هر ښه انسان هغه دی چې د انسان د نوم معنا په ځان کې ولري. که چېرې انسان کې د انسان د نوم معنا نه وي نو داسې کس ته انسان ویل سم کار نه دی.

هر ښه څېړونکی باید خپلې ځانګړنې او خصوصیات ولري او همدغه ځانګړنې دي چې ښه څېړونکی له هغه څېړونکي بېلوي چې د څېړنې له اساساتو او لارو چارو نه سم معلومات ونه لري.

د څېړونکي اخلاقي صفات

محقق باید د ځانګړو اخلاقو څښتن وي او د تحقیق په جریان کې د اخلاقي صفاتو استفاده وکړي.لکه:

۱.محقق دې حق ویوونکی وي: څېړنه متخصص محقق غواړي چې تحقیق یې کاروبار وي او د زړه مینه او رغبت له خپل علمي کار سره ولري.

محقق باید د اسلامیت او انسانیت په چوکاټ برابر وي او په روزمره ژوند کې له درواغو ویلو اعتنا وکړي نو دی بیا د تحقیق په کارونو کې په ارادي او غیر ارادي ډول حق ویونکی وي او هېڅکله هم د درواغو ویلو فکر ورسره نه پیدا کېږي.

څېړونکی باید په روزمره ژوند کې بې ریا، چل او فریب ورکوونکی نه وي. د ده ټولو اکاډمیکو کارونه باید صدق او رښتینولي موجود وي. له ماخذونو او موادو استفاده کول د هر محقق حق دی خو بده خبره دا ده چې په څېړنه کې له ماخذه استفاده وشي او یادونه یې ونه شي.

۲.محقق دې بې تعصبه وي: د الله تعالی په اصولو ژوند تېرول د دواړو کونو کامیابي ده. د الله تعالی د ویناوو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشادات دي چې نشنلیزم سم کار او عمل نه دی.

محقق دې په تحقیق کې مذهب، قوم، ژبه، ځای او سمت په نظر کې نیولو سره یو طرفه قضاوت نه کوي او باید له تعصبه پاک زړه ولري.

که کوم ایرانی محقق په فارسی ژبه د سیدجمال الدین افغان باندې څېړنې ته ملا وتړي نو دی باید بې تعصبه څېړنه وکړي او حقیقت باید د دې لپاره پټ نه کړي چې د قوم، مذهب او سمت په نظر کې نیولو سره حق ثابت نه کړي.

که چېرې محقق د خپلې کورنۍ په یوه غړي څېړنې ته تصمیم ولري او د کورنۍ د غړي ځېنې ستونزې پټې او حقایق ښکاره نه کړي، په اصل کې محقق له تعصبه کار واخیست او بې طرفانه کړنه یې سرته ونه رسوله.

که چېرې یو محصل د خپل استاد په باب حقایقو تر لاسه کولو هیله ولري نو دی مجبوره دی چې په ټولو مثبتو او منفي کړنو یې بحث وکړي.

د افلاطون او ارسطو تر منځ د استادۍ او شاګردۍ اړیکې وې او یو د بل تر منځ یې علمي، فکري او نظري اختلافات درلودل.شاګرد ویلې چې استاد راباندې ګران دی خو حقیقت راباندې له استاده هم ګران دی. دې خبرې په تایید سره به دومره ووایم چې(الحق) د الله تعالی نوم دی او حق ویل او اثبات ته رسولو کې باید له دقت، جرات، پوهې او علمي توانمدۍ په نظر کې نیولو سره له احتیاطه کار واخلو.

د الله تعالی د حق د نوم د معنا په نظر کې نیولو سره باید هر انسان حق ویونکی وي، حق پالونکی وي، خلکو ته حق ورکوونکی وي، د باطل سره مبارزه او د حق طرفدار وي او داسې نوره لویه با مفهومه معنا لري نو له همدې امله په څېړنه کې له هر ډول تعصبه او بې طرفۍ په نظر کې نیولو سره حق او حقیقت ویل سم او اسلامي کار دی.

۳.څېړونکی باید ضدي نه وي:هره څېړنه د نویو خبرو او نویو فرضیو د اثبات لپاره هغه هلې ځلې دي چې د ټولنې د پرمختګ لپاره اساسي اصل دی.

که چېرې محقق ذهن ته نوې طرحه او فرضیه راشي او د هغه د ثابتولو لپاره علمي هڅې پیل کړي او په پيل، منځ او یا د کار په پای کې ورته معلومه شي چې دی په غیر مستقیمې لارې روان دی او یا یې فرضیه سمه نه ده نو دی باید حقیقت ښکاره کړي او ضد ونه کړي. ساینسي او اجتماعي علوم ورځ تر بلې په پرمختګ او تحول کې دي، کله کله په اجتماعي علومو کې محقق یوه خبره کوي خو څو کلونه وروسته پوهېږي چې خبرې یې ناسمې دي نو دی باید خپله خبره سمه کړي او په اینده کې ناسمه موضوع تکرار نه کړي.

زما پخوانيو علمي کارونو کې ځینې داسې خبرې شته چې زما په فکر د تامل وړ دي او زما د مطالعې پر اساس باید باید نور تکرار نه شي چې ما خپلو وروستیو کارونو کې یاودنه یې کړې ده. یعنې محقق باید ضدي نه وي او په دې باید پوه شي چې علم په پرمختګ کې دی او نظریات او افکار هم نوي کېدای شي.

۴.څېړونکی باید د مال او دولت لپاره کار ونه کړي: که چېرې محقق د پيسو لپاره بل چا ته علمي کار کوي نو دا سم کار نه دی.کله کله ځینې دوستان نورو ته مونوګرافونه، تېزسسونه، ډېزرتیشنونه او داسې نورې علمي لیکنې دمادیاتو لپاره کوي، لیکوال او څوک چې دا کار په بل چا کوي دواړه ګنهګاره دي، لیکوال ته یې پیسې حرامې دي او د علمي او پوهې سره لوی خیانت دی.

که چېرې محقق علمي کار وکړي او له چاپه وروسته مادیات ترې تر لاسه کړي نو دا بیا سم کار دی او د لیکوال حق دی. په نورې نړۍ کې محققین، ژباړونکي، تخلیقګران او داسې نور پوهان خپل د روزمره ژوند امکانات له همدې کاره پوره کوي. په ایران کې ژباړونکیو ته په هره کرښه او یا په هر حرف پیسې ورکوي.

زه ډېر داسې کسان پېژنم چې مونوګرافونه او تېزسسونه نورو کسانو په پیسو لیکي چې دا د علم، پوهې او فرهنګ سره لوی خیانت دی.

۵.څېړونکی باید له موضوع سره مینه ولري:څېړونکی دې له انتخاب شوې موضوع سره مینه ولري.موضوع دې په خپله خوښه غوره کړي، ځکه چې ټولې ښېګڼې او بدګڼې محقق سره تړاو لري، نیکنامي او بدنامي محقق ته ده.

تحقیق کا فن کې راغلي دي: که چېرې مور او پلار خپل زوی ته ووايي چې د فلانۍ نجلۍ سره مینه وکړه چې تا ته یې کوم، که چېرې هلک د خپلې کورنۍ خبره هم ومني خو نتیجه به یې ناسمه وي، ځکه چې مینه هغه تاثر دی چې د انسان له دنننۍ توکو سره اړیکه لري او خپل خوښه پکې رول لري، په همدې شان تحقیقي موضوع باید په خپله خوښه انتخاب شي او باید ورسره مینه او رغبت ولرو.

۶.څېړونکی باید زحمت ایستونکی وي:سمه او پرمختللې څېړنه اسانه کار نه دی او ډېر زحمت غواړي. د پښتو نظم تاریخ(لومړۍ او دویمه دورې) تر سرلیک لاندې موضوع په یو کال کې پای ته ورسوله، په یو کال کې شاو خوا ۳۴۰ ورځو او شپو کې هره یوه ورځ او شپه کې شاو خوا لس ساعته علمي کار مې کړی دی. په دې دومره ورځو او شپو کې په خپل وخت ډوډی او چای نه مې استفاده کړې نه ده.

د همدې موضوع لپاره شاو خوا ۱۲۰ اثره ما لوستي وه او د موضوع په تکمیل ترې ګټه اخیستل شوې ده. د دومره کتابونو لوستل له زحمت ډک کار دی.

څېړنه سوزنده له زړه نه مینه غواړي، د څېړنې په جریان کې زحمتونه او تکالیف یې هم یو ډول خوند لري.

۷.څېړونکی باید صبر کوونکی وي:کله چې محقق د نوې فرضيی د ثابتولو لپاره هڅې پیل کړي، امکان یې شته چې فرضیه ناکامه او منفي پایلو ته ولاړه شي نو په داسې مواردو کې محقق ته صبر او حوصیله پکار ده.

په نړۍ کې دوه ډوله محققین لرو. یو یې هغه دي چې په تحقیق کې له دقته کار اخلي، لکه افغانستان کې پوهاند عبدالحی حبیبي او پښتونخوا کې استاد دوست محمد کامل مومند دي. دویمه ډله هغه محققین دي چې په څېړنه کې له سرعته کار اخلي، لکه پښتونخوا کې همیش خلیل. دواړه ډوله څېړونکي باید له صبر او حوصیلې کار واخلي.

۸.څېړونکی باید عادل وي:د ژوند په ټولو چارو کې عدالت، برابري او مساوات پکار دی. د حق ثابتونکی(محقق) په خپل علمي او اکاډمیک کار کې له اعتداله کار واخلي.تحقیق او تخلیق کې یو توپیر د ژبې کارونه ده. د تحقیقاتو ژبه روانه، ساده، عام فهمه او معیاري وي، مبالغه او له ډولونو یې د ژبې په کارونه کې کار وانه خیستل شي خو په تخلیقاتو کې د مبالغې استفاده کول ناسم کار نه دی.

مبالغه په څېړنه کې بد عمل دی او محقق باید په تحقیق کې له اعتداله کار واخلي، که چېرې محقق په یو کس څېړنې ته اراده ولري او علمي کار پرې پیل کړي نو دی باید سمتي، ژبني، قومي، مذهبي، کورني او داسې نور مسایل په نظر کې نه نیسي. که چېرې(خلق دیموکراتیک ګوند)کې کوم کس د اینجینر ګلدبدین حکمتیار په علمي هڅو تحقیق کوي نو دی باید تنظیمي او نور مسایل پریږدي او دده په علمي هڅو باید د علميت په رڼا کې بحث وشي. که چېرې د حزب اسلامي د ګوند کوم غړی په اکاډمیسین سلیمان لایق په علمي خدمتونو او شاعرۍ بحث کوي نو دی هم باید له هر ډول مسایلو ته شا کړي او د علم پر بنا حقایق اثبات ته ورسوي. یعنې د دواړو ګوندونو محققین باید له برابرۍ نه کار واخلي او په علمي کارونو کې یې باید د تعصب بوی نه وي، داسې نه وي چې کوم کس مو خوښ شي نو لوی انسان یې معرفي کړئ او کوم کس چې مو خوښ نه شي له خپل اصلي حد نه ټيټ معرفي کړئ. محقق دې د حق د ثابتولو لپاره له بې طرفۍ نه کار واخلي.

۹.محقق باید متکبر نه وي: الله تعالی په خپلې پیرزویینې او لوریینې پر انسانانو ښکلاوې، ذکاوتونه، خوشحالیګانې، خفګانونه، ځواکمنتیا، ضعیف والی، بې اولادي، ښکلی ژوند، خراب ژوند او داسې نور مسایل په تقسیم سره ورکړي دي.که کوم کس ته علمي ذکاوت، پوهه او د  علمي تحقیقاتي او تخلیقاتي کارونو ذکاوت ورکړي نو دی باید د الله تعالی شکر ادا کړي او ډېر برده بار، کمینه او د انسانیت او اسلامیت په چوکاټ برابر انسان باید وي.

که چېرې د عمر او پوهې په لحاظ مشر محقق د عمر او پوهې په لحاظ د کشر لیکوال له اثر استفاده کوي نو د ماخذ په ښودنه کې دې د کسر شان احساس نه کوي.ځېنې داسې لیکوال شته چې د کم عمر لیکوال له اثره ګټه اخلي خو یادونه د ځان لپاره کسر شان ګڼي، سره له دې چې د عمر په لحاظ دغه د کم عمر محقق به د پوهې په لحاظ د هغه محقق نه چې له اثر یادونه یې نه کوي برتره وي، چې دغه شان بې ځایه غرور په تحقیق کې مناسب عمل نه دی. که چېرې د یو لیکوال په علمي اثر کې ګټور معلومات وي نو پر ځای استفاده کول یې سم کار دی.

هیڅ انسان جامع الکمالات نه وي او که چېرې کوم محقق د بل محقق نظر ردوي، د ځان د برترۍ احساس دې نه کوي.

۱۰.اخلاقي جرآت: محقق باید د ویرې او ترس پر اساس حق ته ناحقه نه وايي. د څېړونکي وظیفه د نا حقو نه حق بېلول دي نو هېڅکله دې محقق داسې موضوع نه انتخابوي چې په موضوع د کار  کول ورته د خوف او ځینو نورو ټولنېزو ستونزو لامل وګرځي.کله چې محقق موضوع انتخاب کړه نو بیا دې په جرآتمندانه ډول له پیله تر پایه د حقیقت پر بنا پای ته ورسوي.

که چېرې محقق د پوهنتون د کوم استاد په ژوند څېړنې ته اراده ولري، د حقایق ویلو پر اساس په اینده کې ځینو مشکلاتو سره مخامخ شي نو داسې موضوع دې نه انتخابوي، که چېرې یې غوره کړه نو بیا دې له حقایقو سترګې نه پټوي.

د څېړونکي ذهني صفات

د ژوند په هره چاره کې استعداد او ذکاوت د الله تعالی پيرزویینه ده. د ګاردنر ارواپوه له نظره د نړۍ ټول انسانان اته ډوله هوشونه او ذکاوتونه لري، که چېرې تربیه او وپالل شي، ګټه به یې ځان او ټولنې ته وي.

د دغو اتو ډوله ذکاوتونو یو ډول(د ژبو د پېژندلو  هوش) دی.اکثره شاعران او ورځپانه لیکونکي پکې راتلای شي.

اکثر محققین د ژبو د پېژندلو هوش او یا منطقي هوش خاوندان  وي چې د منطقي هوش خاوندانو کې ریاضي پوهان او نور عالمان راتلای شي.

د تحقیق کار اسانه عمل نه دی، ځانګړی استعداد، علمي هڅه، تحقیق په جریان کې د عمر تېریدل، د پوهانو سره علمي مباحثه او داسې نور مسایل غواړي.

۱.څېړونکی باید دقیق فکر ولري: محقق باید هره خبره په پټو سترګو ونه مني او د علمي حقیقت اثبات ته رسولو لپاره لازمه ده چې دقیق فکر ولري. که چېرې محقق د بل محقق هر حقیقت ومني نو کله هم د نویو حقایقو لپاره زمینه نه برابریږي نو له همدې امله محقق دې شکاک وي او هرې علمي مسلې ته دې د شک په سترګو وګوري.

فرانسس بېکن وايي: (د وخت علما راټول شوي وو، د آس د غاښونو په شمېر باندې بحث کاوه. دوی ټولو پخواني کتابونه لټ په لټ را واړول، چې د اس غاښونو شمېر ځانته معلوم کړي. ډېرې ورځې غونډې وشوې، علماوو ګمان کاوه چې په کتابونو کې هر شی پيدا کېږي، حتماً به په کوم کتاب کې راغلي وي.بحثونه روان وو او کتابونه تر مطالعې لاندې نيول شوي وو، چې په دې وخت کې يو شاګرد بې حوصلې شو او ويې ويل راځئ د آس خوله پورته کړو او غاښونه يې وشمېرو، علماوو ته ډېر قهر ورغی او ګومان يې کاوه، چې د شاګرد اعصاب خراب شوي دي.

په منځنيو پېړيو کې ارسطو دومره شهرت درلوده، چې اکثره مناقشې به دده د نظرياتو په وسيله حل کېدې. د رنسانس تر دورې پورې د ارسطو نظريې د کاڼو د کرښې په شان ګڼل کېدې.

ارسطو داسې نظر درلود،چې د ښځو غاښونه د سړو تر غاښونو کم دي، که څه هم ده دوه واره واده کړی و، مګر ده هيڅکله زيار ونه ايسته چې دغه دعوا د خپلو ښځو د غاښونو په ګڼلوسره ثابته کړي.(۷: ۲ـ ۳مخونه)

د پورته مسایلو مفهوم دا دی چې محقق باید هره خبره په بې دلیله ونه مني او تر څو چې د خپل فکر او نظر اطمینان یې حاصل شوی نه وي. د الله تعالی احکام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ویناوې باید بې دلیله ومنل شي او هره خبره یې د کاڼې کرښه ده نور ټول علوم په تغیر او تبدیل کې دي او ورځ تر بلې په ساینس او اجتماعي پوهنو کې تغیرات او تحولات راتلای شي.

په اسلام کې د احادیثو د روایت مسله په دې مفهوم ده چې راوي باید دقیق، ثقه او په ځینو نورو معیارونو برابر وي.

محقق باید د ذهني قوت خاوند وي او هرې موضوع ته انتقادي تفکر وکړي، همدا انتقادي تفکر دی چې فکر او نظر ته پرمختګ ورکوي او محقق د خپل فکر خاوند کېدای شي.

۲.محقق بایدکمزورې عقیده ونه ولري:څېړونکی باید هره موضوع په دقیق ډول تر بحث لاندې ونیسي او افسانوي، روایتي، بې بنسټه، بې معنا، خرافاتي خبرې او د فکر او نظر نه منوونکې خبرې باید ونه مني.

کوچنی وم، کله کله به د کور مشرانو د موږ ته کیسې کولې، موږ به په شوق اوریدلې او داسې فکر مو کاوه چې دا به حقیقت لري خو اوس پوهېږم چې هغه ټولې افسانوي او روایتي کيسې وې. یا د رحمان بابا په هکله ځینې افسانوي خبرې شته دي چې منل یې د تامل وړ دي نو محقق باید عقیدوي ځواکمنتیا ولري.

۳.محقق باید ذهني شکاکیت ولري: د اسلامي علومو پرته په عصري پوهنو کې هره خبره بې دلیله منل د دې لامل کېږي چې د خپل فکر څښتن کېدای نه شي نوله همدې امله څېړونکی دې شکاک وي.

۴.د ښې حافظې درلودل: دا د الله تعالی پیرزو ده چې ځینو انسانانو ته خلاق فکر ورکوي او یا ځینې خلک تیز ذهن، ډېر تیز ذهن او یا نابغه ګان وي. محقق باید ښه ذهن ولري او د تحقق ځانګړي ذکاوت څښتن وي.

 د څېړونکی علمي اوصاف

د څېړونکي کار د پوهې او علم په واسطه ځان او ټولنې ته خدمت کول دي. محقق باید د پوهې خاوند وي او دی باید ځینې علمي صفات ولري ترڅو چې وکولای شي چې پرمختللی تحقیق وکړي.

۱.د نامعلوم نه معلوم لاس ته راوړل: د محقق کار حقیقت اثباتول دي، دغه حقایق پټ او نامعلوم وي او معلومول او اثبات ته رسولو کار د څېړونکي دی. محقق باید سم معلومات له ناسمو بېل کړي او حق بېلول د باطل څخه وظیفه پر غاړه لري.

۲.په نورو ژبو پوهیدل:که چېرې څېړونکی په پښتو ژبه تحقق کوي نو دی باید د فارسي، انګریزي، روسي، عربي او داسې نورو مهمو ژبو پوهیدل ورته اړین دي.

که چېرې محقق د څېړنې په لارو چارو اثر لیکلو ته اراده ولري نو دی باید د پښتو سربیره په نورو ژبو د دې موضوع اړوند مواد او منابع هم مطالعه کړي.

د پښتو ادبیاتو محصل باید د فارسي ادبیاتو مطالعه ولري او همدارنګه د فارسي ادبیاتو محصل باید د عربي ادبیاتو مطالعه ولري، ځکه چې پښتو او فارسي او همدارنګه فارسي او عربي ډېرې نژدې اړیکې لري.

۳.په تاریخ پوهیدل:محقق باید له تاریخه معلومات ولري. که چېرې په ساینسي او اجتماعي علومو کې تحقیق کېږي نو د هرې موضوع په تاریخې شالید پوهیدل پکې اړین دي.

که یو کس په ساینس کې د کولرا په مرض نوی تحقیق کوي نو دی مجبوره دی چې د کولرا تاریخي شالید نه مطالعه ولري.

که یو کس د خوشحال خان په ژوند تحقیق کوي نو دی هم باید د هغه د وخت ټول تاریخي مسایل تر نظر تیر کړي او پوره معلومات یې ولري.

۴.په نورو علومو پوهیدل:محقق باید د ځانګړې شوې موضوع اړوند علم پرته د نورو پوهنو مطالعه هم ورته اړینه ده.

که محقق د پښتو ادبیاتو متخصص وي، پښتو ادبیاتو کې پر ادب تاریخ کار کولو اراده ولري نو دی باید د ادب پوهنې، ژبپوهنې او ادب تیورۍ مطالعه ولري. له دې درېیو برخو پرته باید د اجتماعي علومو د نورو برخو مطالعه هم ولري. د ادبیاتو لپاره ارواپوهنه، فلسفه، تاریخ، ټولنپوهنه، وګړپوهنه او داسې نورې پوهنې ضروري دي.

د څېړونکي ادبي صفات

په علومو کې د هرې څانګې متخصص محقق باید د اړوندې برخې مطالعه ولري. که محقق د تاریخ او جغرافیي په برخه کې تحقیق ته اراده ولري نو دی باید د اجتماعیاتو د علم مطالعه ولري. د طبي علومو په برخه کې څېړونکی دی د طبي مطالعه ولري او د ادبیاتو د علم محقق باید ادبي صفات ولري.

۱.د ادبي علومو مطالعه:د علم د هرې څانګې متخصص محقق باید د پوهنو د هماغې څانګې مطالعه ولري. د ادبیاتو د برخې محقق باید د ادبي علومو مطالعه ولري نو ځکه د څېړنې لپاره تخصص اصل دی، په دې شرط چې د تخصص د وخت او زمانه یې سمه ګټه اخیستې وي.

د عروضو علم، د تاریخ علم، د بیان علم، د قافيي علم او د ادبپوهنې، ژبپوهنې او ادبي تیورۍ مطالعه د ادبي علومو متخصص څېړونکي ته مهمه ده.

۲.د څېړنې د لارو چارو سره بلدتیا:هر محقق باید د څېړنې له اصولو باخبره وي او د تحقیق د لارو چارو په هکله د اثارو مطالعه باید ولري. څېړنې خپلې لارې چارې او ځانګړی معنوي او فزیکي جوړښت لري او محقق باید د تحقیق ځانګړی علمي صلاحیت ولري. د محقق د ادبي کره کتنې سره بلدتیا هم مهمه ده، سره له دې چې د تحقیق لارې چارې او د تنقید لارې سره بېلې دي خو بیا هم محقق باید د کره کتنې له اصول خبر وي.

څېړنه خاص ذوق او استعداد غواړي، که چېرې کوم کس سره مینه وي چې تحقیق وکړي نو پورتنۍ ځانګړنې دې په ځان کې پیدا کړي، ترڅو چې کارونه یې سم او پرمختللي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *