ژباړن: عزيز پردېس||
✓ په ريښتينې ډول مينه کول
✓ دومره وخاندې چې زړه دې درد وکړي
✓ کله چې د مسافرت څخه راستون شې نو وګورې چې زيات شمېر ليکونه درته راغلي وي
✓ يوې ښکلې سيمې ته د مسافرۍ لپاره ولاړ شې
✓ د خپلې خوښې سندره د راډيو څخه واورې
✓ د خوب خونې ته ورشې او د باران ورېدو ته غوږ شې
✓ کله چې د حمام څخه فارغ او ګرمې خونې ته دې راشې
✓ کله چې د آزموينې لړۍ وروستۍ ورځ وي
✓ هغه پتلون/ کميس څخه دې چې ډېر وخت ګټه نه وي اخيستې، په جېبونو کې يې پيسې پيدا کړې
✓ د هېندارې پر وړاندې ودرېږېږې، د خپل مخ شکلونه وکاږې او ورته وخاندې
✓ د نيمې شپې ټيليفون درته راشي او په ساعتونو وغږېږې
✓ پرته له کوم دليله وخاندې
✓ ناڅاپه واورې چې يو څوک ستاسو ستاينه کوي
✓ له خوب څخه پاڅېږې او متوجه شې چې څو ساعته نور وخت هم د خوب لپاره لرې
✓ د هغې سندرې اورېدل چې يو ځانګړی څوک دريادوي
✓ د يو لوړ ځای څخه د لمر لوېدنې شېبې ننداره کړې
✓ نوي ملګري پيدا کړې
✓ د خوښۍ شېبې ملګرو سره تېرې کړې
✓ هغه کسانو سره چې مينه لرې، خوشحاله يې وګورې
✓ وروسته له مودو خپل يو پخوانی ملګری په داسې حال کې وګورې چې هېڅ فرق يې نه وي کړی
✓ ماذيګر مهال د سمندر غاړې ته قدم ووهې
✓ داسې يو څوک ولرې چې واقعا مينه درسره لري
✓ دا د ژوند غوره شېبې دي، په قدر يې پوه شئ، ژوند يوه ډالۍ ده چې بايد ترې خوند واخلئ
✓ که ژوند تاسو ته د ژړا لپاره سل دليله وړاندې کوي نو تاسو ورته د خندا لپاره زر دليله وړاندې کړئ.