تاند- په بریتانیا کې څېړونکو د خلکو په کالو کې د چاړې او چاکو د موندلو لپاره یو سپک سکنر جوړ کړی چې په اصل کې یو عادي موبایل ټېلفون او ورسره یو تړلی اپلیکېشن دی.
د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې اختراع له برکته به ژر په بریتانیا کې د پولیسو موبایلونه پر یوه ګرځول کېدونکي سکنر بدل شي او دا سکنر یا موبایل به د مشکوکو کسانو په جېب یا د بدن په کوم بل ځای کې پټه چاړه او چاکو کشف کولی شي.
دا اختراع د لوف برا (Loughborough) پوهنتون څېړونکو کړې او پر هغې د حکومت یوازې یولک پونډه بودجه لګېدلې ده.
دوی باور لري چې پولیس له دې ټکنالوژۍ څخه، چې په حقیقت کې یو عادي موبایل دی، په استفادې په اسانه د خلکو په کالو کې پټه سړه وسله موندلی شي.
په دې موبایل په شوې تجربه کې څرګنده شوه چې له ۶ متره لېرې څخه د مشکوک په جېب یا بل ځای کې پټه چاړه او چاکو موندلی شي.
دا ټکنالوژي له الیکترومقناطیس څپو څخه په استفادې په جامو کې پټ شیان معلوموي.