تاند- د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې د ملي اردو لږترلږه څلور۴ سرتېري ووژل شول او د شپږو ملکیانو ترڅنګ شپږ نور عسکر ژوبل شول.

د دفاع وزارت د چارواکو په وینا چاودنه نن سهار وختي (پنځلس کمې ۷ بجې) په چهلستون سیمه کې د بسونو په هغه تمځای کې وشوه چې عموماً د ملي اردو پوځیان پکې بس ته درېږي.

د دفاع وزارت ویندوی ظاهر عظیمي وویل چې په تمځای کې بم اېښودل شوی و او د ریموټ کنټرول په وسیله چاودول شوی دی.

په دې چاودنه کې شپږ ملکیان هم ټپیان شوي خو د کوم ملکي د وژل کېدو په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

د ملي اردو منسوبان عموماً تر نورو مامورینو مخکې د کار ځایونو ته ځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *