په چينايي ژبه كې ورته “چانګچينګ” وايي چې د “اوږد دېوال” په مانا دی.
د چين لوی دېوال چې له ډبرو، خښتو، لرګيو او نورو توکو څخه د تاريخ په بېلابېلو وختونو کې جوړ شوی، د 21196 کېلومتره اوږدوالي په لرلو سره د نړۍ له عجايبو څخه شمېرل کېږي. ياد دېوال په ټوليزه توګه له ختيځ څخه د لوېديځ په لور د چين په شمالي پولو کې جوړ شوی دی.
دغه دېوال د بهرنيو يرغلګرو څخه د چين د سترې امپراتورۍ د ساتنې په موخه جوړ شوی و.
د چين لوی دېوال د تاريخ په بېلابېلو وختونو کې جوړ شوی دی. البته دا يوازې يو دېوال نه بلکې څو دېوالونه دي چې د يوځای کېدو په وخت کې د چين د لوی دېوال په نامه يادېږي.
په ځانګړې توګه هغه دېوال چې د چينايي امپراتور “کين شي ښوانګ” د واکمنۍ پر مهال د 220-206 ز. کلونو ترمنځ جوړ شوی د يادونې وړ دی، چې اوس مهال يې ډېر کم اثار تر سترګو کېږي.
تر هغه وخت راوروسته ياد دېوال د “مېنګ امپراتور” له خوا د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې رغول شوی دی، چې همدا اوسنی جوړښت يې هم د “مېنګ امپراتور” له برکته دی.
دېوال د بهرنيانو له يرغل څخه د ساتنې سربېره د نورو موخو لپاره هم کارول کېده؛ لکه: د هېواد د پولو ساتنه، د ورېښمو لارې ترڅنګ د سوداګرۍ مالونو د تګ راتګ لپاره او همداشان د مهاجرت د کنترول لپاره هم کارول کېده، چې بيا وروسته د دېوال په اوږدو کې د برجونو، د ځواکونو پوستو او ګارنيزونونو په جوړېدو سره يې دفاعي حالت لا پياوړی شو.
چينايان وار له مخه د دېوال جوړولو سره بلد وو چې عموماً به يې دا کارونه د 5 او 8 ز. پېړۍ ترمنځ د پسرلي او مني په موسمونو کې سرته رسول.
د چين دېوال په اړه ځينې د پام وړ ټکي:
– د چين دېوال تر اوسه پورې د انسانانو په واسطه تر ټولو لوی جوړښت دی.
– د دېوال تر ټولو پلنه (پراخه) برخه 9 متره ده.
– د دېوال تر ټولو اوچته څوکه 8 متره ده.
– لومړنی دېوال يې کابو 2000 کاله پخوا جوړ شوی دی.
– ويل کېږي چې د دېوال د جوړولو پر وخت نږدې يو ميليون خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
– داسې هم ويل کېږي چې د چين لوی دېوال له سپوږمۍ څخه ښکارېږي.
– د چين دېوال د نندارې کولو ورځنی فيس 50 ډالره دی.
– په 1972 ز. کال د امرېکا ولسمشر له دې دېوال څخه ليدنه وکړه، چې له هغې وروسته د سيلانانو د ډېرې پاملرنې وړ وګرځېد.
– د “مېنګ امپراتور” په وخت کې د بربريانو د حملې پر مهال ددې دېوال د ساتنې لپاره يو مليون پوځ ټاکل شوی وو.
– د دېوال يوه برخه چې د د ګانسو ولايت اړونده ده، د طبيعي پېښو له کبله؛ ښايي په راتلونکي 20 کالو کې له منځه ولاړه شي.
– د 2004 کال د سرشمېرنو له مخې ددې دېوال څخه کابو 42 ميليونو سيلانيانو ليدنه کړې وه.
دیرشه معلومات