تاند، چهار شنبه، د اسد ۹مه: ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغانستان او چین د ګډ امنیتي کمېسیون دویمه ناسته په کابل کې ترسره شوه.
د ملي امنیت شورا په دې تړاو تاند ته استولې خبرپاڼه کې ویلي، دا ناسته پرون سه شنبه د ملي امنیت شورا د مرستیال عتیق الله نوشیر او د چین د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر چینګ ګیوپنګ په مشرۍ ترسره شوه.
دواړو لوریو د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې او د نویو ګډو ګواښونو په تړاو یې حل لارې چارې سره وسنجولې.
خبرپاڼه کاږي چې دې ناسته کې تروریزم او مخدره توکو سره په مبارزه هوکړه وشوه او ژمنه وشوه چې په دې تړاو به هر لوری خپل اسناد نهايي کوي او یو تر بله به یې شریکوي.
د افغانستان او چین ګډه امنیتي لومړۍ ناسته د تېر کال نوامبر کې د بیجنګ په کوربه توب شوې وه.
افغانستان له چین سره د بدخشان واخان کې ۸۶ کېلو متره پوله لري چې چین څو کاله وړاندې له افغانستان سره وعده کړې وه چې د افغان ځواکونو یوه لوا که پر دې پوله د امنیتي ګواښونو د کنټرول لپاره واچول شي، نو بیجنګ به یې ټول مالي لګښتونه پرېکړي، خو تر اوسه یې په دې تړاو هیڅ نه دي کړي.