دې وینا د ملګرو ملتونو د اوبو او هوا د اجلاس پر مهال په نيویارک کې غوغا خپره کړه!
راپور: محمد عزیز پردېس
کوچنۍ سويډنۍ چاپېريالي فعالې ګريتا تونبري ساعتونه وړاندې د ملګرو ملتونو د اوبو او هوا په اجلاس چې په نيويارک کې دوام لري، به خپلو تندو او احساس لرونکو خبرو کې د اقليم بدلون او هوا ککړتيا د ډېرېدو په اړه د نړۍ د سياستمدرانو نه پاملرنه او خاموشي خطرناکه وبلله او د نړۍ ټول سياسي مشران په دې برخه کې ګرم وګڼل.
هغې وويل: دا ټولې تېروتنې دی. زه د دې پرځای چې له سمندر څخه بل لوري ته په خپل ښوونځي کې واوسم، دلته راغلې یم، تاسې د اقليم بدلون او د هوا د ککړتیا د زيانونو په اړه وينا کوم او تاسې بيا هم زموږ ځوانانو او پېغلو په لور راځئ او بيا د هيلو خبرې هم کوئ. تاسې څنګه داسې جرئت کوئ؟
هغې سياست مداران په دې ملامت کړل چې د نوموړې د ماشومتوب ارمانونه يې خاورې کړي او ويې ويل: د چاپېريالي او د اقليمي بدلون د جدي ګواښونو له امله د خلکو ژوند له خطر سره مخ دی او تاسې سياست مداران بيا هم خبره د پيسو، سوداګرۍ او اقتصادي پياوړتيا او پرمختګ کوئ؟
نوموړې د خپلو خبرو پر مهال د ګدونوالو له تود هرکلي سره مخ شوه او د چک چکو په کولو يې د نوموړې د ښه احساس مننه وکړه.
تمه ده په دې اجلاس کې د نورو هېوادنو چارواکو سربېره د سويډن هېواد لومړی وزير هم خپله ځانګړې وينا ولري.
ياد اجلاس د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي آنتيو ګوټرز په رسمي بلنه جوړ شوی دی چې په ترڅ کې به يې د پاريس اقليمي تړونليک اړوند موضوعاتو په اړه په ۹ برخو کې خبرې او بحث وشي.