تاند- یو باري یا کارګو رېلګاډی نن /پنجشنبه/ د چین په ختیځ کې له نانتونګ ښاره د افغانستان په لور وخوځېد.
د چین رسمي خبري اژانس سینهوا د راپور له مخې، دا له چین څخه افغانستان ته لومړنی باري رېلګاډی دی چې د قزاقستان او ازبکستان له خاورو څخه تر تېرېدو وروسته به په ۱۵ ورځو کې د افغانستان خاورې ته ورسېږي.
چینايي اورګاډی به د افغانستان په حیرتان بندر کې مال کښته کړي.
حاضردمه افغانستان له حیرتان تر مزارشرذیف ښاره پوري ۷۵ کیلومتره پټلۍ یا رېلار لري خو حکومت په پام کې لري چې د اورګاډي پټلۍ نورو سیمو ته هم وغځوي.
همداراز د افغانستان او چین حکومتونو موافقه کړې چې د افغانستان د بدخشان ولایت د واخان او چین ترمنځ سړک جوړ کړي. د دغه سړک د جوړېدو په صورت کې به افغانستان او چین په راکړه ورکړه کې د درېمګړي هیواد له احتیاجه خلاص شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هیواد په افغانستان کې تر ټولو لوی پانګوونکی دی او همداراز د افغانستان درېم ستر سوداګري شریک دی.