د چاردرې ولسوالۍ د کندز د ځینو نورو ولسوالیو په څېر یو له هغو زرغونو او کرنیزو ولسوالیو څخه  ده  چې  ډېر  وګړي  يې  د بزګرۍ او مالدارۍ په  چارو باندې  بوخت دي. د سلهاو  طبیعي او معنوي ښکلاو سربېره چې  دا ولسوالۍ  يې لري ، بله ستره طبیعي  ښکلا چې  دغه چاپېریال ته خدای تعالی  وربخښلې ده  هغه د دې  ولسوالۍ سیند  او دوه  هسک  د قره باتور او کورې تاو غرونه او د خواجه کفتر دښته ده.  د چاردرې سیند  د شیبر د زړه نه راوتلی او د خامار غوندې په چاردرې باند  راتېر شوی  او اوبه یې د آمو سیند  ته غورځېږي  چې د دې ولسوالۍ  په زرهاو  هکتاره ځمکې هم د همدغه سیند  له اوبو څخه  خړوبه او زرغونېږي.

بل سینګار د دې ولسوالۍ لویدیز خوا ته  هسک ولاړ  د قره باتور غر دی چې چاردرې  ته يې  یو ځانګړې طبیعي  او جغرافیوي ښکلا  ور په برخه کړېده.

د نوموړي  غره په لمن کې بېلابېل  قومونه لکه: ازبک، هزاره  او لرخابي  مېشت دي چې زیاتره يې  د دې سیمې د ښې  او حاصل خېزه  خاورې  په لرلو سره په للمي کرکېله  باندې  بوخت  او په خپلو  ځمکو  کې  خټکي، هندواڼې، غنم ، زغر او  نورې دانې  کري. او ځينې  نور هستوګن  يې  د مالدارۍ کسب کوي. په ژمي کې  چې کله هوا  روښانه  وي  نو د قره باتور غر  د خان آباد  او اشکمش د غرونو په  څېر د سهار په موده کې  په سپینو واورو باندې  داسې پوښل شوی ښکاري لکه په پسرلي کې چې  د بادامو ونې سپین ګلان وکړي.  د پسرلي په موسم کې د زرکانو آوازونو  د غرڅه ګانو  شتون  د پستې شنو ګورورو  ونو، د چوکري، رواش، خېزو او د نورو سلهاو طبیعي بوټو او ګلانو بوی  او  رنګ  د قره باطور سیمې ته  یوه  زړه  راښکونکې ښکلا ورکړېده . کله چې په پسرلي کې دا  غر او  شاوخوا  دښتې يې شین زمردي  څادر واغوندي  نو بیا د ځورېدلو  او ستړو  زړونو د خوشحالېدو او ټيکاو لپاره  یو په زړه پورې  ځای  وګرځي چې د چاردرې  ولسوالۍ ډېری  ځوانان  بیا دغې  سیمې ته د مېلو او لوبو  لپاره  ورځي.  پخوا کلونو  کې  به د دغه  غره  درې او لمنې  له زمریانو  او پړانګانو  نه تشې نه وې خو اوس پکې  یواځې لېوان پاتې دي  چې کله ناکله  د مېږو په رمو باندې  بریدونه کوي او داړي يې. په کوم کال کې  چې  ژمی  واورین  راشي نو مالداران د غره نه  راکوز په شاوخوا دښتو کې  یخدانونه  جوړوي او واورې پکې زېرمه کوي  چې په اوړي کې بیا ترې ګټه اخلي.

نوموړی  ځای پراخه ورشو ګانې او څړځایونه لري  چې د ډېرو مالدارانو چاره پکې کیږي. د پسرلي په لومړیو  ورځو کې ورته د نورو سیمو مالداران  هم سره له بال او بچ  راځي او دغلته  د خدای  (ج)  په ستر دربار کې  د شنه  آسمان د رڼو ستورو لاندې  د پسرلي په ګلورینه فضا کې  د مننې او خوښۍ  شپې سبا کوي.

د پسرلي په سهار  او مازیګر کې  د قره باطور غر او شاوخوا  سیمو باندې يې د لمر زرینې  وړانګې  داسې برېښي لکه  ناوې چې په سر باندې  ورېښمین شال غوړولی وي، د هرې درې د ګلبوټو  ښه بوی، د بلبلانو  زړه وړونکې نغمې د آسونو شڼهار او د وریو رمباړې ، سندریزه  شاعرانه  فضا د هر ولوله  لرونکي انسان په زړه کې  د نوي ژوند هیلې  راژوندۍ کوي.  د چاردرې ولسوالۍ  بل لوړ غر  د کورې تاو غر دی  چې  د دې ولسوالۍ جنوب  لویدیځ  پلو ته  هسک دی.  د غرو په تړو کې یوه آوره غونډۍ ده  چې  د سیمې خلک يې تخت ( قبا ) بولي ، ګواکې  له دغه  ځایه کله ناکله  افسانوي  پاچا  کیقباد د ( فطرت ) د ښکلو ننداره  کوله.

پورته نومول شوي غرونه د سیمې د خلکو ته د بې شمېره  طبیعي او مادي  ګټو  په لرلو سره  د کندز  ولایت  ټولو  اوسېدونکو ته  هم ګټه لري  هغه دا چې  دا خلک  د خپلو  ودانیو  د جوړولو  لپاره  د اړتیا  وړ تیږې  له  همدغه  غرونو  څخه  تر لاسه کوي چې دا تيږې  د کندز د نورو  سیمو  د تیږو په پرتله  د ښه کیفیت  او قیمت لرونکي دي.  سلهاو  تنو  ته پکې  کاري  زمینه  برابره ده  او د ورځې  له سلو  نه زیات  موټر  د دې  غرونو  له درو څخه  تیږې باروي او  د دې ولایت  په  بېلابېلو  سیمو کې  خرڅېږي او تشيږي.  له نوموړو غړو څخه  د جهاد په بهیر کې مجاهدینو  د روسانو  په  وړاندې  د یو غښتلي ستراتيژیک  مورچل  په توګه هم کار اخیستی دی.

One thought on “د چاردرې  ولسوالۍ طبیعي ښکلا او څېره | پوهنیار عبدالمجید پردېس  ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *