د څه دپاسه ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د چهارباغ د هلکانو لېسې نوې جوړه شوې وداني پرانستل شوه.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا د استازو، د پوهنې رئیس او یو شمېر چارواکیو له لوري د قرغیو ولسوالۍ اړوند د چهارباغ د هلکانو لېسې نوې جوړه شوې وداني نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه وداني چې ټولټال دوه ویشت میلیونه، پینځه پنځوس زره او دوه سوه یو دیرش افغانۍ لګښت پرې شوی، د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د نړیوال بانک په مالي مرسته د زمریال ساختماني شرکت له خوا یې د جوړېدو چارې د نهو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
د چهارباغ د هلکانو لېسې نوی تعمیر په۶۳۱ متر مربع ساحه کې په ۳ پوړونو کې په پاخه او اساسي شکل جوړ شوی چې د کمپیوټر، لابراتوار او اداري خونې سربېره ۱۶ درسي خونې او نور ضروري ملحقات هم لري.
وړاندې له دې هم یادې لېسې دوه نور تعمیرونه درلودل ولې د زده کوونکو د زیاتوالي له وجې شته ودانیو د درسي چارو د پر مخ بیولو لپاره کفایت نه کوو او ډېری زده کوونکي د درس پر مهال له ستونزو سره مخ ول.
د دغه ودانۍ د پرانېستې پر مهال لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل چې په دې هڅه کې دی څو په لغمان ولایت کې د پوهنې بهیر د کیفیت د ښه والي او په میعاري شکل د زده کوونکو لپاره د زده کړو مناسب چاپېریال رامنځته کړي، څو هغوی وشي کولی د خپلې روښانه راتلونکې په خاطر په ارامه فضا کې درسي چارې مخته یوسي.
نعیمي زیاته کړه چې دا مهال هم زموږ زیات شمېر ښوونځي تعمیرونه او احاطې نه لري چې په دې برخه کې مو اړونده وزارت ته خپل لومړیتوبونه انتقال کړي او هیله مو دا ده چې د پوهنې محترم وزارت زموږ وړاندیزونو ته جدي توجو وکړي. نوموړي زیاته کړه چې له نېکمرغه د شپږ دیرش میلیونه او اووه سوه زره افغانیو په ارزښت د ۱۲ ښوونځیو لپاره اوسمهال تازه د احاطو پروژې منظورې شوي چې په نېږدې راتلونکي کې به پرې عملا کار شروع شي.
د یادونې ده چې دا مهال د چهار باغ د هلکانو په لېسه کې ۲۴۰۰ تنه زده کوونکي خپلې زده کړې کوي.