فضل رحیم رحیم –

د چین په ختيځ کې یو چینایي ځوان توانیدلی چې د لرګیو بایسکل جوړ کړي.

دغه ځوان شين هاوو نومیږي او له یوه تلویزیوني چاینل سره یی په خبرو کې ویلي چې په شلو ورځو کې یې دا د لرګيو بایسکل تیارکړی دی.

د دغه بایسکل پلنوالی( ۲۰۴) سانتي میتره او اوږدوالی (۱۱۶) او د ټایرونو ګردوالی یی (۷۶) سانتي میتره دی.

دغه اوولس کلن ځوان وایي له رسمې سره مې ډیره مینه وه او تل به مې رسامي کوله چې یوځل مې د بایسکل جوړولو هڅه وکړه او نن ورځ وتوانیدم چې داسې بایسکل جوړ کړم چې پرې ګرځیدلی هم شم او په خپل دغه کار ډیر خوښ یم.

شین هاوو د لرګیو د بایسکل له جوړولو ورورسته د چين خلکو ته وویل که هرڅوګ غواړي داسې کار وکړي نو لومړی دی د دی لرګيو مقابل کې دوه دوه نیالګي کینوي څو ونی او بوټي پر ځمکه زیات او ښار ښکلا پیدا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *