یوه ورځ یوې لویې ډلې وګړو په ټېنګار سره له چرچیل وغوښتل، څو سیاست ورته تعریف کړي.

چرچیل ناچاره شو. بیا یې یوه دایره وکښله او یو چرګ یې په هغه کې ور واچوه.
ویل یې له دې پرته چې چرګ له دایرې ووځي هغه ونیسئ.

د دې ډلې هر تن پوره خواري وکړه؛ خو بیا به هم چرګ له دایرې وته. تر دې چې بریالي نه شو چرګ په دایره کې دننه راونیسي.

بیا دوی له چرچیل وغوښتل، چې خپله دا کار ترسره کړي.

چرچیل یو بل چرګ د هغه لومړني چرګ سره یو ځای کړاو سمدلاسه یو د بل سره په جنګ شول.

په همدې شېبه کې چرچیل دواړه چرګان له غړۍ ونیول، راپورته یې کړل او په ځواب کې یې وویل، دا سیاست دی.

 

One thought on “د چرچیل سیاست ژباړن: ذبیح الله رحیمزی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *