تاند- د پاکستان د حکومت یو چارواکی وايي چې پرون (دوشنبه) د افغانستان سپین بولدک او د چمن پولې ته نژدې په یوه انتحاري حمله کې لږترلږه یو تن وژل شوی او ۱۵ نور ژوبل دي.

دغه حکومتي چارواکي قیصر خان ناصر وویل، د حمله کوونکي هدف پاکستاني ملیشه ځواک و.

ده همداراز وویل، انتحاري حمله کوونکي د ملیشو ګزمه په نخښه کړه خو د ملیشو موټر تېز تېر شو او چاودنې لارویانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د ناصر په وینا د ۳ ټپیانو حال نازک دی.

د پاکستاني طالبانو یوې ډلې، مجلس ابرار، د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست.

دې سختدریځې ډلې پخوا هم د یو شمېر حملو مسوولیت منلی دی.

له بلې خوا پرون په کندهار کې د یوه ماین د چاودنې له کبله ۶ تنه ملکیان شهیدان شول. که څه هم کومې دلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو په جنوبي ولایتونه کې عموماً وسله وال طالبان په لارو کې ماینونه ږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *