تاند- پراګ د چک جمهوریت پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار دی. دا ښار د لویوالي له پلوه په اروپايي اتحادیه کې څوارلسم ښار ګڼل کېږي.

پراګ، چې د مرکزي اروپا کلتوري، اقتصادي او سیاسي مرکز دی، د والتاوا سین په غاړه جوړ شوی. د دغه ښار نفوس نژدې ۲ ملیونه دی خو د ساحې یا لویوالي له پلوه تر کابل ډېر پراخ دی. پراګ ګڼې غونډۍ لري.

پراګ د (Romanesque) په دوره کې جوړ شو او په ګوتیک (Gothic ) او رینسانس دورو کې وغوړېد. دا ښار، چې د یونسکو له لوري د نړۍ د میراثونو په لیست کې شامل دی، د دوو رومي امپراتوریو پلازمېنه هم پاتې شوی. له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته پراګ د چکسلواکیا پلازمېنه شو.

د پراګ تقریباً هره کوڅه او هر واټ تاریخي ارزښت لري ځکه چې د ښار د مرکزي برخې اکثره ودانۍ څو سوه کاله پخوا جوړې شوي دي خو چارلس برج (پُل) د زوړ ښار چوک، د لینن دېوال، او پیترین هال یې توریستي ځایونه دي.
په دې فلم کې د پراګ مرکزي برخې او والټاوا سین وینئ چې ورباندې ګڼ پلونه جوړ شوي دي.

پراګ مدرنې او لوړې ودانۍ هم لري خو اروپایان پر خپلو کلاسیکو ودانیو ډېر ویاړي او هنري ارزښت ورته لري. په لومړۍ ویدیو کې، چې یوه ښکلې سیمفوني ورسره غبرګه ده، پراګ له پاسه درښيي.

 

او دا هم پراګ له مځکې څخه

 

د نړۍ ښارونه/پاریس/ ویدیو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *