تاند- چینايي څېړونکي وايي یو مصنوعي لمر یې جوړ کړی چې د تودوښې درجه یې ۱۰۰ درجو ته رسېږي او هایدورجن په انرژۍ بدلولی شي.

د دوی په وینا دا لمر په حقیقت کې یو رایکټر دی خو د لمر کاپي شوې بڼه ده.

په نړۍ کې تجدیدکېدونکې انرژۍ ته پام زیات شوی ځکه چې چاپېریال ته زیان نه اړوي.

تراوسه پورې ډېر پام بادي او لمریزې انرژۍ ته کېږي.

دا لمر هایدروجن په تجدید کېدونکې او کم مصرفه انرژۍ بدلوي.

دوی وايي چې دې مصنوعي لمر د لومړي ځل لپاره د سانتي ګراد ۱۰۰ ملیون درجې حرارت تولید کړ.

ساینسپوهان وايي چې په دې حرارت کې اتومي کوشیر رامنځته کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *