له څرمنو څخه د انسانانو د اړتيا وړ څه جوړول په انسانانو کې ډېره لرغونی دود دی، خو دا خبره ډېره کره نه ده څرګنده، چې انسان له کله راهيسې د ژويو او حيواناتو له څرمنو استفاده پيل کړې ده. ځينې اثار ښيي، چې تر ميلاد زرګونه کاله وړاندې هم انسانانو د ځانونو د پټولو لپاره له څرمنو کار اخيستی دی او تر ميلاد درې زره کاله مخکې په لرغوني روم کې د څارويو له پوستکو څيزون ګنډل کېدل.

دا مهال په افغانستان کې د چرم ګنډنې شپږ لويې او کابو ۴۰ وړې کار خونې فعاليت کوي، له چرم څخه د اړتيا وړ څيزونه توليدوي او تر بازار پورې يې رسوي، خو په افغانستان کې د چرم د پروسس هېڅ کار خونه نشته، تر څو دا صنعتکارن ترې ګټه اوچته کړي او چرم په کور د ننه توليد کړي.

کورنيو جګړو د هېواد د نورو شتمنيو تر څنګ د چرم د پروسس او توليد ګڼې کار خونې او صنعت هم لولپه کړ. پخوابه  څرمنې په افغانستان کې پروسس کېدې او چرم به ترې ايستل کېده، بيابه په بازارونو کې په لوړه بيه پلورل کېدې، چې د همدې صنعتکارو په ګوتو به ترې ښکلي، هنري او د لوړ قېمت توکي جوړېدل، خو اوس داسې نه ده، ددې ترڅنګ چې څرمنې بهر ته ايستل کيږي، بېرته له همغه پوست جوړ شوی چرم په ډېره ګرانه بيه په افغان سوداګرو پلورل کيږي. له افغانستان څخه چې کومې څرمنې بهر ته صاتديريږي، د هغه يوه غټه برخه پاکستان ته وځي، چې بېرته د پاکستان په مارکه د نړۍ هېوادونو ته لار پيداکوي او دا د دوی لپاره ستره ګټه، خو د افغانستان لپاره لويه اقتصادي ضربه ده.

دا مهال د افغانستان د ټولو امنيتي ځواکونو شمېر تر ۳۰۰ زرو اوړي، چې د دوی هر پوځي ته په کال کې دوه جوړې بوټان ورکول کيږي، خو لاهم د پوځ لپاره بوټ په بهرنيو هېوادونو کې اخستل کيږي او په قراردادونو کې يې ميليونونه ډالر درغلۍ کېږي، خو که ددې څه قرادادونه په افغانستان کې وشي، هم به د هېواد صنعت وده کړې وي او هم به د هغو ميليونونو ډالرو مخه نيول شوې وي، چې د پوځ د بوټانو لپاره په بهر کې قرارداد کيږي.

په افغانستان کې له چرم څخه توليد شوي توکي د خورا ښه کيفيت لرونکي دي، ځکه له هغه ماشينرۍ څخه کار اخستل کېږي، چې په نوره نړې کې هم دود ده.

اوس چې کومې لويې کار خونې د چرمي توکو په ځانګړې توګه د بوټانو او څپلکو توليد کوي، شپږ هغه يې په پرمختللې ماشينرۍ سنبالې دي، خو نورې يې بيا وړې او حتی په کورونو کې خپل کار او توليد کوي.

د افغانستان توليد شوي، بوټان تر کال زيات دوام کوي، خو هغه بوټان چې په چين او يا نورو هېوادونو کې د افغانستان لپاره جوړيږي، تر دريو مياشتو زيات تاب نشي راوړلای.

ازاد بازا که له يوې خو افغانانو ته اسانتياوې را وړې، خو له بل لوري يې ګڼ شمېر کارونه له ننګونو سره مخ کړي او ان ډېری سوداګرۍ يې په ټپه درولې دي.

په افغانستان کې دا مهال له چرم څخه توليدېدونکي څه تر ډېره د هېواد ګڼو بازارونو ته رسيږي او د صنعتکارانو هڅې يې دا دي، چې د کورني بازار تر څنګ بهرنی هغه هم ورته و مومي او دا صنعت نور هم وغوړوي، خو يولړ ستونزې شته چې پر وړاندې به يې مبارزه وخت ونيسي.

چرمي توليدات ددې ترڅنګ چې په ګرده نړۍ کې زيات کارول کېږي، په افغانستان کې يې هم اړتيا او کارونه زياته ده، خو په افغانستان يوه لويه ستونزه دا ده، چې ډېری افغانان خپلو توليداتوته په ښه سترګه نه ګوري او استفاده ترې نه کوي. دوی تر زياتې کچې بهرني توکي خوښوي، چې دې څه د افغان توليداتو بازارونه ساړه کړي دي.

غوښتنې دا دي، چې که په هېواد کې د کارخونو په برخه کې پانګونه زياته شي، نو د ګڼو کسانو لپاره به د کار زمينه برابره شي او اقتصاد به مو وده وکړي، خو د کارونې په تړاو يې ټول چوپه خوله دي او دا ورته وياړ ښکاري، چې بهرني بې کيفيته توکي وکاروي، خو د خپل هېواد باکيفيته توکو ته شاه کړي.

که چېرې په هېواد کې د څرمنې پروسس  او د چرمي توکو د ګنډلو چارې ته پام و شي، نو له يوه لوري به د خلکو لپاره د کار زمينه برابره شي له بل لوري به مو د هېواد اقتصاد ته وده ور کړې وي، خو که دې چارې ته پام ونشي، دغه صنعت به په هېواد کې له سقوط سره مخ شي، نو اوس اړ تيا دا ده، چې تر هرڅه وړاندې د دې صنعت د ودې او بډاينې لپاره کار پيل شي.

One thought on “د چرم صنعت د ودې په لور / غرغښت”
  1. Insh Allah da charam da tawlid factory ba za pa Afghanistan ke jorawam aw da kar ba De Allah pa tawakal sara kawam kho ka lag aman rashe .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *