د غويي، ثور  ۲۰  مه  ۱۳۹۹

رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد –  د بلوچستان دولتي چارواکو ويلي، چې نن (شنبه) به د چمن او سپين بولدک ترمنځ  پوله  به  د ايسار افغانانو پرمخ  پرانيستل کېږي، او هغه  افغانان چې پر پوله  را اووښتي د سهار له  اتو بجو بيا د ماښام تر پنځو بجو پوري کولای شي پر پوله  بېرته  خپل هيواد ته  ولاړ شي.

د غبرګو ګاونډیو هيوادونو ترمنځ  ياده پوله  د تېري مارچ  مياشتې په  لومړۍ اوونۍ کې هغه مهال په لومړي ځل وتړل شوه، کله چې د ملګرو ملتونو د ګډوالو عالي کمشنرۍ اعلان وکړ، چې په خپله خوښه بېرته  خپل هيواد ستنېدونکي افغان کډوال دې په کوټه او نوښار کې د کمشنرۍ مرکزونو ته  مراجعه وکړي. خو د کوډ نولس ويروس د خپرېدو احتمالي خطر ته  په  پام سره د چمن او سپين بولدک پولې ترڅنګ  د تورخم  او جلال اباد پوله  هم د خلکو پرمخ  وتړل شوه. خو البته  په وار وار د څو ورځو لپاره  پوله  د خلکو او تجارتي کانټينرونو لپاره  پرانيستل شوه.  پر پوله  ايسار خلک د پولې د تړلو له  امله  له  يو شمېر ستونزو سره  لاس او ګرېوان  وو.سپين ږيري، مېرمنې او ماشومان په  دې تمه  و، چې دوی ته  به  پر پوله  د تګ  اجازه ورکړل شي. د دې ترڅنګ  د پولي د تړل کېدو له امله  په سلګونه  بار وړونکې لارۍ او کانټينرونه  هم  دواړو خواو ته  ولاړ بند پاتي وو.

د چمن  پر پوله  د یوې احصايې له  مخې هره ورځ  شاوخوا دوه  زره کسان  تګ راتګ کوي او د چمن تجاران وايي، چې له  پولې سره  د شاوخوا شل زره  کسانو ژوند تړلی دی.

د پاکستان او افغانستان د پولې ترڅنګ  حکومت  د پاکستان او ايران ترمنځ  د تفتان پوله  هم  د خلکو او تجارت  پرمخ  تړلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *