چاه بهار بندر

تاند- د هند په مرسته د ایران د چاه بهار بندر له پراختیا وروسته د لومړي ځل لپاره له دې بندره د افغانستان د صادراتي مال لومړۍ جوپه صادرېږي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د دې هدف لپاره پرون /یکشنبه/ د افغانستان د ترانسپورت د وزیر په مشرۍ یو پلاوی د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د چاه بهار بندر ته لاړ.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان تجارتي مال په یوه میاشت کې د دې بندر له لارې بهر ته صادر شي.

یوې درې اړخیزې موافقې ته اړتیا وه چې افغانستان د چاه بهار بندر له لارې نورو هیوادونو ته خپل تجارتي مال صادر کړي.

د موجودې موافقې پر اساس افغانستان یوازې واردات له دې لارې کولی شي خو په نوې موافقه کې، چې د افغانستان د ترانسپورت وزارت او د ایران د ښارجوړونې وزارت ترمنځ لاسلیک شوې، افغانستان ته د صادراتو لار پرانیستل کېږي.

افغانستان غواړي چې د وچې او لندې مېوې ترڅنګ له دې لارې مرمر ډبرې بهر ته صادرې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *