د لال خان لیکنه –
د چين او پاکستان تر منځ پر اقتصادي لار د واکمنې طبقې په خپلو کې د اختلافاتو شور دی.
دا ريښتيا ده که چېرې وروسته پاتې سيمو ته د زيربناو جوړولو نوې پروژې ورنه کړای شي نو مانا يې پر زخمونمو د مالګې دوړولو، بل هيڅ نه ده.
خو بل پلو ته په دغه اقتصادي لار، د واکمنې طبقې( Ruling class ) تر منځ په شرقي او غربي روټ(لار) بحث او مناقشه د دولتي ادارو ترمنځ، ژو‌ر درزونه (چاکونه) په نښه کوي.
دغه اختلافات په اخري تجزيه کې په ټيکدارۍ او ګټې باندې را څرخيږي.هر څوک غواړي چې خپل جيب ډک کړي،خو بل لور ته په دغه خبره هيڅ کله هم بحث نه کيږي،چې ددغې سترې پروژې په مکمل کيدو کې به خواري کښو او غريبانو ته څه ګټه رسيږي. خو په حقيقت کې واکمنه طبقه کله هم د غريبې طبقې لپاره ګټې رسولو کوم پلان نه لري.
په عمومي توګه دا شور دی، چې ددغې پروژې په پلي کيدو کې به د دغې پروژې ګټې به فقط پانګوالو،ټيکدارو او کمشن کارانو ته رسيږي. په محروميتونو کې ډوب ميليونونو انسانانو لپاره پرته د تنزل بله کومه لار نشته. په دغه وحشي نظام کې، کله چې د يوې ټولنې اقتصاد زوال پزير شي، نو بيا هلته دولت او سياست هم مخ په ځوړند شي. په دغسې حالاتو کې عقل هم پوچ او په ټيټه ساويه کې خپل ځان ښيي. زيات وخت نه کيږي کله چې په نړيواله کچه دا شور و، چې د هندوستان برازيل او جنوبي افريقې اقتصادي حالات به د نړۍ د بحران ښکار اقتصاد ته مټ ورکړي،او د پانګونې زوال به د عروج په لور دوام وکړي خو موږ ګورو دغه ټولې دعوې غلتې ثابتې شوې دي او د پانګونې نامياتي ( Organic) لا پسې وغځيد.
برازيل نن سبا له سخت اقتصا‌دي بهران سره مخ دی، او اقتصاد يې د ودې پر ځای پر شا روان دی. د هندوستان اقتصادي وده د چين دې ۶.۸ فيصده نه په اضافه په ۷.۴ فيصده ولاړه ده.خو بل پلو ته د غربت دې کرښې لاندې ولاړ، د مخلوق په شمير کې نوره اضافه روانه ده. د هندوستان نيمه ابادۍ په يويشتمه پيړۍ کې هم بريښنا نه لري، او له دغه څخه زيات خلک تشنابونه نه لري. په راتلونکو ورځو کې به د هند حالت له برازيل څخه بدل نه وي.
د چين د پر مختګ او “چين ما‌ډل” په اړه هم ډېرې مبالغې او دروغ ويل کيږي .  د بېلګې په ډول کله چې دا ويل کيږي، چې په چين کې په ميليونونو خلک غربت د ليکې څخه پو‌رته ژوند کوي  په دغه خبره هيڅوک هم سر نه خلاصوي چې دغه اعداد او شمير نه جوړونکي څوک دي، ددغه ډول شميرنو دروغ، اوس له هيچا څخه پټ نه دی. په اداري فساد کې ککړ دولتونه هم دنړيوالې ټولنې له ادارو سره په درواغو وئيلو کې مقابله نشي کولای. خپله د پانګوال نظام ځينې پوهه، ټولنپوهان د غربت د ليکې لپاره ټاکل شوی يو يا دوه ډالر، ورځ بيخي نامناسبه ګڼي.
د حقيقي پيمايش لپاره بايد د غربت ليکه په پنځه ډالرو ورځ  ومنل شي.
د فنانشل ټايمز ور ځپاڼې په قول په چين كې، د پنځه ډالرو څخه په ښکته د کارکوونکو شمير ۹۳ ميليونه ۸۷ لکو ته رسيږي.
په ۲۰۰۸ کال کې ډيرو اقتصا‌‌د پوهانو دا خيال وو، چې د چين اقتصاد به د نړۍ د بحران ښکار اقتصاد سره مرسته وکړي خو نتيجه دلته بيا سر چپه شوه، خپله د چين صادراتي اقتصاد هم ددغه بحران ښکار شو.
د چين مرکزي بانک دې يوان په ارزښت کې نور هم ټيټ والی اعلان کړی، چې په نتيجه کې په نړيواله كچه اثرات محسوس شوي دي. اوس د يوان بيه د ډالرو په مقابل کې په شپږو کالو کې په کم ترينه کچه را ټيټ شوې،چين دا نرخ ځکه را ټيټ کړی تر څو صادراتي توکي په غټه پيمانه انتقال کړي.
ددې ټول بحث مانا دا ده، چې په چين کې پانګوال  إصلاحات په هغه وخت كې ترسره شول، كله چې په خپله پانگوال نظام په تاريخي توګه د عروج له زمانې څخه را تير شوی وو. بل دا چې په چين کې پانګونه د اروپا په مقابل کې نه ده راغلې بلکې د ريه انقلاب، يانې د انقلاب ضد عمل په نتيجه کې پلی شوی، ځکه د چين پانګوال پرمختګ به هيڅ کله هم پائيداره پاتې نشي. ژر يا ناوخته د چين خواري کښ به هرو مرو را پورته کيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *