د افغانستان حکومت له مودو راهیسی پدی تمه وه چې کله به د اقتصادي راکړې ورکړې لپاره ښه لاره برابره کړې تیرو کلونو ته په کتو سره که وګورو افغانستان له یوه ګاونډي هیواد سره اقتصادې راکړه ورکړه درلوده چې هغه یو د پاکستان هیواد و چې خپل صادرات او واردات یې د دوؤ لارو کول چې یوه لاره یې د طورخم او بله لاره یې د سپین بودلک وه په تیرو پنځلس کلونو کې افغانستان خپل ستر اکمالات په همدغو لارو وړل او راوړل یادې دوه لاری د افغانستان لپاره ډير مهمې لارې بلل کیدې کله چې هم د کاونډي هیواد پاکستان سره د افغانستان کومه سیاسې شخړه را منځ ته کیده په لومړې سر کې به همدا دوه خپلې لارې بندولې پاکستان به د همدې لارو خپل اقتصادې غچ د افغانستان څخه اخیستلو کله هم چې دغه لارې بندیدلې نو د دواړو هیوادونو تجارانو او خلکو ته به ډيره خساره رسیده د دې سره به سم افغانستان له ډيرو ستونزو سره مخ کیدو ځکه کله هم چې پاکستان لارې بندولی نو ساعتونه بعد به په افغانستان کې د توکو قیمت ډير پورته کیده د حامد کرزې د نظام څخه وروسته کله چې ټاکنې وشوې او د ملې وحدت حکومت منځ ته راغې نو په لومړې سر کې د ملی وحدت حکومت ډیر تمرکز په اقتصادې پروژو باندې وکړو چې د دغو جملو څخه لکه چابهار پورت، ټاپې، د سلما ډيم د دغو سترو پروژو افتتاح وشوه کله هم چې دغه یادې پروژي افتتاح شوې نو له دې سره سم پاکستان پدې وتوانیدو چې خپلې اړیکې د افغانستان سره خرابې کړې او دا یی افغانستان ته ثابته کړه چې وروسته له دې پروژو پاکستان په ګوزه پختونخوا کې افغانان دی ته مجبور کړل چې خپل کورونه ګران افغانستان ته راوړې او خپل ژوند ته په پاکستان کې د پاې ټکې کیږدی چی دا یوه لویه لاسته راوړنه د افغانستان وه مګر پاکستان ته یوه درنه خساره وه د دې سره پاکستان د افغانستان په خاوره هم جنګ شروع کړو چې د څو مودو لپآره د طورخم لاره یې د افغانستان پرمخ وتړله دغه لار د یوې میاشتې هم ډيره تړل شوې وه خو د افغانستان په اقتصاد یې هیڅ کوم اثر او یا منفی اغیز نه درلود ژوند ډیر نورمال و په نرخونو کې هیڅ تفاوت نه وو راغلی هغه پدې معنې چې افغانستان د بدیلو لارو خپل صادرات او واردات شروع کړل د دې شخړې سره یې سم افغانستان خپلې راکړې ورکړې په ډیره پورته کچه راټیټې کړې او پآکستان ته یې دا وښوده چې افغانستان هم د خپلو بدیلو لارو څخه ګټه پورته کولې شې کله هم چې د چابهار بندر پرانیستل شو نو هلته په پاکستان کې پاکستانې تجارانو ته ډير تاوان ورسید او خپل هغه مالونه چې په لاره ول هغه ټول خراب شول او څه چې ورسره نو پاتې ول په ډیره کمه بیه یې خرڅ کړل حتا دی ته اړ شول چې خپلې فابریکې بندې کړې او دا کار وشو چې د دې سره پاکستان هیواد یو ډیره ستره اقتصادې خسارې سره مخ شو د پاکستان تجارانو لاریونونه وکړل او پاکستان یی دی ته مجبور کړو چې د افغانستان سره خپلې اړیکې بیا په ښه توکه جوړې کړې خو پدې ونه توانیدل چې بیرته پخوانې حالات ته راشې.
افغانستان کله هم د هیچا سره نه اقتصادې او نه سیاسې دښمنې لرې خپلې اړیکې په ښه توکه ساتې کله هم چې د چابهار بندر یا پورټ پرانیستل شو نو د افغانانو نوې هیلې یې پیدا کړې او په دې ډاډ شول چې افغانستان هم یوه ښه بدیله اقتصادې لار ځان ته پیدا کړه د پرانیستلو سره سم په لومړې سر کې د هند هیواد خپل ۱۵ زره ټنه غنم په همدې لار افغانستان ته صادر کړل چې د دې سره د افغانستان په وارداتو او صادراتو کې ډير ښه مثبت بدلون رامنځ ته شو، ورسره پانګوالو خپلو پانګو ته دوام ورکړو.