وي او که چېرې یوه نظر تاییدیږي هغه هم باید محکم او مستحکم وي.
د اول لاس ماخذ نه استفاده کول
محقق باید د ثانوي(دویم او درېیم لاس) منابعو او موادو پر ځای د بنیادي(اول لاس) ماخذونو استفاده وکړي. په ثانوي ماخذونو کې ستونزي او غلطي ګانې نسبتا بنیادي ماخذونو ته زیاتې وي نو ځکه باید د اول لاس ماخذونو نه ګټه واخیستل شي.
د استدال په ډول د دویم او درېیم لاس ماخذونو نه د نورو لیکوال د نظر تایید او رد پر ځای که اول لاس ماخذونه پيدا او غوره کړو او خپل استدال هم راوړو نو سم کار به وي.
د موضوع ربط
په هرې علمي او تحقیقاتي لیکنې کې باید د موضوع تر منځ ربط او تړاو موجود وي. لوی سر لیک باید د منځپانګې سره علمي رابطه ولري، د موضوع ټول لوی سرلیکونه باید یو د بل سره معنایيزه رابطه ولري، د موضوع ټول کوچني سرلیکونه باید سره ربط ولري.
د هر سرلیک د د ختم کېدو سره باید د لوستونکي سره داسې هڅونه وي چې بل سرلیک او په همدې شان تر پایه پورې موضوع ولولي.
په تخلیقاتي لیکنو کې ناول، رومان او لنډو کیسو کې د تلوسې راوړنه یې د جوړښت اساسي اصل دی خو زما په پوهه په تحقیقاتي لیکنو کې هم باید یو عنوان د بل سره په داسې شکل تړاو ولري چې لوستونکی یې په تلوسه کې وي چې په پښتو ژبه کې ځینې لیکوال دا استعداد او ذکاوت لري.
تفسر او تحلیل
په څېړنه او تحقیق کې د موادو تحلیل او تفسیر لیکنې ته ژبه ورکوي او لوستونکی کولای شي چې په خپله ژبه ورسره خبرې وکړي. بې تحلیله او بې تفسیره تحقیقي لیکنې ته ګونګه لیکنه ویلای شو او لوستونکی ترې تحلیل نه شي اخیستلای.
دا څرګنده خبره ده چې واقعیتونه خپله خبرې نه کوي، بلکې تعبیر او تفسیر ته اړه لري. د څېړونکي د استدال قوت او د بصیرت اندازه هم په دې وروستۍ مرحله کې څرګندیږي.
د معلوماتو او واقعیتونو د تحليل، تعبير او تفسير په هکله (د څېړنې لارښود) اثر کې راغلي دي:
ـ د معلوماتو تفسير بايدد څېړنې د ستونزې واقعیي او رښتينی مفهوم وړاندې کړي.
ـ د واقعیتونو تعبيراو تفسير بايد د څېړنې عملي اړخونه او د استعمال ځايونه څرګندکړي.
ـ د معلوماتوتفسير بايد د څېړنې نتيجه په ګوته کړي او د واقعیتونو ترمنځ اړيکې په نښه کړي.
ـ د معلوماتوپه تفسير کې بايد د څېړنې ارزښت وټاکل شي.
ـ که د څېړنې ستونزه پخوا هم څېړل شوې وي، بايد د اوسنۍ څېړنې تفوق د دلايلو له مخې پر پخوانۍ څېړنې باندې د مقايسې له لارې وښودل شي.
ـ که چېرې څېړونکى په خپله څېړنه کې ځينې نيمګړتياوې احساسوي، بايدد نورو څېړونکيو لپاره تياره اړخونه او د څېړنې کمزورې خواوې په نښه کړي. (۷: ۴۸مخ)
د معلوماتو تحليل او تفسير ډىر مهم دى او د څېړنې تعبير، د ليکنې ژبه ډېر ځله داسې کېږي، چې څېړونکى د موضوع په اړونده له بېلابېلو منابعوڅخه ښه او په زړه پورې معلومات راټول کړي، خو تحليل او تفسير يې په سمه توګه نه شي کولى، نو ځکه يې څېړنه بې خونده، پيکه او مطلوبه نتيجه ورڅخه نه شي ترلاسه کېدلى.
ګلين فرانک وايي: (څېړونکي ډېر دي، خو د تفسير کوونکيو شمېرلږ دي، ځينې څېړونکي چې د معلوماتو د تفسير او تحليل له مخې ارزښت نه شي ټاکلى او د تحليل او تفسير پر وخت د واقعیتونو ترمنځ منطقي رابطه نه شي قايمولى، نو ځکه يې څېړنه کمزورې او نيمګړې وي او د مناسب ارزښت او باور وړ نه شي ګڼل کېداى، د معلوماتو د تحليل او تفسير لپاره کوم ټاکلي قواعدنه دي وضع شوي، دا مسئله تر ډېره حده د څېړونکي په مهارت، استعداد، علميت، ذکاوت او د استدلال او منطق په ځواک پورې اړه لري، چې څنګه کولى شي د راټولوکړو معلوماتو له تحليل او تفسير وروسته لوستونکي ته د څېړنې مطلوبه نتيجه وړاندې کوي. (۲۳: ۱۱۸ـ ۱۱۹مخونه)
اقتباس کارونه
هره تحقیقي لیکنه کې د نورو څېړنېزو لیکنو استفاده کېږي چې د همدغو لیکنو د پوهانو نظریاتو تایید او رد او همدارنګه د خپل نظر راوړل د څېړنې د کارونو اساسي برخه جوړوي او همدارنګه په ټوله تحقیقي پروژه کې د نورو لیکنو نه استفادې ته اقتباس وايي او په ټولو علمي او تحقیقاتي اثارو کې له نورو اثارو استفاده او یادونه خپل طرزالعمل لري.
په تحقیقاتي لیکنو کې به له مراجعو او ماخذونو استفاده کېږي او د همدغو ماخذونو په کارونې سره علمي لیکنه له غیر علمي لیکنې سره بېلولای شو.
ډاکټر مصطفی نیازی( د څېړنې تګلاره) اثر کې د اقتباس په هکله داسې وايي: ( اقتباس دې ته ویل کېږي چې د لیکوال یا محقق له پخوانیو علماوو او پوهانو نظریات او رايي په علمي امانت دارۍ سره نقل کړي، د علمي څېړنو پر مهال څېړونکې ته روا ده چې د مخکنیو له ویناوو څخه اقتباس کوي.( ۱)
د څېړنیزو لیکنو لپاره ماخذونه او مراجع او د اقتباس په ډول له دې کتابونو استفاده کول د موضوع په ارزښت ټاکنه کې اساسي رول لري. بې ماخذه لیکنه ناسمه او علمي نه وي او نه بې اقتباسه لیکنې ته تحقیقي لیکنه ویلای شو نو اقتباسونه د لیکنې د صداقت، اصلیت، سم والي، کره والي او په قوت دلالت کوي. (۲)
د اقتباسونو نه د استفادې لارې چارې ډول ډول په کتابونو کې ښودل شوي دي چې یو ته سم او بل ته ناسم ویل سم کار نه دی خو بیا هم د موادو او مراجعو نه د سمو استفادو کړنه په لاندې ډول دي:
ـ اقتباس (نقل قول) بايد لنډ او د يو مخ څخه تجاوز ونه کړي.
ـ د کوم اصلي او فرعي مرجع نه چې اقتباس کېږي، بايد اشاره ورته وشي.
ـ نقل قول ( اقتباس) بايد د خاصوعلاموپه منځ کې وليکل شي.
ـ قتباس بايد د اصلي ماخذ څخه صورت ونيسي.
د علمي القابو کارونه
په هرې علمي لیکنې کې د نورو لیکوالو د اثارو استفاده کېږي او همدارنګه د دوی نظریات راوړل کېږي او کله کله ردیږي او همدارنګه د دوی د نوم سره د دوی القاب هم راوړل کېږي. د هر محقق د کتاب نه چې استفاده کېږي او دی د علمي او یا تحصیلي القابو درلودونکی وي نو د القابو یادونه یې خپل حق دی. لکه، پوهاند عبدالحی حبیبي، ډاکټر محمداجان حقپال، پوهنیار سیداصغر هاشمي او داسې نور خو هغه القاب چې د خلکو له خوا ورکول شوې وي او کوم علمي بنسټ ونه لري یادونه یې اړینه نه ده، لکه، د پښتو ژبې ستوری، لوی استاد، لوی محقق، ستر محقق، د غزل بابا، د پښتو ژبې پلار او داسې نورو راوړل اړین نه دي.
همدارنګه د څېړنې لپاره د نورو مهمو موضوعاتو راوړل هم مهم دي چې په پورته خبرو بسنه کوم.