تاند، شنبه، د ثور ۱۳مه: د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، له دې وروسته به د تورخم او سپین بولدک دروازې په اوونۍ کې ۵ ورځې د سوداګرۍ او ټرانزیټي موټرو لپاره پرانیستې وي.
ددغه وزارت د رسنیو مسوول جواد دبیر ویلي، دا دواړه دروازې به له دوشنبې تر جمعې ورځې پورې پرانیستې وي چې ورسره به په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې راولوېږي.
تر دې وړاندې پاکستان اجازه ورکړې وه چې افغانستان ته د تورخم او سپین بولدک په دروازو په اوونۍ کې درې ورځې سوداګریز موټر واوړي: (( په دې سره به افغانستان ته په ورځني ډول ۱۰۰ محمولې سوداګریز توکې داخلېږي.))
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د کورونا له کبله د فرضي پولو په تړل کېدو سره په افغانستان کې د سوداګریزو توکو بیې لوړې شوې دي.
وړمه ورځ سیګار او څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د توکو د بیو لوړېدو له امله د لوږې د بحران د راپورته کېدو د احتمال خبر ورکړی و.