تاند- په کابل کې د ایساف د قراول مخته د نن سهار د ځانوژونکي موټر بمي برید په مهال د چک جمهوریت د پوځ لوی درستیز د ایساف په دغه مرکز کې و خو د چک خبري اژانس د معلوماتو له مخې نه لوی درستیز او نه کوم بل چکي پوځي ته زیان اوښتی دی.
د چکي خبري اژانس (سي ټي کې) د راپور له مخې جنرال پیتر پاول د چاودنې په وخت د ایساف د قوماندې په مرکز (قراول) کې و او له چاودنې سره سره یې خپل پروګرام ته دوام ورکړ.
ځانمرګي د موټر په وسیله نن سهار اته نیمې بجې د کابل په هوايي ډګر کې د ایساف د مرکز شمالي دروازې ته د جرمني پوځیانو د ننه وتو په مهال د هغوی پر کاروان د موټر په وسیله برید وکړ.
راپورونه وايي چې ځانمرګی ځای پرځای ووژل شو. د ایساف ځواکونو یوه پوځي نقلیه وسیله ویجاړه شوه او دروازې ته هم زیان واوښت.
وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې د جرمني پوځیانو دوه زغرګاډي یې ویجاړ کړي او په لسګونو بهرني پوځیان یې یا وژلي او یا ټپیان کړي دي.
د کابل دا سیمه، د دې ښار یوه تر ټولو خوندي سیمه ګڼل کېږي.