د ولسمشریزه ټاکنو په اړه د شکونو لوخړې ورځ تر بلې غزېږي ـ د مشورتي لویې جرګې له سپارښتنو سره پر امنیتي قرارداد د ښاغلي کرزي لخوا د لاسلیک ځنډ او تر ټاکنو او راتلونکي حکومت پورې د لاسلیک پېیل چه معنا دارد…؟
د ټاکنو کمېسیون دا خبر لیک کړ، چې ولسمشر ګنې د ټاکنو د ځنډ اشاره ورکړې، چې ارګ رد او ښاغلي نورستاني پخپل وخت کې د ټاکنو ډاډ ورکړ ـ کمېسیون لګیا دی د شفیق مرید په خوله خلکو ته د ټاکنو ارزښت وړاندې کوي…. ټول پوهېږي، چې غوا توره پۍ یې سپینې، شکونه، بدګوماني.
دا چې ولسمشر امریکا تر خوږ ګوته نیسي او د خپلې خوښې کاندید د بري تضمین غواړي ـ د امریکا که یو اځې ګوته خوږ ده، موږ ټول پرهر، پرهر او ځب، ځب یوو…. خو ګومان د ایمان زیان دی، ډېری شکمن وو، چې ولسمشر ګنې له مشورتي لویې جرګې د خپلو موخو د تحقق هیلې پالي ـ پوښتنه داده چې که ولسمشر د مشتورتي لویې جرګې پرېکړه نشوای منلی، بیا یې راغوښته د څه لپاره؟
خو دا چې ټاکنې به وشي که نه، په ټاکلي وخت به ترسره شي که څنګه، هغسې پېچلې پوښتنه ده، چې پیر پګاړا یې هم ښایي له وړاندوینې مخ اړولی وای، خو سید شکر الدین آغا په دې اړه د وړاندوینې ځانګړی فارمول لري، ځکه خو دده ماذون سید شربت علیشا په دې اړه تر ژبه لاندې خبره نه اړوي، د واره پر شفتالو خوله لګوي.
دده په اند ټاکنې نشي کېدای، که وشي پخپل وخت نشي کېدای ـ په دې ډګر کې لومړنی ګام د ټاکنو د ځنډ دی.
بیا د خنډ او ورپسې د هغسې شرایطو او حالاتو چې پر میدان پاتې څو کاندیدان خپله د ټاکنو د ځنډ غږ پورته کړی.
کله چې دا خبره راپورته شوه او کاندیدانو خپله د ځنډ یا الغا غوښتنه وړاندې کړه، نړیواله ټولنه څه کولای شي؟ دلته به هرو مرو د خپل رنګ کوټ ته غاړه کږه وړي.
فرض کړه که ټاکنې پر وخت یا ځنډ ترسره شوې، ګټونکی څوک کېدای شي؟
ځواب څرګند، بلکې نغد دی: هغه چې ښاغلی کرزی یې غواړي. … چې امریکا نور ددغه خوښې ظرفیت بایللی دی.
وایي، ماینه د خاوند خوښه که د کلي؟
تر اوسه دا لس، یوولس تنه ټول ځانونه د خوښې په دغسې موقعیت کې ګوري ـ خو دا ناشونې ده، چې ټول د خوښې دغسې فیض ترلاسه کړای شي…
دغه فیض یا برکت له دوو تنو د یوه په پچه رسېدای شي…
یو د ولسمشر ورور، بل مړزګه…
اوس که څوک مړزګه نه پېژني دایې خپله پړه یا کمزوري ده، خو د ولسمشر ورور ټول پېژني…
اصلي او جعلي شنونکي او دویم نمبر کارپوهان خدای وهلي، چې جنوب کې د نا امنیو له امله د رایو او وټ برخه خواره ګوري ـ د ولسمشر کرزي ووټ بینک په همدغو سیمو کې دی، چې د جګړو لمن پکې غوړېدلې ده…
تاسې به ګورﺉ چې له دغو سیمو د خاوند (ولسمشر) د خوښې کاندید خپل صندوقان څرنګه تر مورګو ډک مرکز ته رسولی شي.