تاند- ډیورند کرښې ته څېرمه د چمن په دروازه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري د اعتراض کوونکو د ځپلو په ترڅ کې لږترلږه ۳ تنه ژوبل شول.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ شخړه هغه مهال ونښته چې د کرښې دواړو خواوو ته تګ راتګ کوونکو د پاکستاني مامورینو له لوري د اسنادو په لیدلو باندې د زیات وخت پر لګولو اعتراض وکړ.
دوی وايي چې پاکستاني مامورینو د خلکو د ځورولو لپاره د اسنادو په لیدلو زیات وخت ضایع کاوه او خلک یې په ساعتونو انتظار ته مجبورول.
پاکستاني ځواکونو پر خلکو هوايي ډزې وکړې او ګڼ شمېر مسافر یې په ډنډو ووهل. په مقابل کې یې اعتراض کوونکود پاکستاني مامورینو او ځواکونو لور ته تیږې وغورځولې.
د دې پېښې له کبله د چمن – سپین بولدک لاره لږترلږه د دوو ساعتونو لپاره بنده شوه.