د محکومي سهيلي پښتونخوا په چمن کي دامهال پنځه ادبي ټولني فعاله دي چي د هغوی له جملې څخه يوه يې هم د پښتو ادبي تړون نومې ټولنه ده چي په ډيرو نامساعدو حالاتو کي يې د ۲۰۰۸/جولاي پر/۸مه . نېټه: پکار پيل کړی چي تر دا مهاله يې ډېر ادبي خدمتونه اوفعاليتونه کړي ،چي بشپړه معلومات به يې فکر کوم د دې ليکني له حوصلې پورته خبره ،ولي خوزه بياهم هڅه کوم چي ديو ځغلنده نظر په مټ يې له تاسو درنو سره دځينو فعاليتونو په باب لنډ معلومات شريک کړم،د يادي ټولني دهڅاند اوکارنده غړيو په ګډ همت په ۲۰۱۲م :زېږديزکال کي دچاپ په برخه کي دسيمي پر پنځوسو شاعرانومشتمله يوه تذکره دچاپ په ګاڼه وپسولل سوه ،دغه تذکره کي دشاعرنوم،انځور،ژوندليک اودشعرونو نمونې راغلي،اوبل خوږو دوستانو!دغه هڅاندي او سرکرده پښتو ادبي تړون نومي ادبي ټولني له ابتدانه تر دامهاله وخت په وخت له خپل مسؤليت سره سم خورا پام وړ تنظيمي ناستي،پرسيمه ايزه اودلوی کندهاربلکي که ووايو چي دلروبر په کچه له احساسه اورنګينيو ډکي مشاعرې،ډېری پر کيفه غزلبولي شپنيزي غونډي او يو لړ ادبي اوعلمي سمينارونه ،يادغونډي ،تلين غونډي اوستاينغونډي دايري کړي ،چي پکي له شاوخوا ډېری پښتني اوپښتون ميشتو سيمو تکړه ليکوالانو،شاعرانو، دقلم اواند څښتنانوبرخه اخيستې، چي په نتيجه کي يې دوستان يو دبل له ستوزو مشکلاتو او لاسته راوړنو خبر سوي او ترټولو ښه لا دا چي په داسي غونډو کي عموماَ دافکارو لېږد رالېږد ته خورا ښه زمينه مساعده وي، راځو دې ته چي دغه ټولني له پيل نه بياتر دامهال پنځه ځله ډيري رڼې .شفافي اوعادلانهَ ټاکني ترسره کړي ،چي په پايله کي يې هر ځل په اکثريت درايو سره يوه نوې اهل کار اوکارپوه کابينه رامنځته سوې،دادی يو ځل بيا هم پښتو ادبي تړن نومې ټولنه توانېدلې تر څودټولنيزو اصولو اوداخلي امورو پر بنسټ دپنځمي دورې انتخابات (ټاکني) تر سره کړي ، په يادو ټاکنو کي چي د ۲۰۱۴م/داکتوبر پر۱۸مه .نېټه:ترسره سوې بياهم دتېر په څېريوه نوې کارپوه کابينه رامنځته سوه، چي پکي
مسؤل: عبدالغفار «غاور»
مرستيال مسؤل: اميرزمان «مشکور»
پانګوال: نعمت الله «پښتون»
په حيث په دندو وګمارل سول، ديادي کابينې دسوګند اخيستلو په مناسبت ددغي ټولني لخوا دسوګند(لوړي)اخيستني مراسيمي غونډه او ورپسې يوه ډېره په زړه پوري له احساسه ډکه مشاعره ترسره سوه چي دمشرتابه چاري يې په دغه سيمه کي ميشت تکړه ليکوال اوشاعر ښاغلي انجنېر محمد نبي .اميد صاحب لخواسانبالېدلې ،دځانګړي مېلمه په حيث ديادي سيمي ځوان وکيل (ايډوکېټ) امجد خان اود وياړمن مېلمه په حيث ددغي سيمي يوه بل تکړه ناول ليکوونکي شاعر اوليکوال حاجي رحمت الله رحمت شتون درلود ، چي پر دريځ دکوربه څوکۍ دښتوادبي تړون پخواني مسؤل او اوسني کارنده غړي تکړه شاعراوليکوال ښاغلي عادل .اڅکزي اشغال کړې وه ،ددغي پر کيفه مراسيمي اوشاعرانه غونډي دوياندويی چاري ښاغلي موسی کليم دراني اوما راپور ليکوونکي راترغاړي سوي وې ،چي پکي دسيمي دډېری ليکوالانو اوشاعرانو په ګډون ګڼ شمېر دشعر او ادب عامومينوالو اواولسي خلکوبرخه واخيستل، ياده غونډه په سيمه کي دقاضي ملا عبدالسلام بابا نومي عامه په تالارکي تېره ورځ دماسپښين شاوخوا پرڅلور بجې پيل اوتر تياره ماښام اوو ۰۷:۰۰ بجو يې دوام درلود چي وروسته دمولوي حاجي محمد اوآب صاحب له خوا په يوه اختتا ميه دعا يه ويلوسره پای ته ورسېده ميه دعا يه ويلوسره پای ته ورسېده،
په درناوي
(پښتو ادبي تړون پښتون ميشت چمن)