تاند: یوې امریکايي کمپنۍ د لنډکي سفر لپاره داسې الوتکه جوړه کړې چې یوازې یو سیټ لري او د چکر د الوتکې نوم یې پرې ایښی دی.
دا الوتکه د امریکا په تکزاس کې جوړه شوې، د الوت لپاره یې لایسنس او جواز ته اړتیا هم اړتیا نشته.
په دې الوتکه یې لیف اییرکرافټ نوم ایښی دی چې یوازې پنځلس دقیقې د الوت توان لري.
د الوتکې وزن ۱۹۶ کېلوګرامه دی او ۶۳ میله پر ساعت مزل کوي.
ویل کېږی چې دا الوتکه به د ۲۰۱۹ کال تر اخره پورې عام بازار ته راووځي.