په پخواني چين کې يوه ښکلي شهزاده تصميم ونيو چې واده وکړي، خو د خپلې خوښې وړ نجلۍ يې نه شوای موندلی. يوه ورځ يې د سيمې ټولې نجوني ماڼۍ ته راوغوښتې.
په دې نجونو کې د يوه خوار بزګر لور هم وه. بېوزله نجلۍ پوهېدله چې د دې انتخابېدل يو خوب دی، دا يواځې د شهزاده دلېدو له پاره راغلې وه.
شهزاده ټولو نجونو ته څو تورې وړې دانې ورکړې او ويې ويل:
_دا د ګلانو تخم دی، ويې کړئ، هرې نجلۍ چې ښه ساتنه ترې وکړه او ښه ګلان يې وروزل، نو هماغه به زما راتلونکې ميرمن وي.
بېوزلې نجلۍ هم په نه زړه د ګلانو تخم ور واخيست، کورته راغله او تخمونه يې په يوه زاړه ګلدان کې وکرل.
نجلۍ به هره ورځ تر ګلدان راګرځېده، په خپل وخت به يې اوبه ورکولې، خو ګلدان هماغسې سپېره پاتې و او ان يو شين ډکی هم پکې راونه ټوکېد.
نجلۍ د کلي له تکړه باغوانانو سره مشوره وکړه، د هغوی خبرې يې عملي کړې، خو له تورو خاورو پرته يې بل څه ونه لېدل.
شپږ مياشتې ووتې، د شهزارده په امر هغه نجوني ماڼۍ ته ور وغوښتل شوې چې د ګلانو تخم يې وړی و.
بېوزله نجلۍ هم له خپل تش ګلدان سره ورغله او د لوی تالار په کونج کې غلې ودرېده. شاوخوا يې وکتل، د هرې نجلۍ په لاس کې له ښکلو ګلانو ډک، ښايسته ګلدانونه ښکارېدل.
ټولې نجوني خوشاله وي، هرې يوې تمه درلوده چې دا به د شهزاده راتلونکې ميرمن وي.
شهزاده راغی، ګلانو ته يې وکتل، تر تولو نجونو تېر شو، په کونج کې ولاړې غلې بېوزلې نجلۍ ته ور وګرځېد، د هغې لاس يې ونيو او وي ويل:
زه له دې نجلۍ سره واده کوم.
په تالار کې شورماشور شو، پاچا، وزيرانو او نورو نجونو ويل چې دا نجلۍ خو له يوه مات او سپيره ګلدان سره راغلې ده.
شهزاده وويل:
ما د ګلانو تخم نه و درکړی، وړې تورې تېږې وې. د خپلې خوښې رېښتينې نجلۍ مې وموندله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *