د ننګرهار ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست لخوا په جلال اباد ښار کې د ښار د پاکوالي او د چاپیریال پاک ساتلو په اړه تبلیعاتي کمپیان پیل شوی دی.

د چاپیریال ساتنې ریاست ریس یحیئ غفورزی وايي دغه کمپاین د یکشنبې په ورځ د جلال اباد په ښار کې پیل شوی دی او تر څو نورو ورځو پورې به هم روان وي.

هغه وايي په دغه کمپاین کې ورسره ښاروالي او ترافیک همکاري کوي او د جلال اباد ښار د کوڅو، سړکونو غاړو او جادو پاکولو تر څنګ تر ډېره تبلیعاتي بڼه هم لري.

د چاپیریال ساتنې ریس زیاتوي د یاد کمپاین نه يې موخه د ښاریانو او خلکو خپل چاپیریال او محیط ته پام راوړل دي تر څو د خپل ښار په پاک ساتلو کې همکاري وکړي.

عفورزي وايي د دوی د ریاست کارکوونکي  به د ښار په هغه ځایونو او جادو کې چې خلکو لارې او جادې بندي کړي ګرځي او هغوی به پوهه  وي او د چاپیریال د پاک ساتلو په اړه به ورسره خبرې کوي.

د یادونې وړه ده، چې د چاپیریال ساتنې ریاست لخوا د ښار د پاکوالي دغه کمپاین یوه ورځ وړاندې پیل شوی دی او تر څو نورو ورځو به هم دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *