د relbanks ویبپاڼه چې د نړیوالو بانکونو په اړه راپورونه خپروي، اعلان کړی چې د نړۍ د ۵۰ نړیوالو بانکونو د لومړنۍ پانګې اندازه په ۲۰۱۴ کال کې ۷۰ تریلیون او ۴۹۹ میلیارد او ۲۳۶ ملیون امریکايي ډالرو ته ورسیده.
په دې راپور کې راغلې دي: د نړیوال بانک د راپورونو پر بنسټ، د ۱۸۷ هېوادونو کلنۍ تولید په ۲۰۱۴  کال کې ۷۶ تریلیون او ۸ میلیارد ډالره و.  په دې ترتیب د ملګرو ملتونو د ۱۹۲ غړو هېوادونو څخه، یواځې له پنځو هېوادونه پرته، د چین ټوله بانکي پانګه د ۱۲۹ هېوادونو تر ملی ناخالص ګټي څخه ډېره ده.
په دغو ۵۰ سترو نړیوالو بانکونو کې د چین ۱۰ بانکونه، د امریکا ۶ بانکونه، د بریتانیا، فرانسي او چاپان پنځه پنځه بانکونه، د استرالیا ۴ بانکونه، د جرمني او کاناډا ۳ بانکونه، د اسپانیا، ايټالیا، سویس او هالنډ دوه دوه بانکونه او د سویډن یو بانک ګډون لري.
1
په دې راپور کې ویل شوي چې په  نړۍ کې ستر نړیوال بانک د چین د صنعت او سوداګرې بانک دی چې د ۲۷۵ میلیادر او ۸۸۴ میلیون ډالرو په ارزښت پانګه لري. د چین د صنعتي او سوداګریز بانک څخه وروسته د انګلیستان د HSBC Holdings بانک دوهم ستر نړیوال بانک دی، چې د ۲۷۵۸ میلیارد او ۴۴۷ میلیون ډالر پانګه لري. په دریم مقام  کې بیا هم د چین هېواد د ساخت او ساز بانک ولاړ دی، چې د ۲۶۰۲ میلیارده او ۵۳۶ میلیون ډالرو پانګې لرونکې دی.
د نړۍ د دې پنځوسو سترو بانکونو په لیست کې اخري بانک هم د چین د صنعتي بانک پورې اړه لري چې د ۶۱۱ میلیارد او ۵۸۱ میلیون ډالرو په اندازه پانګه لري.
شفیق الله ځواک 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *