تاند- په لندن کې له یوې څېړنې سره سم چای، چې په نړۍ کې له اوبو وروسته تر ټولو څښاکونو زیات څښل کېږي، د انسان د روغتیا لپاره ډېر ګټور دی او د ډېرو ناروغیو مخه نیسي.
د پوهانو په وینا د چای څښل د زړه د ناروغیو خطر کموي او په هغه کې موجود کافین د شکر د ناروغۍ امکان تر ډېره لږوي.
د پوهانو د څېړنو پایلې ښيي چې چای پر یادو ښېګڼو سربېره د ډیپرېشن یا ذهني پریشانۍ په مخنیوي او د ارام احساس په رامنځته کولو کې هم مرسته کوي.
د پوهانو په باور چای د کولسترولو له کمولو او د بدن د دفاعي سیستم له پیاوړتیا سره هم مرسته کوي.
چای به د نورو هیوادونو د انسانانو لپاره ښايي دومره ګټه ونه لري لکه څومره چې یې افغانانو ته لري. افغانانو ته یې ګټه د دې لپاره زیاته ده چې په افغانستان کې پاکې او صحي اوبه تقریباً په نشت حساب دي او دا چای دی چې د ناپاکو اوبو پر ځای خلک پرې تنده ماتوي.