په کیسه کې کرکټر مهم دی، ان ځینې لیکوال یې تر نورو عناصرو ډېر مهم بولي، ځکه همدا کرکټر کیسه په مخ بیایي، د هغه په خوځېدلو او عمل سره پېښې رامنځ ته کیږي او د کیسې پېچلتیا یا سادتوب هم ور پورې تړلی دی.
لیکوال لوستونکي ته د کرکټر د ور پېژندلو لپاره د هغه ظاهري، اخلاقي او رواني اړخونه او چلند په ویلو او کولو سره انځوروي، او دې ته کرکټر کښل وايي، څومره چې کرکټر ښه انځور شي، لوستونکی یې په کړوړو باوري کیږي او د کیسې په رښتونوالي او حقیقت کې شک نه ویني.
انتوان پاولوویچ چیخوف چې کیسه یې رښتوني ژوند ته خورا ډېره نږدې کړه، کرکټرونه یې هم داسې دي چې لوستونکی یې بېلګې په خپل شاوخوا کې موندلی شي او وجه یې هم دغه لاندې څو ځانګړنې دي.
کرکټر پېژندنه
لوستونکي د کرکټر پېژندلو لپاره دوه لارې لري، چې نېغ یا مستقیم او غیر مستقیم پېژندل دي.
په مستقیمه پېژندنه کې لیکوال پخپله لوستونکي ته کرکټر ور پېژني، خو په دویم ډول یا غیر مستقیمه روده کې کرکټر د کړو وړو، ټکر، له نورو سره د چلند او خبرو یا مکالمې له لارې لوستونکي ته ځان ور پېژني.
انتوان پاولوویچ چیخوف هغه مهال موږ ته کرکټر را پېژني چې کرکټر پخپله دغه کار نه شي کولی، په همدې ډول پېژندنه کې تر ډېره چیخوف د کرکټر د بڼې په معرفي کې لاس لري، چې لوړ، دنګ، چاغ دی عمر او رنګ یې څنګه دی، یا څه ډول جامي اغونځي، خو په دې معنا نه ده چې د کرکټر نور اړخونه نه راپېژني، بلکې د ضرورت له مخې د کرکټر نور اړخونو هم را پېژني.
په شرط لنډه کیسه کې د شرط پوره کولو لپاره یو وکیل د خپلې خوښې پنځلس کاله بند په وروستۍ ورځ داسې انځوروي:( د مېز شاته، یو سړی چې له عادی خلکو سره یې توپیر درلود، بې حرکته ناست و، لکه یو اسکلېټ چې په هډوکو یې نری پوستکی پروت وي. ججغ بچغ وېښتان یې د ښځو په څېر و، ګډه وډه ږیره یې درلوده. مخ یې زېړ و، خاورین رنګ ته ورته و. سترګې پکې لوېدلې وې، ملا یې نرۍ او اوږده وه. په لاسونو کې یې سر نیولی و، دومره نري او ډنګر و، چې په لیدلو سره یې سړی وېرېده. سپین تارونه یې په وېښتو کې لاندې باندې لیدل کېدل. که چا یې تښېدلي او جینګ مخ ته کتلی، باور یې نه کاوه چې هغه دې یواځې څلوېښت کلن وي.)
په خپسکه لنډه کیسه کې د یو کرکټر د ناستې انځورولو سره د مقابل کرکټر انګېرنه وړاندې کوي او په هغه څه د لوستونکي باور پیدا کولو ته لار جوړوي چې د کیسې په پای کې پیښیږي:( یاکوف پلار په ټوخلې کې خولې ته لاسونه لپه کړل، د کوچ په څنډه کېناست، د لاسونو ورغوي یې په ورنو کېښودل، کوچنۍ سټې، وړې سینې، سره او خولې شوي مخ یې له اولې شیبې په کانین نامطلوب اغېز وکړ. کانین هیڅکله هم فکر نه کاوه، چې روسیه به داسې بې عزته او په ښکاره د افسوس وړ کشیش لري. د یاکوف پلار د چلند او حال په لیدلو سره یې چې لاسونو یې په ورنو اېښي او د څوکۍ په څنډه ناست و، له ځان سره فکر کاوه، چې هغه نه یواځې عزت او درنښت نه لري، بلکې چلند یې هم د چوپړاسي دی.)
چیخوف د کرکټر په دا ډول پېژندنې سره د لوستونکي په یاد کې د هغه انځور جوړوي، د کیسې په رښتونوالي باوري کیږي او د رښتوني ژوند یوه برخه یې بولی.
په غیر مستقیمه پېژندنه کې کرکټر خپل اخلاقي، روانی او ټولنیز څرنګوالی پخپله را پېژني. په رڼاګانې اوږده کیسه کې د انجینر انانیف له خبرو او نظر پوهیږو چې هغه څه ډول دی. په یوه صحنه کې له خپل شاګرد سره د ژوند په هکله خبرې کوي او له ژوند سره یې مینې ته هڅوي، ورته وايي:( – خو ته باید پوی شې، چې دا ناشونې ده. که موږ له لاندنیو اړکیو پرته د سر اړیکي ته د ختلو وسیله پیدا کړو، نو ټوله اوږده ځینه چې ژوند دی، له خپلو رنګونو، غږونو او فکرونو سره به موږ ته بې معنا او بې مفهومه شي. خو ستا په عمر دا ډول فکرونه ضرري او تاواني دي، ته په هر اړکي کې خپل منظقي خپلواک ژوند لیدلی شې.)
په غیر مستقیمه کرکټر پېژندنه کې اننتوان چیخوف د کرکټرونو عادتونه، کړه وړه، رواني وضعیت او نظریه د کرکټرونو په خبرو او عمل سره ښيي او دی ډډې ته پاتې کیږي.
په دې کرکټر پېژندنې سره چیخوف خبره په لنډو خلاصوي، دا نه وايي، چې کرکټر یې څنګه خیال او فکر لري، بلکې د کرکټر په خبرو سره موږ ته دویم فکر هم را کوي، چې وپوهیږو، کرکټر څه ډول دی.
حقیقت ویونکي کرکټرونه
انتوان چیخوف په خپلو کرکټرونو سره د هغه وخت د روسیې حقایق وړاندې کوي، خو دا حقیقت په داسې بڼه دی، چې اوس یې هم ورته بېلګې شته، ځکه استاد اسدالله غضنفر وايي، چیخوف خپل کرکټرونه هم داسې توصیفوی چې له ژورو حقایقو سره تعلق لري او هغه داسې حقایق دي چې زمانې یې ژر ختمولی نه شي.
د انتوان چیخوف د لیکوالۍ د لومړیو کلونو د اثارو کرکټرونه هم ورته ځانګړنې لري، چې له لیکلو یې له یوې پېړۍ ډېر وخت کیږي، خو ورته بېلګې یې اوس هم زموږ په چم ګاونډ کې شته.
د چاغ او ډنګر په نوم کیسه یې په ۱۸۸۳ کال کې لیکلې، خو موږ یې چې اوس لولو، خوند په دې ترې اخلو چې بیا هم هغه څه په ورته ډول زموږ په ژوند کې هم شته، چې دا کیسه پرې لیکل شوې ده.
په دې کیسه کې دوه ملګري د اورګاډي په تمځي کې له ډېر وخت وروسته سره مخ کیږي، یو بې چاره او په عادي څانګه کې مدیر وي، خو دویم په یوه وزارت کې اداري معین وي. عادي مامور په اول کې له خپل ملګري سره عادي ستړیمش کوي، خو وروسته یې چې ملګری له خپل مسوولیت خبر کړي، ډېر توپیر پکې راځي او خپل ملګري ته په ډېره درنه ګوري، مېرمن او زوی یې هم له هغه ډېر احترام کوي چې په لومړیو کې یې د ستړي مش په وخت ور ته درلود.
بله لنډه کیسه یې د لمرګل یا کاپرګل په نوم ده، چې په ۱۸۸۴ کال کې یې کښلې ده. په دې کیسه کې د پولیسو مشر اچومه لوف غواړي هغه سپی ووژني، چې د یو سړی یې په لاس خوړلی دی. اچومه لوف فکر کوي چې سپی کوڅه ډب دی، کله چې د ښار په چوک کې د خلکو په مخ کې وايي- دا سپی باید ووژل شي.
یو کس ووایي- دا د پاسوال ژیګالوف سپی نه وي.
اچومه لوف فکر کوي، چې پاسوال یا برید جنرال ژیګالوف دلته اوسي، ښايي دا سپی د هغه وي، سړي ته مخ ور واړوي ورته وايي:( نه پوهېږم، ته سپي څنګه وخوړې هغه څنګه ستا لاس ته در ورسېد او ګوته یې در وچیچله. هغه خو ستا ګوتې ته نه رسیږي. ګوته به دې په مېخ زخمي کړې وي، اوس یې تاوان غواړې.)
په دې وخت کې یو پولیس چې په نورو کې هوښیار وي، وايي؛( ګومان نه کووم چې دا سپی د پاسوال وي هغه داسې پمن سپی نه لري، ټول سپي یې ډېر جوړ تیار دي.)
بل کس یې هم خبره تایید کړي. اچومه لوف بیا نظر بدلوي، خو بل کس بیا ووايي چې سپی د پاسوال دی، اچومه لوف د هر لوري د نظر په زیاتېدلو سره د همغه لوری نیسي، خو وروسته چې د پاسوال اشپز راشي هغه وايي سپی د دوی نه دی.
اچومه لوف ووايي:( په یوه ډز یې باید کار ور خلاص شي.)
بې پرې کرکټر کښنه
انتوان چیخوف کرکټر خپلې مخې ته پرېږدي؛ لکه عادي انسان چې ښه او بد لري، د نوموړي د کیسو کرکټرونه هم ورته بڼه لري او چیخوف یې په وړاندې کولو کې تر پایه بې پرې وي. د ښه کرکټر د ښو او د بد د بدو ستاینه او غندنه نه کوي او نه د یو ښه کرکټر بد اړخ له لوستونکي پټوي، نه یې له بدو را منع کوي، بلکې د عادي انسان په ډول یې موږ ته را ښيي او څرګندوي چې څه ډول دي، قضاوت موږ ته پرېږدي چې کوم کرکټر ښه یا بد دی.
د انتوان چیخوف د بې پرې کرکټر کښنې سره د هغه د کیسو کرکټرونه لکه عادي انسانان هم ښه او هم بد لري، نه د ملایکې په څېر دي چې ټول خویونه یې رحماني وي او نه د شیطان په څېر چې ټول خویونه یې بد وي. داسې نه کیږي چې که یو کرکټر ډېر متمدن وي، بیا دې هم کومه نیمګړتیا ونه لري، نه داسې کیږي چې که یو کرکټر بد وي، نو هر اړخ یې بد و اوسي.
په رڼاګانې اوږده کیسه کې انجینر انانیف ډېر متمدن او د خلکو خواخوږی او خیر غواړی وي. دغه انانیف په یو ځای کې وايي:( ! زه او ته پټلۍ غځوو، له هغه وروسته چې موږ نه یو، یوه یا دوه پېړۍ وروسته به ښه خلک کارخانه، ښوونځی، روغتون جوړ کړي.)
خو کله چې په سهار کې کارګر دېګونه راوړي، دوی ته زارۍ کوي چې ور سره ویې ساتي، انجینر انانیف ورته وايي:(په دېګونو زه څه وکړم، په سر یې کېږدم که څه وکړم؟ که چالیسوف پیدا کولی نشې، مرستیال یې پیدا کړه، ځه! موږ پرېږده. موږ ارام پرېږده.)
داسې کرکټر کښنه موږ باوري کوي، چې پېښه خیالي نه بلکې د ژوند یوه برخه ده او لیکوال کښلې ده.
د کرکټرونو بدلون
په کیسو کې کرکټرونه د شرایطو او حالاتو له مخې یا تر پایه بدلیږي او یا هم نه بدلیږي، خو که بدلیږي، باید مناسب چاپېریال او شرایط ورته برابر شي، چې لوستونکی یې بدلون ومني.
د انتوان چیخوف په کیسو کې ځینې کرکټرونه ترپایه په خپل حال وي، خو که بدلیږي د هغو لپاره هم شرایط برابریږي، که په کرکټر کې بدلون لږ وي، شرایط هم ورته لږ بدل شوي وي او که بدلون یې زیات وي شرایط به یې هم په همغه اندازه ډېر وي.
په رڼاګانې اوږده کیسه کې اینجینر انانیف مهذب انسان دی، څوک تمه نه لري، چې بل کس به خپه کوي، خو یو سهار چې له خوبه وي، په کارګرو غوسه کوي.
په عادي ژوند کې هم که یو څوک له خوبه پاڅول شي، غوسه یې شونې ده.
په نومولې لنډه کیسه کې ساشا په لیدا ډېر وخت کار وکړي، اخر یې وهڅوي چې له واده تېره شي او زدکړې پیل کړې. د لومړۍ بېلګې په ځای په دویمه بېلګه کې کرکټر ډېر زیات بدل شوی دی، خو د بدلون لپاره یې ډېر کار هم شوی او اغېزناک سړي(ساشا) کړی دی، چې مفکر انسان او د ټولنې د بدلون هڅه کوي.
په دواړو حالاتو کې مناسب شرایط برابر شوي دي او بیا کرکټرونه هم ور سره بدل شوي دي، چې لوستونکي ته د منلو دي.
کرکټر تخلیقول
په کیسه ییز ادب کې کرکټر له دریو لارو تخلیق کیږي. د انتوان چیخوف د کیسو له مطالعې هم داسې ښکاري چې له دې دریو لارو یې کرکټرونه غوره کړي دي.
۱ له ټولنې د کرکټر غوره کول.
۲ ځان د کرکټر په ځای راوړل.
۳ تخیلي قوې سره کرکټر جوړول.
د چیخوف د خپسکه، رڼاګانې یا نورو کیسو کرکټرونه له ټولنې اخیستل شوي دي او د ټولنې له ستونزو یا نورو مسلو خبرې کوي.
که څه هم ما داسې سند پیدا نه کړ چې وښيي، په کومه لنډه یا اوږده کیسه کې چیخوف خپل ځان د کرکټر په ځای ټاکلی دی، خو د نومولې کیسې کرکټر ساشا او د سراچې کور کیسې د انځورګر په نوم کرکټرونه، دوه داسې کسان دي، چې د انساني ژوند د ښه والی او بدلون لپاره مبارزه کوي.
ممکن انتوان چیخوف دغه د انځورګر او ساشا کرکټرونه د خپل ځان په ځای راوړي دي، لا یې هم د تخیل په قوې سره جوړ کړي دي، خو ساشا یو مخ د چیخوف په څېر برخلیک لري.
په نومولې کې ساشا( الیکساندر تیموفیچ) نری رنځ لري، هغه مهال چیخوف هم له نري رنځ کړېده، چې درملنه یې نه وه. چیخوف به د درملنې او ارام لپاره د جرمني بودن ویلر ته تلو او په دې کیسه کې ساشا هر دوبی له مسکو څخه کلیوالي سیمې ( چې د لیدا کورنۍ پکې ده) ته ځي، یو وخت چې لیدا له زدکړو کور ته ځي، په مسکو کې د ساشا لیدنې ته تم کیږي، د ساشا ناروغي سخته شوې وي، ورته وایي، چې د درملنې لپاره والګا ته ځي، خو څو ورځې وروسته سهار چې لیدا له خوبه پاڅي، نیا یې ژاړي، کله چې تیلګرام را واخلي، خبره شي، چې ساشا د ناروغۍ لامله مړ شوی دی او مړی یې خپلې سیمې ته راوړي.
دغه کیسه کټ مټ د انتوان چیخوف د مرګ له پېښې سره ورته ده چې د ۱۹۰۴ کال په مۍ میاشت کې یې ناروغي سخته شوه، جرمني ته د درملنې لپاره لاړ، خو څه مهال وروسته یې مړی مسکو ته راوړل شو.
د کرکټرونو نومونه
انتوان چیخوف د کیسو پېښې له ټولنې او ورځني ژوند اخیستل شوې، نومونه هم له ټولنې ورته غوره کړي دي، خو ښېګڼه یې دا ده چې خپل لاس یې پکې وهلی نه دی او داسې یې نه دي کړي، چې که کوم کرکټر ښه رول لري، نوم یې هم ښه او که بد رول لري، نوم یې بد وي، لکه زموږ په ځینو نکلونو یا کیسو کې چې د چا عمل بد وي، نوم یې هم بدی یا بل داسې څه وي چې همغه نوم یې په کردار دلالت کوي، خو په عادي ژوند کې موږ وینو، چې د یو چا ډېر ښه نوم وي، عمل یې بد وي، زموږ سیمه کې یو بدماش و، نوم یې رحمت ګل و، خو ټولې سیمې ته لوی ځور و.
د چیخوف د کرکټرونو د نومونو بله ښېګڼه دا ده چې دویم نوم هم لري. هغه هم خپلو ملګرو یا کورنۍ پرې اېښی وي، لکه په رڼاګانې اوږده کیسه کې یو مرکزي کرکټر کیسوچکا، چې اصلي نوم یې (ناتالیااستپانوونا) ده، خو کوچنۍ ده او ټولګیوال یې کیسوچکا بولی، چې په روسي ژبه کې پشنګورې( د پیشو بچۍ) ته وایي، په کیسه کې هم کیسوچکا وي او په خپل نوم نه یادیږي. په نومولې لنډه کیسه کې د یو کرکټر نوم (الیکساندر تیموفیچ) دی، خو په ساشا مشهور دی او په ټوله کیسه کې په همدې ساشا سره یاديږي. په نورو اثارو کې یې هم د نومونو دا ډول بېلګې شته.
په دغو ځانګړنو سره د انتوان چیخوف د کیسو کرکټرونه د روسي ټولنې د مختلفو پرګنو اخلاق، ټولنیز اداب، لوړ فکرونه او مهم اساني اندونه او نورې ځانګړنې وړاندې کوي، چې لامله یې نوموړی د نړۍ په لوستونکو کې د روسیې د دوو یا دریو سترو لیکوالو په کرښه کې درولی دی.