په کیسه کې کرکټر له دریو لارو پېژندل کیږي، چې کرکټر کښل یا انځورول، کرکټر له پېښې سره مخ کول او د کرکټرونو خپلمنځي یا له ځان سره خبرې اتري(ډیالوګ) دي، خو د کرکټر په پېژندلو کې له نورو هغو خبرې اترې ډېرې مهمې دي.
په کیسه یا بل داستاني اثر کې چې کرکټر غږېدلی نه وی، مخاطب یې په ژوند باوري نه وي، خو همدا خبرې د نوموړي شتون زبادوي. اما د کرکټر خبرې تخلیقول هم ګران کار دی، ځکه که خبرې یې له سویې لوړې یا ټیټې وي، له کړو وړو، فکر او چلند سره یې مناسبې نه وي، بیا هم مخاطب ته کرکټر رښتونی نه ښکاري او خیالي یې بولي، خو که خبرې یې له وخت، وضعیت او غوښتنو سره مناسبې وې کرکټر رښتونی بولي.
د کرکټرونو خبرې لومړنیو یا خامو لیکوالو ته ګرانې وي، داسې ډېر لیکوال وي چې د کرکټرونو له حال سره د نامناسبو خبرو اترو له وجې یې کیسه نیمګړې شوې وي، خو تجربه کار لیکوال د کرکټر له سویې سره مناسبې مکالمې راوړي. که کرکټر کروندګر وي خبرې به یې هم همغسې وي، که ادیب او لیکوال یا فیلسوف وي، په ډیالوګ کې به یې هم خبرې داسې وي چې عادي کسان به یې کولی نه شی.
انتوان پاوولویچ چیخوف چې په کیسه کې یې نوښت کړی او رښتوني ژوند ته یې نږدې کړې ده، دغه رښتوني ژوند ته د کیسې په نږدې کولو کې یې د کرکټرونو مکالمې هم رول لري او د کرکټرونو له حال سره سمې خبرې دي چې موږ فکر کوو، د نوموړي کرکټرونه د رښتوني ژوند بېلګې دي.
په خواشینوونکی برخلیک اوږده کیسه کې اتل(نیکلای ستپانوویچ) او د هغه مېرمن( واریا) د خپلې لور لیزا پر کوزده غږیږي. د لیزا پلار رواني ناروغ او ناهیلی وي، یو یې دا عادت شوی وي، چې په هره موضوع کې ځان ډډې ته کوي، بل هغه کس(ګنه کر ) ته لور نه ور کوي چې د افریقا دی، خو واریا په دې خبرو کې د مور په څېر غږیږي او هڅه کوي نیکلای ستپانوویچ قانع کړي.
ـ نیکلای ستپانوویچ موږ باید ډانګ پېیلې خبرې وکړو، زه د لیزا خبره درته کووم… ولې هیڅ پام او پروا یې نه ساتې؟
ـ مطلب دې څه دی؟
ـ اخر ته داسې ښيې چې په هیڅ نه پوهېږې، دا ښه کار نه دی، سړی باید دومره بې پروا او بې خیاله نه شي…. ګنه کر لیزا ته سترګې نیولې دي… ته څه فکر کوې؟
ـ بد سړی یې بللی نه شم، ځکه نه یې پېژنم، خو هیڅ مې ښه نه ایسي، دا مې زر ځلې هم درته ویلي دي.
ـ اخر داسې خو نشي کېدلی…. نشي کېدلی….
پورته کیږي، احساساتي روانیږي او وايي:
ـ له یو مهم کار سره دومره بې پروایي ښه نه ده. کله چې زموږ د لور د نېکمرغۍ خبره وي باید شخصي نظر پرېږدو، زه پوهېږم چې هغه دې نه خوښيږي…. ډېر ښه…. خو که موږ اوس نه ورته ووایو، هرڅه ګډوډ کړو. ته څنګه ډاډ را کولی شې، چې لیزا به ټول ژوند په موږ بد ونه وایي…. خدای ښه پوهیږي چې په دې وخت کې خاوند څومره کم موندل کیږي، ممکن هیڅوک بیا په لیزا پسې را نه شي…. د هغه لیزا ډېره خوښیږي او د لیزا هم لکه چې خوښ دی…. هرګوره هغه اوس معلوم کار او وضعیت نه لري، خو څه کولی شو؟ خدای دې وکړي چې په راتلونکي کې یې یو ځای ښه کار جوړ شي. اخر هغه له ښې او شتمنې کورنۍ څخه دی.
ـ ته څه پوهېږې؟
ـ پخپله یې وویل، پلار یې په خارکوف کې لوی کور لري، خارکوف ته نږدې جایداد هم لري. نیکلای ستپانوویچ، لنډه دا چې ته باید خارکوف ته لاړ شې.
ـ د څه لپاره؟
ـ د دې لپاره چې هلته پوښتنه وکړې، وګورې چې وضعه یې څنګه ده…. ته خو هلته ډېر فروفیسر اشنایان لرې، هغه در سره همکاري کوي…. ما غوښتل پخپله لاړه شم، خو ښځه یم، نشم کولی….
په پورتنۍ مکالمه کې د لیزا پلار له موضوع سره زړه راښکون نه لري، یواځې یې یوه جمله هم د ضرورت له مخې اوږده ده، نورې لنډې خبرې کوي، له یوې جملې څخه نه زیاتیږي، هغه هم خورا لنډې جملې( مطلب دې څه دی؟ ته څه پوهېږې؟ د څه لپاره؟) دا جملې ښيي چې نوموړی د خپلې مېرمنې په خبرو نه باور لري او نه له هغې سره همغږی دی.
مور چې غواړي خاوند قاتع کړي، دلایل وایي، د هرې لنډې جملې یا پوښتنې په ځواب کې اوږد وضاحت ور کوي، خبرې یې هم د مور په شان دي او په پای کې په خاوند مني چې خارکوف ته لاړ شي.
په دې ډیالوګ سره د کیسې یو ډول والی له منځه ځي، نوي معلومات وړاندې کیږي، کیسه په مخ ځي، د غوټې خلاصولو هڅه کیږي او د لوستونکي تلوسه وي چې څه به کیږي.
چې کرکټر غږېدلی نه وي، که هرڅومره انځور شي بیا هم مړ ښکاري، خو دا خبرې اترې یې ژوندی کوي، بل دا چې ممکن د کیسې کرکټرونه رښتوني نه وي، خو همدا د لیکوال مهارتونه یې ژوندي کوي، چې تر ټولو مهم پکې خبرې اترې دي او په دې خبرو اترو سره د کیسې رښتونوالی زباتیږي.
بل دا چې که د کرکټر د خبرو په ځای لیکوال په خپله یوه خبره کوي، هغومره به مخاطب ته باوري نه وي، لکه د یو کرکټر له خولې یې چې اوري او په پېښه یې باور زیاتیږي.
په رڼاګانې اوږده کیسه کې انجینر انانیف له کیسوچکا سره خپله تېره هېره مینه یادوي او ورته وايي:
ـ ناتالي ستپانوونا! ها دې په یاد دي چې یوه ورځ مې په باغ کې د ګلو غونچه له یوه لیک سره در کړه؟ تا زما لیک ولوست او داسې حیرانه شوې….
ـ نه، هغه مې په یاد نه دي، خو دا مې په زړه دي چې څنګه دې یوه ورځ غوښتل زما په سر فلورانس ته د دویل بلنه ور کړې.
که چیخوف لیکلي وی، چې انجینر انانیف له کیسوچکا سره ډېره مینه درلوده او د هغې په سر یې دویل( د عزت خوندي کولو لپاره تن په تن جګړه) کاوه، موږ دومره باور نه کاوه، خو د دې مکالمې له لارې قانع کوونکی دلیل وړاندې کوي، چې دواړو له یو بل سره څومره مینه درلوده. په دغه ډول خبرو اترو سره چیخوف ډډې ته پاتې کیږي او د کرکټرونو مکالمه موږ پوهوي چې انجینر انانیف او کیسوچکا له یو بل سره څنګه وخت تېر کړی دی.
د نوموړي کرکټر که لوړه سویه او ډېره پوهه لري، خبرې یې هم له خپلې سویې سره برابرې وي، او که د ټیټې سویې وال وي، کردار او ګفتار یې هم همغسې وي.
د بېلګې په ډول په نومولې کیسه کې په ساشا مشهور( الیکساندر تیموفیچ) یو مرکزي کرکټر دی، دی ډېره پوهه او په ټولنه کې د مېرمنو، غلامانو او لاس لاندې خلکو ملاتړی دی، بدلون غواړي.
له مسکو څخه کلیوالي سیمې ته د نومولې(نادیا) د نیا پوښتنې ته هر دوبی ځي او هورې وخت تېروي. ساشا چې د اشرافي کورنۍ مېلمه وي، نادیا ته وايي؛( باید پوی شو چې ستاسو وزګار ژوند څنګه ناولی او بې معنا دی. که ته د تا مور، د تا نیاجانه هیڅ نه کوئ، دا معنا لري، چې ستاسو لپاره نور څوک کار کوي او تاسو د بل چا غوښې خورئ، نو دا ښه کار دی، بد نه دی؟)
په بله بېلګه کې د سراچې کور کیسه یادولی شو، چې یو کرکټر یې انځورګر هم د خلکو ښه ژوند غواړي او له بې عدالتۍ ځوریږي، نوموړی ډېره پوهه هم لري، د ناروغانو د درملولو په ځای د ناروغیو د جرړو له منځه وړل غواړي. کله چې خبریږي یوه مور په ماشوم مړه شوې ده او د میسیوس په نوم کرکټره چې د انځورګر میَنه یا معشوقه ده ورته وايي:( انا په زېږون مړه شوه، که هلته نږدې روغتون وی، هغه به بچ شوې وه.)
انځور ګر وايي، چې مهمه دا ده د ښځو ژوند سم شي او له دا ډول مرګ وژغورل شي:( دا مهمه نه ده چې انا د ماشوم د زېږولو په مهال مړه شوه، مهمه دا ده چې هرې انا، ماروا، پالیګا له تیاره سهار تر تیاره ماښام ملا کړوپه نیولې وي، له درانه کار رنځورې دي، ټول ژوند له وږو او ناوغو ماشومانو کړیږي.)
د دغو دوو کرکټرونو انځورګر او ساشا خبرې هم د دوی له کرکټرونو او پوهې سره مناسبې دی او لکه څنګه چې د ټولنې ستونزې له عادي خلکو په بل ډول درک کوي داسې یې حل ته هم له عادي خلکو بدل نظر لري.
په پورتنۍ مکالمه کې میسیوس وایي:( که هلته نږدې روغتون وی، هغه به بچ شوې وه.) خو انځورګر د ستونزې اصلي حل په روغتون کې نه بلکې د ښځو له اوږد درنو کارونو په لرې کولو کې ویني.
د انتوان چیخوف ځینې لنډې کیسې یو مخ ډیالوګي یا له خبرو اترو ډکې دي. نوموړی په دا ډول کیسو کې ډېر کم پخپله یو څه وړاندې کوي او هرڅه د کرکترونو په خبرو اترو سره لوستونکي ته رسوي، لکه مهم او تازه معلومات، ټکر او کرکټر انځورول، صحنه، کیسه ییز عمل، وخت او ځای.
مننه لنډه کیسه هم له همداسې کیسو یوه ده، په دې کیسه کې د کرکټرونو خبرې اترې په تنخا پیل کیږي چې ټکر، غوټه، تلوسه او د کیسې نور توکي رامنځ ته کوي.
ـ یولیا واسیلي یوانا! کېنئ، راځه حساب سره وکړو…. پوهېږم چې لاس مو تنګ دی، خو سیال یاست، ځکه یې نه یادوئ، ګورئ، ما او تا سره منلې وه چې د میاشتې به دېرش روبل در کووم.
ـ نه! څلوېښت روبله.
ـ نه ما یاداښت کړي دي، زه تل د ماشومانو پالونکي ته دېرش روبل ور کووم…. ښه…. تاسو دوه میاشتې زما سره کار وکړ.
ـ دوه میاشتې او پنځه ورځې.
ـ ټیک دوه میاشتې…. زما په یاد دي…. دا شپېته روبل کیږي…. خو نهه یکشنبې ترې کمیږي…. په یکشنبو دې له کوالیا سره کار نه کاوه…. له ارام او چکر پرته دې بل کار نه درلود…. درې ورځې هم د اختر رخصتۍ وې.
په دې مکالمې سره زموږ په یاد کې د کنجوس سړي انځور جوړیږي او د مکالمې په اوږدېدو سره دویم کرکټر هم را معلومیږي چې ډېر بې وسه دی. کله چې د یکشنبو ورځو، رخصتیو، په ونه کې د کوالیا د ختلو لامله د هغه د څېرې شویو جامو، د خدمتګار له خوا د بوټانو د غلا کولو او د یو ګیلاس او قاشوغې د ماتېدو لامله پیسې کمې کړل شي، په اخر کې یولي واسیلیا اونیا ته یوولس روبل ور کوي او هغه وايي، مننه!
د کیسې د دواړو کرکټرونو له خبرو د لوستونکي په یاد کې دوه کسان انځوریږي او داسې مثال لري، لکه یو څوک مو لیدلی نه وي، خو د هغه د خبرو له اورېدو مو د هغه څېره په ذهن کې انځور کړې وي.
په دې لنډه کیسه کې چې تر اووه سوو پنځوسو پورې کلیمې ده، یواځې درې څلور جملې له خبرو اترو پرته دي، نور ټولې کلیمې د کرکټرونو ترمنځ ډيالوګ دی او له دې خبرو اترو موږ پوهیږو چې د دواړو کرکټرونو ترمنځ څه مسله ده، جنۍ څومره وخت د دې سړي ماشومان روزلي دي، د میاشتې څو روبل تنخا ور سره ژمنه شوې او په څه او څه ترې تنخا کمیږي.
خوښي، منندوی او نورې کیسې هم د مننه لنډې کیسې په څېر دي، چې تر ډېره د کرکټرونو په ډیالوګ سره په مخ ځي او لوستونکي ته نږدې هرڅه د خبرو اترو له لارې واضح کیږي او کیسې پای ته رسیږی.
انتوان چیخوف نه یواځې بریالۍ مکالمې کاږلې، بلکې ځینې داسې ځانګړنې هم لري چې د نورو لیکوالو په مکالمو کې په عمومي ډول نشته. په دې ځانګړنو کې یوه دا ده چې کله کله یې کرکټرونه د خبرو اترو په مهال په خپل منځ کې نه سره پوهیږي او یوبل نه درک کوي.
استاد اسدالله غضنفر وایي، ډېری لیکوال چې خپل کرکټرونه غږوي الف یوه خبره کوي بې د هغه په خبره پوهیږي، بیا ځوا ب ور کوي، خبره یې مني او لا یې ردوي:( خو د چیخوف په ډېرو کیسو کې الف یوه خبره کوي، بې ځواب ور کوي، چې ښه فکر ورته وکړې بې د الف په خبره پوی شوی نه وي، خو الف ته ځواب ور کوي، الف یو څه وايي او بې بل څه. دا د چیخوف د سبک ځانګړنه ده او د طنز بنسټیز ټکی یې جوړوي.)
د انتوان چیخوف( د غاښ درد) لنډه کیسه هم د ورته مکالمې ښه بېلګه ده، چې په ۱۸۸۶ کال یې لیکلې ده. د دې کیسې د اتل( سرګي الیکسي یوویچ دیبکین) په غاښ درد وي، کورني دارو درمل څه کار ور نه کړي، وروسته یې یو دوست د کارکمان په نوم د غاښو د یوه تکړه ډاکټر پته ور کړي، کله چې هورې لاړ شی، ور ټک ټک کړي، چوپړاسي ور پرانیزي، دی ورته ووایي – تشریف لري، څوک مني که نه؟
ـ هو مهرباني وکړئ.
دیبکین په انتظار خونه کې بیروبار ویني، هڅه کوي چي نېغ ډاکټر ته ور شي، خو خلک یې په مخ کې ودریږي، دی وايي- زه بېخي په تکلیف یم، مرم، دغه وژونکی درد نور نشم زغملی!
په ورو ځواب اوري ـ موږ یې هم والله که زغملی شو.
دیبکین کېني، زګېروی کوي، بیا وایي – بېخي وژونکی درد دی.
څنګ ته یې یوه ښځه ناسته وي، اسوېلی باسي، بیا وایي – هی بېچاره ځوانه! باور وکړئ، زما تکلیف هم تر تاسو کم نه دی، اولادونو مې له خپل ځاني کوره شړلې یمه!
ماسپښین وار ور رسیږي، کله چې کوټې ته ننوځي، یو سړی چې طلايي وېښتان لري او عینکې یې په سترګو وي، ورته وايي:
– وبښئ څه مو ویل؟ څه خدمت مو درلود؟
ـ ویې کاږئ، ویې کاږئ
ـ څه شی وکاږم؟
ـ اف خدایه! غاښ، غاښ مې وکاږئ.
سړی اوږې پورته اچوي، دیبکین ته وايي، ټوکې مه کوه، خپل مشکل دې ووایه، خو کله چې دیبکین بیا وايي، چې غاښ یې درد کوي، نو په ځواب کې اوري:
ـ ښاغلی زه وکیل یم، که مو د غاښو ډاکټر په کار دی، کارکمان ته ور شئ، کتنځی یې یو پوړ لاندې دی.
دیبکین د غاښ درد لامله، دومره بې حاله دی چې یو پوړ پورته ختلی دی، د ډاکټر کار کمان په ځای وکیل ته راغلی دی، کله چې منتظر وي، خلک فکر کوي کومه سخته ستونزه لري، چې له درد شکایت کوي، هغوی فکر کوي له ستونزې شکایت کوي، ان څو ساعتونه وخت تېر کړي، خو د یو بل په مطلب ونه پوهیږي تر دې چې وکیل ته ور شي او هغه هم په دویم ځل پوی شي چې د سړي غاښونه خوږیږي، کومه لانجه نه لري.
استاد اسدالله غضنفر وايي:(د چیخوف د کرکټرونو دا ډول خبرې اترې له دې لوی تریخ حیقیقت پرده پورته کوي چې انسانان پخپلو کې تفاهم نه لري، د یو بل په خبرو نه پوهیږو یو بل ته غوږ نه نیسو او یو بل نه درک کوو.)
موږ په ورځني ژوند کې ډېره ځله د دیبکین او د هغو کسانو په څېر یو چې د وکیل په انتظارخونه کې دي، ځکه مو له همداسې ناسم درک څخه ډېرې ستونزې ناحله پاتې او وخت ضایع شوی وي.
پای