د ارګ له يوه پخواني چارواکي سره زموږ څو ملګرو په تصادفي مخامخېدو، چا ذوالفقار علي بوټو ياد کړ چې د اقتدار په وخت کې يې ايله پنځه ساعته وخت ايستلای شوای.
چارواکی برګ شو ويل؛ جناب جلالتماب کرزی صاحب ايله د څلور ساعته خوب وخت موندلای شي. ما ورته کړه، خبره د څلورو پنځو نه ده، خبره دا ده چې په دومره ويښه کې بوټو په څه بوخت و او ښاغلی کرزی په څه لګيا دی؟
د ولسمشر غني درباريانو که څه هم د ده د خوب ساعتونه کله نه دي ياد کړي، خو د اتلس ساعته کار له يادولو يې پر ژبو تڼاکې راختلې دي. ان چې په يوه غونډه کې خپله ولسمشر هم ځوانانو ته د خپل اتلس ساعته کار له امله د پېغور ګوته لکه کړه.
خو دا چې څه کار، دا هغه سوال دی چې لا هم د سرکار په اشد محرم دوسيو کې پټ دی.
که څه هم د کرزي صاحب د کار پته څه نا څه لګېدای شي، ځکه خو سړي ته د ارګ د هغه چارواکي خبره درواغ يا ډېره بابېزه نهشي ښکارېدای.
ده تېرو ولسمشريزو ټاکنو ته په زلمي رسول سربېره نږدې يو درجن نوماندان ودرول؛ نو نوماندانو هر يوه دا فکر کاوه چې باز به هرو مرو د ده پر سر غ و ل وکړي.
دا کومه اسانه چاره نه وه چې يو درجن کسان دې هر يو تر پايه د ښاغلي کرزي پر ملاتړ مست او باوري پاتې شي. ان چې ښاغلی سياف هم په لومړي ځل د دغسې يوې لومې قرباني شو. د ده په اړه دا يوه خبره بېخي کره او له شکه وتلې چې په هيڅ لومه کې يې پښه نه ده نښتې، يوازېنی بلکې يکې يو شخص دی چې د هالنډ له خوا د وژل شويو زندانيانو په نوملړ کې د نامه په راتلو ژوندی پاتې دی.
وايي ده څو ځله بلکې په کراتو تنظيمي مشران سيند ته تږي بېولي او جل وهلي يې بېرته ستانه کړي دي، خو د کرزي صاحب له سياسي لومې يې ځا و نهشوای ژغورلای.
دا ځل کرزي صاحب د ټاکنو په درشل کې د ايتلافونو را ټوکولو او غوړولو ته کار ويلی او ډلبندي يې د خپلې بوختيا محور ګرځولی.
دلته يوازې قحط الرجال نه دی، د نومونو کاختي هم ګډه ده. څه موده وړاندې کرزي صاحب د ملي محور په نامه په يوه ناسته کې په څرګندېدو په اچين کې د بمونو د مور په غندلو له حکومت سره شلون د همدغسې يوه محور له سټيجه اعلان کړ.
سړی حيران شي چې په محور کې يې څه موندلي؟ اباسين بريال دې دا “محور” نه وای را ايستلای، دا دی و چې محور يې د خلکو خولو ته وغورځاوه. که نه په خدای که د چا دومره د محور په ګټو او ښېګڼو سر خلاص شوی وای.
د “محور مردم افغانستان” په اړه لومړۍ پوښتنه دا ده چې له خلکو پرته بل مخلوق او موجود محور را منځ ته کولای شي؟
دا شک به له چا سره پيدا شوی وای چې په خلکو سربېره د څارويو محور هم جوړېدای شي، که جوړېدای شوای بيا خو د څارويو ډاکټر زه يم، ما ته يې ښه پته لګېدله.
دا شک هم چا نهشوای کړای چې ګنې محور له بل ځايه راغلی، د افغانانو او افغانستان نهشي اوسېدای.
محوريان وايي دا سياسي جريان دی، لا ګوند شوی نه دی چې مشر دې يې اعلان شوی وای چې د مرامنامې کمېټو، شوراګانو او تشکيلاتو اعلان يې کومه ستونزه نه لرله، د مشر اعلان يې څنګه د راز او اسرارو له پردو نهشوای راوتلای؟
په عرف کې دغسې يو تشکيل ته د چينګښو من وايي، ځکه چې په محور کې هم هر يو من دی، چارک نهشي پکې موندل کېدای، خو د چينګښو من کله هم من نهشي ګرځېدای.
د زړو څېرو د دې نوې بڼې نوي سلنه په تېره يوه نيمه لسيزه کې د واک برخوال وو، تاسې وواياست چې اصلاح او يفورم د واک په وخت کې اسانه وي، که د بېواکۍ پر وخت؟
د عامه افکارو د اغفال دغه هڅه د تېرو ناکامو څېرو او تجربو هغه معجون مرکب دی چې له ملت سره څه، په خپلو کې هم له سم پوهاوي بېبرخې دي.
وګورو چې محور نور پر ځان را ګرځوي، که له خپلې څرخېدا به پرې خپل سر وګرځي؟