د لاهور د نننۍ چاودنې د صحنې عکس

رفيع الله  مندوخېل، اسلام اباد

د غويي، ثور  ۱۸ مه ۱۳۹۸

 د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې د انتحاري بريد په  نتيجه کې شاوخوا دېرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په وژل شويو کې د ځانګړو پوليسو (ايليټ فورس) سرتېري هم شامل دي. چاودنه  د لاهور په زړه کې د داتا ګنج بخش مزار ته څېرمه شوې ده.

د لاهور د پوليسو مشر عارف نواز د چارشنبې په  ورځ د پېښي په ځای کې له رسنيو سره په خبرو کې  ويلي، ځانمرګي بريد کوونکي په ځان پوري تړلي چاودېدونکي توکي د ځانګړو پوليسو (ايليټ فورس) موټر ته څېرمه وچاودول چې په نتيجه کې يې د پنځو پوليس سرتېرو په  شمول لس تنه وژل شوي او شل نور ژوبل شوي دي. په چاودنه کې د وژل شويو او ټپيانو په ډله کې يو شمېر عادي خلک هم  شامل دي.

په  چاودنه کې وژل شوي او ټپيان د لاهور د ميو روغتون عاجل څانګې ته وړل شوي او د روغتون چارواکي وايي، د ځيني ټپيانو حالت مرګونی دی او کېدای شي د وژل شويو شمېر نور هم  زيات شي.

د پوليسو مشر د لومړنيو مالوماتو پر اساس ويلي، چې پنځلس کلن ځانمرګی بريد کوونکی د مېوو له  پلورنځي راوتلی او د سړک له غاړې ولاړ د پوليسو موټر ته نږدې يې په ځان پوري تړلي چاودېدونکي توکي الوزولي دي. د نوموړي په  خبره په چاودنه کې اووه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي دي. د چاودنې له  امله نږدې ودانيو ته زيان اوښتی او په خلکو کې وېره زياته شوې ده. د بريد مسووليت د پاکستاني طالبانو د حزب الاحرار ډلې منلی دی. د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار له  پېښي وروسته سرګودهې، بهکر او شيخوپوره سيمو ته خپل سفر ځنډولی او د تحقيقاتو امر يې کړی دی.

په لاهور کې په مېلادي کال ۲۰۱۶ کې د عيسويانو د ايسټر د لمانځلو پر مهال په چاودنه کې اويا تنه  وژل شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *