همایون بابر – د کندوز پوهنې ریاست لخوا د چاردرې ولسوالۍ لپاره د دولسم ټولیګو زده کوونکیو ته د کانکور ازموینې ته د چمتووالي په موخه لنډمهالې کورسونه جوړشويدي.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست چارواکې وايي، چې دوی هیله من دی چې د یادی ولسوالۍ د دولسم ټولګیو زده کوونکې به د ژمنې کورسونوپرمټ وتوانیږي چې راتلوونکې کانکور ازموینه کې پوهنتونو ته لاره پیدا کړي.
د کندوز ولایت د پوهنې ریاست د عامه اړیکو مسؤل عبدالبصیر وزیري وايي، دغه دری نیم میاشتنې کورسونه کولاي شي د دولسم ټولکیو فارغین(هلکان او انجونې) راتلوونکې کانکورازموینې ته چمتوکړي.
وزیري وايي، (( پخوا هم دغه ډول پروګرامونه مونږ پرلاره اچولې پایلې يي تر ډیره مثبتې وی، زده کوونکې کولاي شي چې د راتلوونکې کانکور ازموینې ستونزي له مسلکې ښوونکیو په مرسته اواري کړي.))
په ورته وخت کې د چاردرې ولسوالۍ د غروقشلاق عالې لیسې د دولسم ټولګې یوتن زده کوونکې پاینده وايي، په لیسه کې يي د مسلکې ښوونکیو او ناسوبیتاوو له امله ندی توانیدلې چې خپلې ستونزي په وخت اواری کړي.
هغه وویل.(( چون چاردره یوه ولسوالۍ ده ډيری ښوونکې يي غیرمسلکې دی، هغه شمیر ښوونکې چې د معارف ریاست لخوا چاردرې ته په دنده ګمارل کیږي د امنیتې ستونزو له امله زړه نه ښه کوي یا دنده پریږدي اویا هم بل ځای ته هڅه کوي چې ځان تبدیل کړی، مګر اوسمهال دلته امنیت ښه دی، ژمنې کورسونه کولې شي د زده کوونکیو ستونزي اواری کړي، ځکه د کورس ټول ښوونکې مسلکې دی، دوی له زده کوونکیو سره زیار باسي.))
د همدغې لیسې یوتن ښځینه زده کوونکې نصیره وايي (( ښوونځې کې مې د خپلو ناسوبتیاوو له امله دومره څه نه وو زده کړي، خو دلته ډير څه مې زده کړل، چې کانکور ازموینه کې راسره مرسته کولې شي، غواړم راتلونکې کې یوه ډاکټره شم.))
د یادی ولسوالۍ د جمعیت لیسې مدیر عیدګل حقار هم د ورته پروګروامونو هرکلۍ کوي، کوم چې پرمټ يي زده کوونکې کولې شي چې پوهنتونو ته لاره پیدا کړي ، نوموړي وايي د ۱۲ ټولګیو ترڅنګ د یولسم ټولګې زده کوونکې کوم چې لیوالتیا لري چې ځانونه په عصري علومو کې ورسوي موږ يي دغه پروګرامونو ته هڅوو ترڅوهغوي هم تعقیب کړي.
همدغه راز حقیار د ژمنې کورسونود ارزښت ترڅنګ د یاد پروګرام غځوونې غوښتنه وکړه، هغه وویلې، (( دری نیم میاشت د زده کوونکیو سويي ته په کتو سره کافې وخت ندی که چیرې وخت يي زیات شي زده کوونکې کولې شي له ښوونکیو نه خپلې شته ستونزي اواري کړي.))
همدغه راز عیدګل زیاتوي که څه هم یوشمیر خلک د چاردرې په اړه منفې نظرلري، د کندوز د نورو ولسوالیو په پرتله دمعارف په برخه چندان پاملرنه ورته نه کوي، (( خو د چاردری زده کوونکې په وړتیار کې د نورو ولسوالیو زده کوونکیو ته چلنج ورکوي.)
د کندوز پوهنې چارواکو په وینا په یاده ولسوالۍ کې سلګونه ښوونځې فعال دی، خود یادی ولسوالۍ اوسیدونکې دمسلکې ښوونکیو او مناسب تدریسې ځایونو نشتوالي نه سرټکوي.