د بدلون اوونیزې سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۳۰ مه / پرلپسي ۸۲ مه ګڼه/چهارشنبه/ جوزا /۱۹/ ۱۳۹۵
که چاپېریال چټلوئ! نو خپل ژوند بربادوئ!!!
کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي
اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي
رحمان بابا
د ودان افغانستان ګوند لپاره افغان انسان او په مجموع کې انسان تر هر څه زیات مهم دی او ټینګ باور لري چې دنیا و مافیها باید د بشر په خدمت کې وي نه داچې انسان تر نورو ناانساني مسایلو و پدیدو قربان شي؛ پر دې اساس، که څوک پر دغه انسانپال طرز تفکر باندې اعتراض نه لري نو باید ومني چې هره پرمختیا او د نړۍ هر رنګ و روغن باید د انسان د نېکمرغۍ لپاره وي او هر هغه نوښت چې د انساني کرامت د پایمالېدو او انساني هوساینې د نېستۍ سبب ګرځي باید د انساني عقل په جهانشموله ژبه مردود و مغضوب و ګڼل شي.
هغه یوه نړیواله فاجعه، چې دا وخت یې غونډه د ځمکې کره او ټوله بشري کتله د تباهۍ له بحران سره مخ کړې ده، د نړۍ په ایکو- سیسټم او د ژوند چاپېریال کې بشر-تبا کوونکي بدلولونونه دي چې خپله د انسان په لاس را منځته شوي او دا ناورین له یوې ورځې بلې ته د ډېرېدو په حال کې دی؛ دا داسې هم نه ده چې د جهان عقلمن انسان او مسؤل حکومتونه دې ناوړترینې مسئلې ته متوجه نه دي بلکې د دې ستونزې په حساسیت پوه کسانو زړونه یې خوړین کړي دي؛ د دې موضوع اهمیت له هغو نړیوالو جدي کنفرانسو څخه مالومولای شو چې په دې باب جوړ شوي لکه د ستاکهولم کنفرانس، ریو کنفرانس، جوهانبرک کنفرانس او په دې وروستیو کې هم پاریس کنفرانس، چې افغان ولسمشر اشرف غني هم د یوې څرګندې نظریې سره ګډون پکښې کړی وو او موږ په دې باب د بدلون اونیزې په تېرو ګڼو کې مفصل بحثونه و تبصرې کړي دي.
موږ باور لرو چې د ژوند د چاپېریال ارزښت او اوس ور ته متوجه ګواښ دومره ډېر دی چې که د افغانستان او جهان رسنۍ هره ورځ د خپلو سر خبرو سرلیکونه ور باندې وچلوي نو هم به لږ وي ځکه د محیط ککړتیا مخامخ د انسان ژوند د یومخیزې تباهۍ د خطر پر پاڼ درولی دی، پر دې بنسټ و.ا.ګ ځان مکلف بولي چې هم خپله او هم له نورو شعوري مسؤلو کسانو و سازمانو لکه رسنیو، مدني ټولنو، سیاسي ګوندو، فرهنګي ټولنو، دولتي چارواکو او په دې لاره کې ټولو اړوندو فعالانو سره په همږغې د چاپېریال ساتنې لپاره شعارونه را پورته او عملونه را پیل کړو؛ زموږ ګوند د خپل فعالیت له پیله په نظر و عمل کې پر دغه حیاتي اړتیا باندې تر هر څه زښت تمرکز کړی، بروشرونه، لیکنې، څېړنې، پیامونه او شعارونه یې خپاره کړي، د ونو کښېنولو اشرونه یې کړي، د ښار او کوڅو پاکولو و جاروکښۍ اشرونه یې کړي او په کلکه یې دا خپلمنځي تعهد کړی چې د چاپېریال ساتنه به اول له خپل ځان او خپل کور څخه پیلوي او دا کار یې په عمل کې ثابت کړی خو موږ په هیڅ توګه خپل کړی کارونه بس نه بولو بلکې ایمان لرو چې له انساني ژوند سره دا تړلې مسئله به د ژوند تر پایه څارو؛ پر همدې ځای تر هر چا مخکې اول پر خپلو ګوندې ژمنو ملګرو یووار بیا په زوره ږغ کوو چې راځئ د چاپېریال ژغورنې فرهنګ اول په خپلو کورو کې رامنخته او بیا یې خپل محل، کلي ښار او درست وطن ته خپور کړو او بالآخره د نړیوالې هماهنګۍ لپاره ځانونه تربیه کړو.
اوبه، ځمکه او هوا د ژوند هغه درې اساسي عناصر دي چې له بده مرغه په افغانستان کې دا درې سره تر آخري حده مردار شوي بلکې مردار کړي مو دي او تر ټولو لویه خواشینې خو لا دا چې، له ګردې دنیا برخلاف زموږ خلک دې تر ټولو لویې بدبختۍ ته د بدبختۍ په سترګه نه ګوري، هغه د چا خبره چې په دې باب یې شپږه هم نه خوري، د دې بې تفاوتۍ یو لوی علت زموږ په هیواد کې څلوېښت کلنه مردارترینه جګړه ده چې په مختلفو مقدسو نومو روانه ده، زموږ جمعي وجدان یې را وژلی، ټولیزه تربیه و اخلاق یې را فاسد کړي او د دې هر څه د بیا رغونې لپاره یې د سیستماتیکې و عصرې تعلیم و تربیې ټول بنسټونه له منځه وړي دي، داسې چې اوس د ښو وبدو په توپیر او د خپل خیر و شر په تفکیک نه پوهیږو.
د انسان جوړولو مرکزونه تعلیمي و تحصیلي سیسټمونه دي خو زموږ بدمرغې دومره ژوره ده چې زموږ په پوهنتوني نصاب کې بشرضد افراطي مواد تسجیل او د افغان حکومت تر چتر لاندې په حکومتي امکاناتو تدریسیږي اما حکومت مو تر غوږو په نورو کورنیو، سیمییزو او نړیوالو لانجو کې داسې ښکېل دی چې دې لوی ریشخند ته یې هډو فکر نه دی؛ دلته دی چې د هیواد او ملت په وړاندې ژمن او رسالتمن شعوري قشر باید پوه شي چې څومره درنه وظیفه ور دغاړې ده او دی یې باید خامخا اداء کړي؛ ودان افغانستان ګوند د دې ستر ملي مسؤلیت پېټي ته اوږه ور کړې او په دې لار کې له هر حکومتي و ناحکومتي پروګرام و ستراتیژۍ سره د همږغۍاعلان کوي؛ مثلاً، موږ د چاپېریال ساتنې په اړه د محترم اشرف غني د پیام ډېر تود هرکلی کوو په ډېر درنښت یې ستایو، د ډېرو وطنوالو تر غوږو پورې یې د رسولو هڅه کوو او د خپل توان په ساحه کې یې د تطبیق کلکه ژمنه کوو خو له حکومت څخه هم هیله کوو چې پر خپلو شعارو و پیامو تر ولس مخکې خپله هم عمل وکړي او پر خپلو ټولو اړوندو ادارو باندې د ځپل مسؤلیت د اجراء لپاره جدي قانوني فشارونه واچوي؛ د ولسمشر دا پیام په دې ارزي چې دلته یې د خپلې سرلیکنې په غېږ کې درج او تعمیم کړو:
«د ژوند چاپېریال نړیواله ورځ یو ښه فرصت دی چې د چاپېریال ساتنې پر اهمیت باندې ټینګار وشي او په دې برخه کې اجتماعي بیدارې زیاته شي، د ژوند د چاپیریال ککړتیا یعنې د خاورې، اوبو او هوا چټلوالی د ګڼو انسانانو د مړینې مستقیم یا غیرمستقیم علت دی او په اقتصادي لحاظ یې هم ډېر مشکلات پیدا کړي دي، د ژوند چاپېریال د خرابوالي په وجه اقلیمي تغیراتو زموږ پر هیواد باندې نسبتاً زیات منفي اثر اچولی دی، په تېرو څوویشتو کلونو کې اوږدې وچکالۍ، چې د اقلیمي تغیراتو نتیجه وه، د افغانستان خلکو ته ډېر زیانونه رسولي دي، زموږ د هیواد په اکثرو ښارونو کې خلک د څښاک پاکې اوبه نه لري او دغه ستونزه په کلیو کې لا زیاته ده د خاورو چټلوالی یو بل زیست محیطي مشکل دی چې زموږ لوی ښارونه او په تېره بیا کابل ور سره مخامخ دی، دولت ځان مکلف ګڼې چې د وطنوالو د صحت د ساتلو او دغه راز د اقتصادي مشکلاتو د کمولو لپاره د ژوند چاپېریال ساتنې ته توجه وکړي؛ د سالم ژوند چاپېریال د لرلو لپاره شنې فضاوې خورا مهمي دي، د هیواد په ګوټ ګوټ کې د اوبو لګولو د شبکو انکشاف او د بندونو اعمار د دولت یو مهم لومړیتوب دی، دغه اقدامات به نه یوازې د دهقانانو د اقتصاد له ښه کولو سره لویه مرسته وکړي، بلکې د ژوند د چاپېریال پر بهترې باندې هم مثبت اثر لرلای شي؛ په تېرو وختونو کې د افغانستان درې فیصده خاوره ځنګلونو پوښلې وه، خو په وروستیو لسیزو کې متاسفانه دغه فیصدي کمه شوې ده، ځنګلونه چې د سېلابونو د جاري کېدو مخه نیسي، د هوا د تصفیی او پاکۍ باعث هم ګرځي، په همدې وجه حکومت ټینګه اراده لري چې د ځنګلونو د ساتلو، احیاء او انکشاف لپاره، د طبیعي ځنګلونو د غیرقانوني غوڅولو مخه ونیسي او تخریب شوي ځنګلونه یو ځل بیا احیاء کړي؛ دغه راز حکومت غواړي چې د څړځایونو او ورشوګانو د تخریب مخه نیسي او په راتلونکو څو کلونو کې پنځوس زره هکټاره تخریب شوي ځړځایونه احیاء او خپل اصلي شکل ته ستانه کړي؛ د خاورو، اوبو او هوا پاک ساتل د شین چاپېریال خوندي کول زموږ ټولو ملي، اخلاقي او انساني وجیبه ده، ولس او دولت دواړه باید د ژوند د چاپېریال په ساتلو کې خپل مسؤلیت ادا کړي او د خدای له نعمتونو سره بې انصافي و نه کړي؛ په دې برخه کې له دولت سره د خلکو همکارۍ ته نهایت اړتیا ده؛ د دې وطن ټول اوسېدونکي دا حق لري چې ژوند یې صحتمند او اقتصاد یې مخ پر ښه کېدو وي، دې انساني مقصد ته د رسېدو لپاره زموږ ټولو مشترکه وظیفه ده چې د ژوند چاپېریال په پاک ساتلو او بهتري کې برخه واخلو.»