د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :
د اروزګان ولایت د چورې ولسوالۍ د پولیو واکسین مسؤل او مرستیال د وسله والو طالبانو لخوا د عامه پوهاوي پرمهال وژل شوي دي.
عبدالرؤف او حضرت الله چې د عامې روغتیا ریاست اړوند د چورې ولسوالۍ د پولیو واکسین مسؤل او مرستیال وو وړمه ورځ د یادې ولسوالۍ اړوند د خوش قدیر سیمې ته په دې موخه تللي وو، ترڅو په سیمه کې په نژدې راتلونکې کې د پولیوواکسین پلي کیدو په برخه کې دیادې سیمې رضاکارانو ته عامه پوهاوی ورکړې، خو کله چې تیره ورځ سهار بیرته د ولسوالۍ دمرکز په لوري راګرځي په سیمه کې نادرکه او بیا یې مړي د کلیم باوړي په سیمه کې موندل کیږي.
د چورې ولسوالۍ مسؤلین وایې چې د جسدونو له لیدلو داسې ښکاري چې دغه کسان دواړه د وسله والو له لوري په دار ځړول شوي دي.
عبدالرؤف او حضرت الله د چورې ولسوالۍ د علي شیرزو د کلي او سیدونکي وو او په یاده ولسوالۍ کې یې د پولیو واکسین پلي کول ترڅو د ګوزن یا فلج په وړاندې د خلکو ژوند وژغول شي.