لیکوال: مجیب الرحمن محمودي –

د چک کثیر الرشتوي انستیتوت ادارې د نوموړۍ انستیتوت د ۱۳۹۳ کال د محصلینو د فراغت غونډه ونمانځله.

دغه غونډه چې د ۱۳۹۳ کال د لیندۍ د میاشتې په ۱۵ مه نېټه د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د نوموړي انستیتوت په انګړ کې جوړه شوې وه، په سلګونو کسانو پکې برخه واخیسته.

له غونډې څخه مخکې د محترم قاري حیات الله احدی لخوا د قران عظیم الشان ختم وشو، وروسته د سهار په لسو بجو د محصلینو د فراغت نمانځغونډه د قاري محمد نبي لخوا د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، چې یادې غونډې ته د وردګو ولایت په اوسېدونکو برسېره، له غزني، کابل او ځينو نورو سیمو څخه په سلګونو کسان راغلي وو او په غونډه کې یې برخه واخیسته.

A technician works in the "Acquisition Room", which receives televison feeds from around the world, during an event to mark the opening of the new Univision and Fusion television networks newsroom in Doralد قرآن کریم له تلاوت څخه وروسته د یاد انستیتوت یوه استاد قاضي صبغت الله صابر د غونډې پیلیزه وینا وکړه او ملمنو ته یې ښه راغلاست وویل، په غونډه کې ځینو ګډون والو شعرونه او په ښکلو اوازونو کې ترانې هم زمزمه کړې، چې د یاد انستیتوت ښوونکي او فارغ محصلین یې پکې ستایلي وو.

له پیلیزې وینا او ښه راغلاست وروسته د چک ولسوالۍ د عربانو د درې د شهید شیرزاد د عالي لېسې مدیر، ښاغلي نعمت الله فیضان په خپلو خبرو کې وویل: لکه څرنګه چې نن ورځ د علم او پوهې په ګلانو دغه ساحه ښکلې او رنګینه ده، امید لرم، چې په راتلونکي کې به په همدې ګلانو باندې زموږ سیمه او ټول هېواد ښکلی او ودان شي. نوموړي د خپلې وینا په ترڅ کې فارغو محصلینو ته په خطاب کې وویل: تاسو باید په دغه تحصیل او فراغت باندې بسنه ونه کړی، باید خپل علم او تحصیل ته دوام ورکړی؛ ترڅو د وطن په ابادۍ کې په سمه توګه برخه واخیستلی شی او خپل هېواد او هېوادوالو ته د خدمت جوګه شی.

د غونډې په ترڅ کې د سیمې مخور او تکړه عالم، خلیل اخوندزاده هم عالمانه وینا وکړه. نوموړي فارغو محصلینو ته په اشارې سره وویل چې هر انسان باید خیر رسوونکی وي. لکه دا نن چې یو شمېر محصلین له مسلکي زده کړو څخه فارغ شول، انشاءالله چې دا به ټول هغه کسان وی، چې هېواد او هېوادوالو ته به یې خیر رسېږي. نوموړي په خپلو خبرو کې د څو کاله وړاندې وخت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په همدغه انګړ کې څو کاله پخوا د هېواد مظلوم یتیمان روزل کېدل، چې د هغوی د ښوونکو او په خاصه توګه د دارالایتام د مدیر الحاج سربلند حلیمي خدمتونه د یادولو وړ دي، خو دا چې هغه دار الایتام د ځینو ستونزو له امله وتړل شو هغه د خواشینۍ ځای دی، بیا هم دا د شکر ځای دی، چې یو ځل بیا دغه انګړ د علم او پوهې په ګلانو ښایسته شو او نن یو ځل بیا په دغه بڼ کې یو شمېر ګلان وغوړېدل چې سبا به که خدای کول همدا ګلان زموږ سیمه نوره هم رنګینه او اباده کړي.

ورپسې د یاد انستیتوت د مهندسۍ د څانګې څخه فارغ عبدالرحیم یوه مقاله ولوسته او د تخنیکي او مسلکي زده کړو له معینیت څخه راغلي مېلمانه قاضي عبدالودود محمدي او الحاج سرمعلم عبدالولي خان، د پوهاند عبدالقیوم د منځني ښوونځي مدیر محمد ظاهر او ځینو نورو کسانو هم خبرې وکړې.

د یاد انستیتوت ښوونکي انجینیر احمد ضیا ذهین د انستیتوت په تاریخچه باندې لنډه رڼا واچوله، ده وویل چې په ۱۳۹۰ کال کې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د معینیت په چاوکاټ کې د برق د انستیتوت په نوم بنسټ کیښودل شو، چې په لومړي سر کې یې درې پوهنځۍ درلودې لکه برق موټر او ماشین ، وروسته د انستیتوت د ادارې په غوښتنه او د پوهنې ریاست په مرسته په ۱۳۹۱ کال کې ساختماني څانګه، څلور د ادارې او اقتصاد څانګې او څلور د کمپوټر ساینس څانګې منظورې شوې. له دې وروسته په ۱۳۹۲ کال کی نوموړي انستیتوت ته د مهندسۍ، سړک جوړونې، زراعت او وتر نرۍ څانګې منظورې او محصلین پکې جذب شول. دا چې نوموړی انستیتوت له زیاتو پوهنځیو څخه برخمند شو، نو له همدې امله د چک کثیر الرشتوي انستیتوت په نوم ونومول شو. په یاد انستیتوت کی د وردګو په ټولو ولسوالیو بر سېره، د غزني، کندز، بامیان او تخار ولایتونو څخه ټول ۶۳۶ تنه شاګردان په زده کړو بوخت دي، اوس مهال دغه انستیتوت ۱۷ څانګی لري، او په دریو دورو کی محصلین جذبوي، د دغه انستیتوت محصلین د لوړو زده کړو د پر مخ وړلو لپاره دوه چانسونه تر لاسه کوي یو دا چی کله دوی په لسم ټولګي کې داخل او له دولسم تولګي څخه فارغ شي، نو لوړو زده کړو ته په امتحان سره دوام ورکولای شي او بل دا چې کله له څوارلسم ټولګي څخه فارغ شي، نو که د نومرو فیصدي یې لوړه وي د لوړو تحصیلاتو د لایحې مطابق پوهنتون ته امتحان ورکولای شي؛ تر څو خپلې لوړې زده کړې پر مخ یوسي.

ښاغلي ذهین په دریو کلونو کې د یاد انستیتوت لاسته راوړنې هم یادې کړې، لکه د پوهنې له وزارت څخه د کمپیوټرونو، مېزونو، چوکیو، سولرو، بطریو او د ۱۱۱ تنو محصلینو لپاره د لیلیې د وسایلو ترلاسه کول، د راه فردا مؤسسې لخوا د زده کوونکو د عملي درس او تریننګ په خاطر درې عرادې موټر ترلاسه کول، له درسي کتابونو پرته د ازادې مطالعې لپاره د مجیب الرحمن محمودي په هلو ځلو او یو شمېر علم دوسته کسانو په مرسته د کتابتون در لودل. او د افغان کورنیو د لارښوونې ټولنې اجرایي ریس، ښاغلي ډاکتر نعمت الله اکبري لخوا د ۴۰۰۰ جلده کتابچو او ۴۰۰۰ قلمونو مرسته هم د یادولو وړ ده. همدا شان د سویډن کمیتې د شاګردانو لپاره ۲۹۲ پشه خانې مرسته کړې ده او د بیست کرون شرکت لخوا د لیول او ټوټل ستیشن ماشین د زده کوونکو د زده کړې په خاطر د دوو میاشتو لپاره ورکړل شوی دی، چې د یاد انستیتوت اداره له ټولو هغو ښاغلو څخه چې په دغو مرستو کې یې برخه اخیستې ده مننه کوي او کور ودانی ورته وایي.

ور پسې د غزني له ولایت څخه د یوه راغلي مېلمه محمد جمیل مایار لخوا د غزني پوهنتون د ریس پوهنوال عبدالقدیر خموش را لیږل شوی پیغام ولوستل شو.

د غونډې په وروستیو شېبو کې د ستاینلیکونو او تصدیق پاڼو ویشل پیل شول، چې د یاد انستیتوت د ادارې لخوا ځینو کسانو ته ستاینلیکونه، فارغو محصلینو ته تصدیق پاڼې او په پای کې د یاد انستیتوت آمر ښاغلي مجیب الرحمن جواد ته د ده د لوړو خدمتونو له خاطره د اوتید د مؤسسې لخوا ستاینلیک او د یاد انستیتوت د فارغو محصلینو لخوا نوموړي ته د عزت پګړۍ ور په سر شوه.

د یادونې وړ ده، چې د یاد انستیوت په دغه دویمه دوره کې ۱۳۲ تنه چې له مهندسي، سړک جوړونې، ساختمان، برق، نېټ ورک، ډیټابس، اقتصاد او تجارت، اداره او منجمنټ او زراعت له پوهنځیو څخه فارغ شول.

غونډه له غرمې وروسته په دولس نیمو بجو د یوې دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده، چې ټول راغلي ملمانه په یاد انستیتوت کې د ډوډۍ له خوړلو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *